
په دې وروستیو کې کله چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د جمهوررییس په توګه په کار پیل وکړ، نو ورسره د امریکا او شمالي کوریا تر منځ ناندرۍ شروع شوې، علت یې همدغه د ټرمپ د تاو تریخوالي څخه ډکې ویناوې او خبرې وې چې د شمالي کوریا په ضد یې وکړې ، ټرمپ شمالي کوریا د یوه لوی مشکل په ټوګه یاد کړ او ویې ویل چې شمالي کوریا سره به حساب وکړي، هغه په دې چې ولې یې خپل اتومي پروګرام ته پراختیا ورکړې ده، خو ټرمپ په دې سره نه دا، چې شمالي کوریا حساب ته حاضره کړه بلکې شمالي کوریا خپل اټومي پروګرام لا غښتلی کړ او په دې سره شمالي خپل هایدروجن بم چې په لوړه کچه تباهۍ قابلیت لري وازمویه او دا نو هغه وخت و چې شمالي کوریا د یوه اټومي زواق په توګه د نړۍ په کره کې ځان وښیه.
د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د ټرمپ دغو خبرو ته په عکس العمل کې وویل؛ که امریکا په شمالي کوریا سترګې سرې کړي نو سخت سبق به ورکړي او په یو ساعت کې په امریکا قیامت جوړ کړي او په خپل ټول قوت سره به امریکا ته ځواب ورکړي.
په دې وخت کې د شمالي کوریا اټومي پروګرام روان و او هم ددوی له خوا د بالسټیک توغندیو ازمویښتونه کیدل، چې تر څو امریکا ته وښيی که چېرته حمله پرې وکړي نو دوی به په سخت پوځي غبرګون لاس پورې کړي.
د امریکا جمهوررییس ټرمپ د شمالي کوریا د مشر په اړه وویل؛ کېم جونګ اون یو داسې مشر دی چې د خپل ولس لپاره د دوی وژونکی ماموریت سر ته رسوي خو د شمالي کوریا مشر د ټرمپ دې خبرو ته په ځواب کې وویل، که چېرته امریکا په شمالي کوریا د برید قاطع اراده وکړي نو وار له مخه به امریکا او د هغه متحدین د اور په لمبو کې وسوزي؛ ده په خپلو خبرو کې ټرمپ یو داسې ګډوډ شخص وباله چې ذهني موازنه یې فلج او په خپلو هغو څه نه پوهیږي چې وایي یې او یا یې هم کوي.
په دې حساس حالت کې چې امریکا ځان د ټولو نړۍ غښتلی هېواد بولي او شمالي کوریا هم د اتومي وسلو او بالسټیک توغندیو پروګرام پر مخ بیايي او د شمالي کوریا په څنګ کې د روس او چين په شان دوه ځواکمن دوستان وجود لري نو که چېرته د ډونالډټرمپ او کېم جونګ اون په شان دوه له تشدد څخه ډک انسانان په خپلو منځو کې په داسې خبرو چې پرته له جنګ بله مانا نه لري نړۍ د تباهۍ کندې ته وغورځوي.
په ۲۰۰۲ م کال کې د امریکا جمهوررییس جورج ډبلیو بوش په خپلو خبرو کې درې هېوادونه ایران، عراق او شمالي کوریا د شیطانۍ محورونه یاد کړل چې په نتیجه کې د شمالي کوریا د قهر اور په لمبو شو او امریکا ته خبرداری ورکړ چې که له خپلو اقوالو افعالو سره احتیاط ونه کړي نو ډېر ژر به په نه حلیدونکي مشکل سره واوړي.
امریکا شمالي کوریا ته د تېل خاک په لېږد بندیزونه ولګول او په دې سره شمالي کوریا په دې بهانه چې دوی کافي بريښنا نه لري خپل اتومي پروګرام له سره روان کړ او د یورانیمو په غني کولو یې لاس پورې کړ، هغه د نړیوالې ټولنې کارکوونکي چې په شمالي کوریا کې د شمالي کوریا د اتومي پروګرام د څارنې لپاره ګومارل شوي وو ژر تر ژره له هېواده وباسل.
د بوش په وخت کې د شمالي کوریا او امریکا تر منځ تاو تریخوالي زیاتېده خو د جنګ امکانات دومره زیات نه وو، د اوبامه په وخت کې د امریکا او شمالي کوریا تر منځ بیا دومره د تشدد څپې نه وې خو د ټرمپ په راتلو سره کله چې ټرمپ شمالي کوریا ته په ګواښوونکو خبرو پیل وکړ نو ورسره د شمالي کوریا مشر کېم جونک اون د ټرمپ د خبرو په ځواب کې وویل، امریکا داسې فکر کوي چې په دې نړۍ کې یوازې دوی بر لاسي دي خو که چېرته دوی په داسې اقدام لاس پورې کړي نو دا د ومني چې دوی وار له مخه دا نیت لري چې په امریکا او د هغې په متحدینو تباه کوونکی برید وکړي.
شمالي کوریا په اتومي وسلو سمبال ده او امریکا هم د ځان او خپلو متحدینو د ساتنې په خاطر د شمالي کوریا لپاره پوره اماده ګي لري، نو په دې وخت کې به دا نړۍ د داسې ګواښوونکو حالتونو په لیدو سره د ړنګیدو له ګواښ سره مخ نه شي؟
اتومي وسلې چې نږدې ۷۳ کاله مخکې ایجاد شوې، داسې ګومان کیږي چې په نږدې راتلونکې کې وکارول شي، که چېرته په نهایي کچه استعمال شي نو ورسره به دا نړۍ د انساني ژوند او نسلي تسلسل نه وباسي.