
د روسیې ولسمشر هاغه څرګندونې چې ویلي وو په افغانستان کې امنیتي ستونزې په زیاتیدو دي او دوي به په افغانستان کې د میشت نړیوالو ځواکونو سره مرسته وکړي تر څو سیمه با امنه شي.
چې دې خبرې په ځان کې په غیر مستقیم ډول یو پیغام د ځان سره درلود چې ښه مثال یې مونږ د سوریې جنګ کې د روسیې مداخله یادولی شو چې هلته هم نوموړي هیواد نړۍ ته دا دلیل وړاندې کوو چې دوي د با امنه سوریې غوښتونکي دي چې هغه وو هلته د امریکا او روسیې غیر مستقیم او په ډیرو مواردو کې شاید په مستقیم ډول په خپلو کې سره ټکر کړی وي، چې له امله یې که تاسې وګورئ نن سوریه په کوم حالت کې قرار لري.
کوم ډول ستونزې په سوریاوال ولس رانغلې، په کوم ډول ونه ځوریدل خو لنډ ویلې شو چې د پوتین پورتنۍ خبره نه د افغانستان په خیر ده او نه هم د امریکا او متحدینو یې، همداشان که وکتل شي په هاغه وخت کې د افغانستان دولت هم په ډیر ښه شان سره د پوتین دې خبرې ته ځواب ویلې وو ټول هیوادونه کولای شي چې له افغانستان سره خپلې ټولې اړیکې د ډلو نه، بلکې د دولتونو په کچه ټینګي کړي.
راځو اصلي موضوع ته چې ولې ولادمیر پوتین ویلي چې د روسیې او امریکا رغوونکي مذاکرات نړیوال ثبات ته مهم دي؟
د تیر مثال په څیر دا خبره هم د ځان سره په غیر مستقیم ډول د امریکا لپاره یو پیغام لري هغه دا چې، که چیرته څو اونۍ مخکې د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف خبرې تاسې وګورئ تر ډیره به مو په دې خبرې سر خلاص شي نوموړي ویلي وو موږ په افغانستان کې له داعش ډلې سره د چورلکو پر مټ د بهرنۍ مرستې په اړه اندېښنه لرو او ویلي دي چی د افغانستان د فضا کنټرول له ناټو سره دی، په دې اړه یې ترې معلومات غوښتي خو د مسکو لپاره د ناټو ځواب قانع کوونکی نه و.
دا هم یوه موضوع ده چې ولی روسیه په هر ځای د امریکا د شومو اهدافو پر وړاندې مقابل لوری ځان غوره کوي او ولی تل هڅه کوي تر څو ددوي پر وړاندې ودریږي او نړۍ ته یې اصلي څیره ور وښايي؟
یو خو دا چې ټولې نړی ته دا په ښکاره ډول په ثبوت ورسیده چې که په نړۍ کې هر چیرته ګډوډي ده نو ددې دوو سترو ځواکونو په کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول لاس دی.
اوبله دا چې دا خو ټولو ته ښکاره ده چې که امریکا مصرف کوي، افغانستان د یوې مورچې په ډول کاروي خو ټول پلانونه یې د روسیې او ځینې نور هیوادونو پر وړاندې دي تر څو هغوي تر خپل واک لاندې وساتي، اوس نو روسیې دا پیغام ورکړ چې که هر چیرته د امریکا شومې دسیسې روانې وي دوي به یې پر وړاندې ودیریږي، او د نړۍ په هر ځای کې به یې داسې افشا کړي لکه په افغانستان کې چې یې ټولې نړی ته وښود چې دوي له چا ملاتړ کوي او هغه خلک څومره د افغانانو په خیر دي.
زه داسې نه وایم چې د پوتین دا ځرګندونې د افغانانو په خیر دي مګر که په رښتیا روسیې خپله هاغه خبره عملي کړه دوي به د افغانستان په ثبات راوستلو کې ونډه واخلي.
دا به بیا نه د افغانانو په خیر وي او نه هم د امریکا، ځکه ازمویل شوی شل ځله نه ازمویل کیږي او دوي زمونږ له غمه مړه نه دي بلکې ددوي د ښکرونو اړمول به د افغانستان شاوخوا ۱۶ کلونو پرمختګ د خاورو سره خاورې کړي او د دوهمې سوریې مثال به پاتې شي.
اوس نو افغان حکومت ته په کار ده چې د خپل منځي اختلافاتو پر ځای دغه شان نړیوالو مسایلو ته لا دقیق شي او لکه څنګه یې چې ځواب ورکړی همدا شان دا موضوعات لا دقیق وڅیړي تر څو د نورو قوي ښکرورو تر پښو لاندې مو د هیلې دا فصلونه خراب نشي.