
د دسمبر په شپږمه د امریکا جمهوررییس ډونلډ ټرمپ بیت المقدس د اسراییل هېواد لپاره د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپیژند او زیاته یې کړه چې په دې سره به زر تر زره د امریکا سفارت له تلابیب څخه بیت المقدس ته انتقال شي.
امریکا چې په منځني ختيځ کې یې د عربو په مقابل کې د یهودو هېواد اسراییل په هر لحاظ په پښو وداروه او دغه ده په دې وروستیو کې یې بیت المقدس چې د مسلمانانو، یهودانو او عیسویانو ګډ مقدس ځای دی، د یهودو د قانوني پلازمینې په توګه ومانه؛ چې په دې سره نه یوازې په اسلامي نړۍ بلکې د نړۍ اکثره هېوادونو دغه پرېکړه وغندله او د امریکا جمهوررییس یې په دې پریکړې سره یو ناپوه انسان یاد کړ.
په دې سره په دې اړه په ترکیه کې د اسلامي هیوادونو یوه غونډه جوړه شوه چې د افغانستان په ګډون د نړۍ تقریبا ټولو اسلامي هېوادونو په کې برخه واخېسته او ختیځ بیت المقدس یې د فلسطین هېواد د پلازمېنې په توګه وپیژند.
وروسته د چين خارجه وزارت اعلان وکړ، چې دوی ختیځ بیت المقدس د فلسطین د پلازمېنې په توګه پیژني او زیاته یې کړه چې باید د منځني ختيځ دا تنزعه د فلسطین او اسراییل تر منځ د مذاکراتو له لارې حل شي.
په ملګرو ملتونو کې د ټرمپ دغه پریکړه د رایو په قاطع اکثریت سره رد شوه او په دې سره د نړۍ اکثرو هېوادونو د ټرمپ د نامتوازنه پرېکړې غندنه وکړه.
افغانستان چې خلک یې تقریبا ټول مسلمانان او د فلسطین د خلکو سره له اوله بیا تر ننه پورې دیني او انساني خواخوږي لري د ټرمپ دغه پرېکړه په سختو ټکو کې وغندله او په دې سره د افغانستان په ځینې ولایتونو کې مظاهرې او احتجاجونه تر سره شول چې له کبله یې په افغانستان کې مېشتو د دغه هېواد سرتېرو ته د بیدارۍ توصیه وشوه؛ارګ، ولسي جرګې، مشرانو جرګې، سیاسي او مدني نهادونو او همدارنګه جهادي او سیاسي ګوندونو د ټرمپ دغه بې ښمرې پریکړه ناوړه پریکړه وبلله او زیاته یې کړه چې دا به په سیمه کې بې امنیتي او بې ثباتي را منځ ته کړي او په ضمن کې ځینو نهادونو له افغان حکومت څخه جدي غوښتنه وکړه چې د امریکا ټول سرتیري ژر تر ژره له افغانستان څخه وباسي.
افغانستان چې خلک یې له خپلو مسلمانانو او د خپلو دیني او اسلامي ارزښتونو سره مینه لري او د همدې مقدس غږ او بیرغ لاندې یې د حق چيغه د باطل په مقابل کې اوچته کړې ده، نو په دې وجه یې خپله د زړه نه خواخوږي د فلسطین له مظلومو خلکو سره ښکاره کړه او دا یې ټول جهان ته وښودل چې دوی خپلو مسلمانانو وروڼواو اسلامي ارزښتونو ته ډیر درناوی لري.
دا چې امریکا د تېرو شپاړس کالو را هېسې په افغانستان کې پوځي حضور لري نو په همدې وجه امریکا د خپلو سرتیرو په وجه چې کیدای شي دغه هېواد کې پرې بریدونه وشي، اندېښنه هم ولري.
افغانان چې له اوله درانه خلک دي او ځکه خو په اولو کې د اریایانو یا شریفو خلکو په نوم یادیدل نو ځکه تر ننه خپلو هر ډول ارزښتونو ته درانه ګوري او په مجموع کې د ټولو انسانانو او په خاص طور د هر مسلمان سره د زړه له کومي مينه لري.
په افغانانو کې اوس هم ډېری خلک د امریکا په نیت شک کوي او داسې فکر کوي چې امریکایان اوس هم له هر چا زیات د دوی له اسلامي ارزښتونو سره حساسیت لري، چې ښه نمونه یې د ټرمپ له خوا د بیت المقدس د اسرايیل لپاره د پلازمېنې په توګه منل دي، افغانان فکر کوي چې دا پرېکړه په واقعیت کې د امریکا او په خاص طور د ټرمپ د اسلام او مسلمانانو سره دښمني او مخالفت معنا لري.
طالبان چې د افغان دولت مخالفین او په افغانستان کې د امریکایانو خلاف جنګیدونکې تر ټولو ستره ډله ده د ټرمپ د بیت المقدس د پرېکړې په اړه وویل ؛ امریکایان او د دوی متحدین په داسې پریکړو سره د اسلام او اسلامي او ارزښتونو سره دښمني ښيي او دا یو واقعیت دی.
نورمدین بلخېل