
مور مې په یوه سترګه ړنده وه. په ماشومتوب کې یې د یوې پېښې له کبله خپله یوه سترګه له لاسه ورکړې وه. زه د ښوونځي په درېیم ټولګي کې وم او ورور مې په لومړي ټولګي کې زده کړې کولې. ماته مې د مور څېره دومره عادي شوې وه، چې په رسامۍ کې مې هم د هغې د سترګې نقص ته پام نه کاوه او تل به مې یې دواړه سترګې رسمولې. کله به چې په موټر او کوم پارک کې ماشومانو د خپل مور او پلار څخه زما د مور د سترګې په اړه پوښتنه کوله او دوی به د ځواب پر وخت دا هڅه کوله، څو پرته له دې چې مور مې ورته پام وکړي او هغه نا ارامه کړي، نو زما ایله فکر شو، چې مور خو مې یوه سترګه نه لري.
یوه ورځ مې ورور له ښوونځي راغئ او د مور په لیدو یې په ژړا پیل وکړ. مور مې هغه په غېږ کې ونیو او د ژړا لامل یې وپوښت. ورور مې د رسامۍ کتابچه ورته وښوده. مور مې کتابچې ته په کتو سلګیو ونیوه او هڅه یې کوله، چې په ستوني کې خپله ژړا غلې کړي. هغې کتابچه په ځمکه کېښوده او ورور مې يې په غېږ کې واخیست او ښکل یې کړ او ورته یې و ویل، چې سبا به ښوونځي ته ورسره لاړه شي او د رسامۍ له ښوونکې سره به خبرې وکړي. ورور مې خپلې اوښکې پاکې کړې او له خپلو ملګرو سره د لوبو لپاره کوڅې ته په منډه شو. مور مې پخلنځي ته لاړه. زه ټيټه شوم او کتابچه مې را پورته کړه. د خپل ورور رسامۍ ته مې وکتل او له هغه وخت څخه د نجلۍ او هلک په توپیر وپوهېدم.
موضوع د خپلو کورنیو د غړو د څېرې رسمول وو. ورور مې د مور انځور داسې رسم کړی و، چې زما او د هغه لاسونه یې په خپلو لاسونو کې نیولي وو. هغه مې د مور یوه سترګه نه وه رسم کړې او پر ځای یې یو تور خال رسم کړی و. د رسامۍ ښوونکې په دې تصویر کې زما د مور له یوې سترګې څخه په سره قلم حلقه کښلې وه او لاندې یې ورته لس نمرې ورکړې وه او لیکلي یې وو، چې زویه دقت کوه، هر انسان دوه سترګې لري.
د دې رسامۍ په لیدو مې له سترګو اوښکې لاړې. له ورور څخه مې کرکه وشوه. پخلنځي ته لاړم او له مور څخه مې د شا له خوا په داسې حال کې لاسونه تاو کړل، چې پیاز یې سپیناوه. هغې ماته ډاډ راکړ. ومې ویل، چې خی زه ولې په رسامۍ کې هر وخت ستا دواړه سترګې رسموم؟ له خپل ورور نه مې کرکه وشوه او په همدې خبرو کې مې په چغو چغو وژړل...
مور مې په ځمکه ګونډې ووهلې او ماته یې وکتل. اوښکې مې یې پاکې کړې او ویې ویل، چې ژاړه مه! ته باید له خپل ورور څخه کرکه ونه کړې، هغه یو هلک دی. هلکان په حقیقت کې تر جینکیو ډېر ژور لید لري. هغوی هر شی چې څنګه دي، داسې ویني. مګر جینکۍ یوه شي سره چې کوم ډول مینه لري، په هغه ډول ویني. وروسته یې زه ښکل کړم او ویې ویل، چې له دې وروسته ته هم په خپلو رسامیو کې ځیرکه اوسه او نورې رسامۍ دې په سم ډول رسموه.
