د یو څه وخت را هیسې د جمعیت اسلامي په منځ کې د نفاق او نه همغږی بوی حس کیږي؛ له دې داسې معلومیږي چې د ډاکټر اشرف غني د حکومت په راتلو او بیا د انجینر ګلبدین حکمتیار د سولې د بهیر سره د یو ځای کیدو له وختو په دوی کې دغه تاو لا زیات شوی دی.
یو څو میاشتې مخکې چې کله د جمعیت رهبرۍ شورا د غړیو د زیاتوالو لپاره د دوی ناستو او جلسو دوام لره نو د په خوا په تفاوت په دغه ناستو او غونډو کې د ملي وحدت حکومت اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او ځینې نور مهم کسان موجود نه وو، په دې وخت کې د جمعیت په رهبرۍ شورا کې د ډاکټر عبدالله عبدالله او د دوی ځینو نورو مهمو کسانو نومونه نه وو کوم چې مخکې په همدې شورا کې وو، چې په دې سره خلکو یو ځل بیا د جمعیت په منځ کې د ناباورۍ او شک څپې ولیدې او په رسنیو کې هم د دوی دغه حالات وښودل شول.
په رسنیو کې داسې ولیدل شول چې د جمیت اسلامي اجرایه رییس عطاء محمد نور او د افغان حکومت اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله تر منځ په ځینو ناستو کې یو پر بل تلفظي حملې د دوی تر منځ د پخواني باور نه موجودیت ښيي، په دې سره د عبدالله عبدالله او د عطاء تر منځ نورې داسې اکټونه را څرګند شول چې د دوی په مابین کې د نفاق وضحې نمونې وې.
د عطاء او عبدالله تر منځ د دغو بدبینیو یو علت کیدای شي دا هم وي چې ښاغلي عبدالله ولې د ملي وحدت د حکومت د یوه مشر په توګه د ګلبدین حکمتیار د راتلو سره توافق وکړ او دغه زمینه یې برابره کړه چې حکمتیار په یو ډول نه یو ډول کابل ته راشي کوم چې له ډېرو وختونو را هیسې د جمعیت اسلامي سره بدې اړیکې لري.
په دې اواخرو کې چې کله د ملي وحدت حکومت مشرانو د عطاء محمد نور د بلخ له ولایت څخه لیرې کړ نو عطاء سخت غبرګون وښود او ده د خپل ځان په اړه تر ټولو زیات ډاکټر عبدالله عبدالله ملامت کړ چې دده په ګوښه کولو کې یې هڅې کړي دي او په تونده لهجه یې عبدالله ته خطاب وکړ چې غاښونه به یې مات کړي؛ ده عبدالله د لستوڼي مار وباله او ویې ویل چې د جمعیت په راس کې دی دی او په هیڅ صورت به هر چاته اجازه ور نه کړي چې د جمعیت سره ځان وتړي؛ له هغې وروسته عبدالله هم غبرګون وښود او عطاء ته یې هغه په اړه ځواب ورکړ چې ده ویلي وو.
جنرال اسمعیل خان د عطاء محمد نور د دریځ ملاتړ وکړ، خو ولې امرالله صالح او ادیب فهیم بیا د حکومت په ننګه پاتې شول او ډېر داسې کسان شته چې په همدغه جمعیت کې د عبدالله عبدالله پلو دي چې په خپل وخت کې به د عبدالله تر څنګ پاتې کیږي.
دا واقعیتونه او دا درزونه چې د دغه ګوند په منځ کې لیدل کیږي واضحه ده چې اوس څه پېښیدونکي دي، خو دا چې رښتیا څه پیښیدونکي دي دا به یو څه وخت وروسته حالات ځواب کړي.
وروستي