د جدي شپږمه یوه توره ورځ

(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، مرغومي ۵مه) د افغانستان په زرین تاریخ کېد جدي شپږمه د تاریخ د تورې ورځې په نوم یادېږي.
له نن څخه ۳۸ کاله وړاندې په همدې ورځ یعنې د ۱۳۵۸هـ ش، کال د جدي/ مرغومي په ۶مه نېټه، څه باندې ۲۵ زره شوروي پوځيان افغانستان ته راغلل.
ویل شوي، چې شوروي پوځیانو پیاوړي پوځي تجهیزات او هوایي ځواکونه هم لرل او وروسته د شوروي عسکرو شمېر ان له یونیم لکو څخه هم واوښت.
ښکاره شوروي ځواکونو د ببرک کارمل په بلنه د افغانستان پر پاکې خاورې یرغل وکړ.
وايي؛ هغه وخت د شوروي سرو لښکرو د تاج بېک په ماڼۍ حمله وکړه او خلق دیموکراتیک ګوند مشر حفیظ الله امین یې وواژه او کارمل د تاشکند له راډیو څخه د حفیظ الله امین د رژیم د نسکورېدو اعلان وکړ.
یرغلګر شوروي ځواکونه تقریباً نهه کاله په افغانستان کې پاتې شوي و. بلاخرهد افغانانو په پراخه کچه پاڅونونو او وسله والې مبارزې په پایله کېله افغانستانه ووتل.
په دغو مبارزو او هڅو کې افغانانو خپل یو نیم میلیونه اولادونه شهیدان ورکړل.
پر افغانستان د شوروي اتحاد له امله، په لکونه نو افغانان ټپیان او معلول شول او دغه راز په افغانستان کې سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او داسې نور جوړښتونه سخت زیانمن او یا هم له منځه ولاړل.
د شوروي د دغه عسکري یرغل سره، د افغانستان په میلونونو خلک مهاجرت اړ شو او لا تر اوسه د نړۍ په نورو هېوادونو کې په پردیسۍ کې ژوند کوي.
افغانستان باندې د شوروي یرغل پایله دا وه، چې دلته یې د اقتصادي پایې ونړلوې. خصوصي ستکور یې له منځه یوړ او بهرنۍ پانګه یې هم له صفر سره ضرب کړه.
په پای کې هېله ده، چې افغانان همداسې لکه څنګه چې د شوروي په وړاندې یو لاس شوي وو؛ باید تل او د هر چا پر وړاندې په اتحاد وه اوسي، تر څو بیا خپل ګران افغانستان د نورو هېوادونو په لاس ورنه کړي.