د هغې ورځې پر سبا زه او مور مې د ورور ښوونځي ته لاړو. د تفریح وخت و. مور مې د مدریر خونې ته لاړه. مدیرې له ستړي مشو وروسته زما د مور د راتلو علت وپوښت. مور مې و ویل، چې راغلې یم، څو د لومړي ټولګي د رسامۍ له ښوونکې سره وګورم.
مدیرې وپوښتل، چې کومه ستونزه خو به نه وي را منځ ته شوې؟ مور مې ځواب ورکړ، چې ستونزه نشته، د رسامۍ له ښوونکې پرته مې د زوی ټولې ښوونکې پېژنم، راغلې یم، څو له هغې سره هم پېژندګلوي ولرم.
مور مې مدیرې له خپل ځان سره د ښوونکو ادارې ته بوتله. مدیرې یوې ښکلې او ځوانې نجلۍ ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې دا مو د زوی د رسامۍ ښوونکې ده. ښوونکې ته یې هم و ویل، چې دا په پلانکي ټولګي کې د پلانکي هلک مور ده.
مونږ په داسې حال کې ادارې ته ورننوتلي وو، چې ټولې ښوونکې په چای څښلو لګیا وې. مور مې هغې ته خپل لاس ور وغځاوه او ستړي مشي یې ورسره وکړل. څو شېبې مې مور او ښوونکې یوې او بلې ته کتل. مور مې و ویل: له لیدو مې ډېره خوښه شوم.
ښوونکې و ویل: زه هم خوشاله شوم.
مور مې له نورو ښوونکو سره هم ستړي مشي وکړل او دا چې په دې وخت کې د دوی مزاحمه ګرځېدلې وه، بښنه یې تر وغوښته او له ټولو یې خدای پاماني وکړه او ترې را ووتو. د رسماۍ ښوونکې مې په مور پسې را ووته او په داسې حال کې چې بدن یې لړزېده، ویې ویل. ما وبښئ! زه نه پوهېدم...
مور مې یې خبرې ور پرې کړې او ورته یې و ویل، چې هیله کوم، مهرباني وکړئ، چای مو سړیږي.
ښوونکې یو ګام مخکې راغله او غوښتل یې چې څه و وایي؛ خو مور مې ورته و ویل: فکر کوم د یوه ځیرک ماشوم لپاره لس نمرې ډېرې کمې دي. همداسې نه ده؟
ښوونکې و ویل: بلکل! دا ستاسو حق دی.
ښوونکې یو ځل بیا مې د مور لاسونه په خپلو لاسونو کې ونیول او ټینګ یې کړل او په لړزېدلو الفاظو یې مخه ښه وکړه.
په هغه وروځ مې ورور په خندا خندا کور ته را د ننه شو او چې څنګه مې یې مور ولیده، خپله د رسامۍ کتابچه یې وغوړوله او نمرې یې ورته وښودې. ښوونکې په لسو نمرو کرښه کښلې وه او شل نمرې یې ورته لیکلې وې. ورور مې ډېر خوښ و او ویل یې، چې ښوونکې راته و ویل، چې کتابچې ته دې باید ښه فکر وکړم، تېره ورځ رانه تېروتنه وشوه او شل نمرې یې راکړې. مور مې ورته وموسکل او په مخ یې ښکل کړ او ورته ویې ویل: هو! زما د زوی رسامي ډېره غوره ده.
او په داسې حال کې چې د ورور مې پام نه شي، مور مې راته سترګه و وهله، چې کنه؟
ما هم ځواب ورکړ، چې هو! ډېره ښایسته رسامي دې کړې ده. مګر اواز مې ولړزېده او ومې نه شو کولی، چې په ستونې کې خوټېدلې ژړا مې ایساره کړم. ورور مې په حیرانۍ راته وکتل، چې ولې ژاړې؟
ما ځواب ورکړ: اخ! زه یوه نجلۍ یم؟