روښانه راتلونکی د حکومت په ملاتړ کې دی

افغانان له کلونو راهسې د جګړې په اور کې سوځي او له ناامنیو او بې ثباتیو سر ټکوي، خو د دې هر څه لپاره نه یو موټی کیږي او نه هم د حکومت ملاتړ کوي چې دا ستونزه یې اوږده کړې او پیچلې کړې ده.

اوسنی افغان حکومت چې رس کې یې محمد اشرف غني دی، د افغانستان د راتلونکي لپاره ښه پلانونه لري او په اوږمهاله پلانونو یې اوس زیات خلک قانع شوي، یواځې هغه کسان قناعت نه کوي چې شخصي ګټې یې یا خطر کې دي او یا منځه تللي دي، ځینې هغه خلک چې له حکومت سره یې عقده اخیستې هغوی هم هر څه نقد کوي او خپله عقد سړوي.

د افغان حکومت کورنۍ، سیمه ییز او بهرنۍ سیاست په تېرو دریو کلونو کې خلکو ته په ډاګه شوی.

کورنۍ سیاست:
په کورني سیاست کې ولسمشر غني له لومړي سره هغه ډلې او اشخاص په ارګ او نورو مهم ځایونو بند کړل چې کلونه یې له دې ادرسونو ناقانونه ګټه اخیستې وه د افغانستان راتلونکی یې له ګواښ سره مخ کړی و.

که څه هم دا کار د ولسمشر غني لپاره اسانه نه و، خو په تدریجي ډول یې دا کار وکړ او تر دې ځایه ورسید چې اوس یې په هغو کسانو هم ځمکه تنور کړې چې ځانونه به یې امپراطوران یادول.

د عامو افغانانو لپاره به همدا بس وي چې له حکومت ټول غله خفه دي او په دې پوه شئ چې حکومت سم روان دی، ځکه سم خلک او عوام له خپل حکومت ملاتړ کوي او یا هیڅ غبرګون نه ښيي، یواځې هغه ډلې او اشخاص چې ګټې یې خطر کې دي، چیغې وهي.

دا ډلې په دا دریو کلونو کې ګواښونه کوي او د ګواښونو لړۍ یې ان د حکومت سقوط ته رسیدلې، خو تراوسه په هیڅ هم نه دي توانیدلي، ځکه زیاتو ولسونو ترې مخ اړولې او هغه کسان یې چې تر شا ولاړ دي، هغوی به هم ژر پوه شي.

ولسمشر دا هر څه د افغانستان د بقا لپاره کړي، ځکه دا ډلې او اشخاص هر کله د افغانستان امنیت او ثبات ګواښلی شي، نو ښه دا ده چې یو کال وړاندې له صحنې ووځي او د راتلونکي لپاره ګواښونه کم او ثبات تضمین شي.
 
سیمه ییز سیاست:
په سیمه ییز سیاست کې تاسو له پاکستان سره سیاست ولید چې له لومړي سره یې د پاکستان له احتیاجۍ د خلاصون لپاره له نورو لارو کار واخیست، لومړی دا کار وشو چې له نورو هېوادونو سره سوداګریزې او پراختیایي هوکړې لاسلیک شوې او بیا له پاکستان مخ واړول شوي، پاکستان له افغانستان سره په سیاست کې د نړۍ په کچه منزوي شو او افغانستان په ټولو برخو کې د پاکستان له احتیاج خلاص شو.
 
د چابهار بندر، له مرکزي اسیا سره ریل پټلۍ چې له چین څخه هم سوداګر کولی شي سوداګریز توکي افغانستان ته په ارزانه بیه او لنډه لار افغانستان ته راوړي او داسې نورې هوکړې چې د سیمې په کچه یې د افغانستان ارزښت زیات کړ او د ټولو هېوادونو پام یې ځان ته را واړوه.

پخوا دا هر څه داسې نه و، تاسو به لیدلي وي چې درې ورځې به که د تورخم دروازه بنده شوه، افغان بازارونو کې به خوراکي توکي نه پيدا کیدل، خو اوس کې یو کال هم له پاکستان سره راکړه ورکړه بنده شي، هیڅ اغیز په افغاني بازارونو نه لري، ځکه افغانستان په ځینو برخو کې په ځان بسیا شوی او ځینو نورو برخو کې له نورو هېوادونو، لکه چین، د مرکزي اسیا هېوادونه، چین ایران سره هوکړې لري چې دوه اړخیزه همکارۍ او ګټې پکې خوندي دي.
 
بهرنۍ سیاست:
په بهرني سیاست کې افغانستان توانید چې امریکا یو ښه ملګری کړي او نړۍ ته قناعت ورکړي چې افغان ځواکونه د سیمې او نړۍ په نماینده ګۍ له نړیوالې ترهګرۍ سره په مبارزه اخته دي او په دې مبارزه کې د ټولې نړۍ په نماینده ګۍ یواځې افغانان قرباني کوي.
 
امریکا ته په تېر درې کلن سیاست کې دا قناعت ورکړل شو چې په سیمه کې پاکستان د امریکا ملګری نه د ټولې نړۍ دښمن دی او ښه ملګری افغانستان دی چې د ترهګرۍ قرباني او پاکستان د ترهګرۍ روزونکی او تمویل کوونکی دی.
 
په بهرني سیاست کې افغان حکومت د ټولو هېوادونو دروازې وټکولې او هغوی ته یې دا په ډاګه کړه چې له افغانستان ښه ملګری نه شي پیدا کولی او افغانستان د نړۍ لپاره ډیر څه کولی شي چې پاکستان یې نه شي کولی.
 
نو اوس د افغان حکومت یواځې ولسي ملاتړ ته ضرورت دی چې کورني جنجالونه حل کړي، کورنۍ بې ثباتي له منځه یوسي او په سیمه او نړۍ کې داسې ځان ثابت کړي چې ټولو ته یې ارزښت مالوم شي.
 
که موږ له دې وروسته هم په خپل حکومت پسې راولاړیږو، دا به زموږ له بدبختۍ بل څه نه وي، ځکه اوس هغه ډلې چې شخصي ګټې یې له منځه تللي، هڅه کوي چې د حکومت پرضد خلک راولاړ کړي او د غازي امان الله خان په څېر محمد اشرف غني ته هم مشکلات پيدا کړي او له پرمختګونو یې راوګرځوي، بیا به د غازي امان الله خان په څېر د اشرف غني ارمان هم کوو، خو غني به نه وي او وخت او فرصتونه به مو له لاسه ورکړي وي.