
د جدي شپږمه هغه توره ورځ ده، چې د افغانستان په تاریخ کې به د تورې ورځې په حیث پیژندل کیږي او لا به یې په یاد سره د شورویانو له خوا د لکونو افغانانو شهادت تر پیړیو پیړیو پورې په یاد کې پاتې وي.
اې د جدي د شپږمې تور ماښامه
افغانان د ډیر کړل تیت په وطنونه
د جدي شپږمه د روسانو د سره لښکر د راتګ ورځ ده؛ په دغه ورځ ببرک کارمل او دده ملګري په ډېر حجالت او سرټیتي حالت د روسانو په مستقیمه همکارۍ کابل ته راغلل او دی او ملګري یې د روسانو په واسطه په دولت کې ځای پر ځای شول.
د روسانو په راتګ هر څه لا پسې ګډ وډ شول او ددوی او د افغانانو په مابین کې جګړې لا زور واخیست؛ چې بالاخره پایله یې بیا هم ددوی لپاره منفي او بې ګټې وه.
د روسانو یا شورویانو د راتګ هدف دا و چې تر څو پرچمیان د خلقیانو په مقابل کې قوي کړي، مجاهدین چې د همدغه د دوی پلوي رژیم په خلاف یې جنګ کاوه وځپي او د هند سرو اوبو ته ځانونه ورسوي، خو نه دا چې ددوی دغه هیلې پوره نه شوې بلکې په کال ۱۹۸۹م کې دوی د شرموونکې ماتې وروسته له دې هیواده ووتل.
په افغانستان کې د شوروي په څلوېښتم لښکر کې نږدې یو میلیون شوروي سرتېرو دندې اجرا کړې، د دوي د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د دوی ۱۷۰۰۰ اولس زره شوروي سرتیري وژل شول او په لسګونو نور یې ټپیان او تري تم شول؛ د شوروي د هغه وخت د خارجه وزیر له قوله شوروي په دې موده کې نږدې سل (۱۰۰) ملیارده توان ولیده.
باریس ګروموف دوه ځله په افغانستان کې د څلویښتم لښکر قومندان په توګه پاتې شو؛ د شوروي ورستني مشر میخایل ګورباچوف افغانستان ته د شورویانو را تګ یوه تاریخي تېروتنه بللې وه؛ ولې باریس ګروموف بیا د افغانستان نه د شوروي قواو وتل یوه تاریخي تېروتنه بلله خو په وروستیو کې ګروموف هم د شورویانو افغانستان ته تلل ستره تاریخي نه جبرانیدونکي غلطي او اشتباه وبلله.
شوروي یعنې څه؟
شوروي اتحاد چې په کال ۱۹۲۴ کې د هغه کمونېستانو له خوا را منځ ته شو، کوم چې په ۱۹۱۷ م کې په روسیه کې د انقلاب وروسته د لینېن په مشرۍ لا پسې ځواکمن شول، پلازمېنه یې د روسیې اوسنۍ پلازمېنه مسکو و؛ د لینېن په مرګ سره چې د کارل مارکس او انګلس څخه وروسته د کمونېستانو ستر مخکښ و، تر شا یې یو داسې له تشدد څخه ډک او ځواکمن انسان د شوروي د مشر په توګه پریښود، چې نه یوازې د کمونېزم ریښې یې په شوروي کې بلکې ټوله نړۍ کې هم په ډیرې تیزۍ سره خپرې کړې، دغه سړی جوزف ستالېن و چې ده ته د زواق په نقلیدو کې په شوروي کې په ملیونو خلک ووژل شول.
ستالین چې کاملا یو دیکتاتور و، تقریبا د ۲۷ کالو لپاره په قدرت کې پاتې شو او په دې کې یې د شوروي لپاره ستر کارونه تر سره کړل، دده په دوران کې دویمه نړیواله جګړه واقع شوه.
په کال ۱۹۵۴ م کال کې د شوروي څارګره اداره کې جي بي جوړه شوه چې دغې خطرناکې جاسوسي ادارې په نړۍ او منطقه کې ستر فعالیتونه لرل او کوښښ یې کاوه چې په سیمه کې هغه موانع له مخې پورته کړي چې د شوروي په مخ به دریدل.
د شوروي په ړنګیدو د منځنۍ اسیا جمهوریتونه، د قفقاز سیمې جمهوریتونه، د بالتیک غاړې جمهوریتونه ؛ روسیه ، یوکراین، بیلاروس او نور د ختیځې اروپا هیوادونه ازاد شول.
د افغانستان نه د شورویانو په وتلو سره شوروي هم روغ پاتې نه شو، بلکې په ۱۹۹۱ م کال کې دغه پراخ دولت دړې وړې شو او نړۍ دد دغه ستر دولت له ګواښوونکي وجود څخه ارام شوه.
د شوروي په وتلو او ړنګیدلو بیا هم افغانستان ته سوله رانغله په ۱۹۹۲م کال روس پلوه نجیب رژیم سقوط وکړ خو دهغه وخت ځینو جهادیانو او اسلامېستانو په دې خاوره کې داسې جنایتونه او ورانۍ وکړې چې تېرو کمونستانو او شوروي پلوه خلکو پاڼه هم یې سپینه کړه.