ډاکټرانو په هند کې د یوه ناروغ له خېټې ګیلاس راوباسه

دا به مو ډیر اوریدلي وي چې د یوه مریض په خېټه کې د عملیاتو قیچي او یا هم مخصوصه چاړه پاتې وي مګر دا لا د ډیرې حیرانتیا خبره ده چې په هند کې د یوه ناروغ له خیټې یو ګیلاس راوباسل شو او هغه هم د سټیل ګیلاس.

د هند په مدهیه پردیش سیمه کې یوه ۵۵ کلن سړي په خیټه کې له قوي درد څخه شکایت درلود، نو ډاکټرانو یې معاینه وکړه چې په پایله کې څرګنده شوه چې د نوموړي په معده کې د وسپنې یو ګیلاس دی.

د جیو نیوز په حواله ویل شوي چې ډاکټرانو تر عملیات وروسته د ناروغ له معدې څخه ګیلاس راوباسه، مګر ناروغ دا ونه ویل چې څنګه دا ګیلاس دده معدې ته ورداخل شوی دی.