د ډیسمبر ۲۵مه د حضرت عیسی(ع) زوکړې ورځ

(روهي ـ ۱۳۹۶هـ شو، مرغومي ۴مه) ۱ــ له نن ۲۰۱۶ کاله وړاندې په همدې ورځ (د ډیسمبر په ۲۵مه) نیټه د خدای ج لوې پیغمبر حضرت عیسی بن مریم ع د فلسطین په بیت الحم ښار کې دې نړۍ ته سترګې ورغړولې.
حضرت عیسی بن مریم د معجزې په ډول ، د حضرت مریم غوندې له یوې مقدسې او باکرې مور څخه وزږید.
هغه په زانګو کې په خبرو پیل وکړ او د خپل نبوت زیری ېې ورکړ .
په قرانکریم کې د دغو معجزو په ښکاره توګه یادونه شوې ده .
د آلعمران سورې په ۴۵ آیت کې داسې راغلې دی: [ (په یاد راوړه )هغه وخت چې پریښتو وویل : اې مریمې خداې ج تاته په یوه کلمه زیرئ درکوي چې د هغه نوم مسیح ، عیسی د مریم زوی دی او په دنیا او آخرت کې آبرو مند اود خداې ج له مقربینو څخه دی ] حضرت عیسی ع د ژوند په اوږدو کې تل بې چاره او محرومو خلکو ته ځانګړې پاملرنه کوله او د هغوې مرسته ېې کوله .]

۲ــ بل خوا ۱۰۶۶ کاله وړاندې د ۳۶۶ هـ ق کال د محرم په ۱۹مه نیټه د آل بویه کورنئ امیر حسن بویه چې په رکن دوله دیلیمي ملقب و وفات شو .
ویل شوي چې هغه د ایران په سویل او لویدیځ حکومت کاوه .
آلبویه د مشهورو مسلمانو ایراني کورنیو څخه ده چې له ۳۲۰ هـ ق کال را په دې خوا ېې د ایران په پراخه سیمه ، عراق او د شام تر شمالي پولو حکومت کاوه .

۳ـــ ۳۴۵ کاله وړاندې د ۱۶۶۵ میلادي کال د ډسمبر په ۲۵مه نیټه فرانسې د څلورم لوېې د پاچاهی په پړاو کې د برتانیا له دولت سره د سیاسی ،اقتصادي او ښکیلاکي سیالئ په لړ کې په ختیځ هندوستان کې فرانسوي کمپنئ جوړه کړه .
په ختیځ هند کې د فرانسوي کمپنئ د جوړیدو په پایله کې پر هند د انحصاري تسلط لپاره د فرانسې او انګلیس تر منځ ګڼ شمیر جګړې وشوې ځکه په هند او شااو خوا سیمو کې د انګلیس او فرانسې ټول ښکیلاکې فعالیتونه د همدغو کمپنیو له خوا تر سره کیدل .
۴ـــ له ننه ۳۸ کاله وړاندې د ۱۹۷۹ ميلادي کال د دیسمبر په ۲۵مه نیټه د فلسطین ۳ تنه لوړ پوړي چارواکي د صهیونیستي رژیم د جاسوسي شبکې موساد، د لاس پوڅو له خوا ترور شول .
د فلسطین د آزادي غواړي سازمان امنیني مسئول (علي حسن سلامه) په بیروت کې په خپل موټر کې د بم چاودنې په اثر ووژل شو ،د همدې سازمان د سیاسی دفتر غړئ (سمیر طوقان ) په قبرس کې د موساد د لاس پوڅو له خوا ترور شو .او په کویت کې د همدې سازمان استازئ ( علي ناصر یاسین ) دریم کس وو چې په همدې ورځ ووژل شو .
موساد د غو بې رحمه ترورونو په کولو سره غوښتل چې خپل ځواک وښېې خو دې جنایتونو نړۍ ته تر ټولو زیات په ترور د صهیونیستي رژیم تکیه په ډاګه کړه چې د خپلو نا مشروع موخو د لاس ته راوړلو لپاره ېې د نړۍ په هره سیمه کې تر سره کوي .