
هره ټولنه د یو ستر ملت او ګڼو وګړو څانګه وره ونه ده، چې د تاریخ د اوږدمهالو کږلېچونو په رڼا کې؛ همدا وکړي د ژوند له کړاونو سره له اوږدې مبارزې وروسته، سرونه له درانه خوبه را پورته کوي او د خپل سوکاله ټولنیز ژوند د ټینګښت او پایښت له پاره په خپله ټولنه کې د کړاونو د کمښت په موخه دې ته ځانونه تسلیموي، چې یو نظام را منځته کړي او ددې نظام د ادارې له پاره په یوه ټول منلي مشر پسې اقتداء کوي؛ نو دا ډول نظام ته دیموکراتیک دولتي نظام ویلی شو.
کله چې وګړي د ټولنیز ژوند د هر اړخیز رغښت او پایښت په موخه د خپلې ټولنې له پاره د یو دولت بنسټ ږدي، طبیعي خبره ده، چې دوی به د خپل کار د پښېمانۍ احساس نه کوي، خپل کار او کور به په خپله نه ورانوي او په یووالي به د خپل رغولي نظام ملاتړ کوي.
زموږ.اوسنی نظام چې د هېواد په کچه د یوه ستر عامه ذهنیت او ملي روحیې په ترڅ کې را منځته شوی؛ که څه هم په ځینو برخو کې به یې ستونزې موجودې وي؛ ستر ملت، عامه ولسونه او ځوان نسل یې ددې له پاره ملاتړ کوي، چې قانون تر پخوا په ښه توګه پلی شي، کار اهل کار ته وسپارل شي، د وزګارتیا لمنه ټوله، حقوق تامین او د سولې واقعي ګامونه اوچت شي او دا خاوره د ژوند کولو له پاره د یوې ګرمې او نرمې بسترې حیثیت غوره کړي.
هغه څه چې عام ولسونه ترې سر ټکوي او هغه څه چې دوی ترې رنځ وړي؛ د دولت او نظام سرخوږی ګرځېدلی، هم یې ټولنیزه ګډوډي را منځته کړې او هم یې د قانون په حاکمیت، واقعیت او حقیقت تور داغ ایښی دئ.
د ژوند کولو له پاره ډاډمنه فضاء، د کسب او کار تامینول، د غلو، غاصیبینو او نورو هغو ورانکارو مخنیوی چې قانون زیانمنوي په پام کې نیول د ولسونو له غوښتنو څخه دي او تل په دې برخه کې د دولت ملاتړي دي. دغو ټکو ته د دولت جدي پاملرنه په دولت د ولسونو باور لا پیاوړی کوي، ځکه چې هر وګړی مو اوس په دې پوهېږي چې ګټې مو خوندي دي او حقوق مو تر پښو نه لاندې کېږي؛ نو دا په ځان حق ګڼي چې د ابادۍ، پرمختګ او سوکاله ژوند د پراختیا په موخه مبارزه وکړي او د عامه پوهاوي په برخه کې لا ګړندي شي.
فکر نه کوم چې غل، غاصب، دښمن، مخالف، ترهګر او نورې ورانکارې کړۍ یو عامه افغان وګړی هم وزغملی شي او نه به یې ملاتړ وکړي. دا ولسونه اوس یوازې او یوازې هوډمن ولسمشر ته اړتیا لري، تر څو قانون پلی کړي او حق حقدار ته وسپاري او زورواکۍ ته د پای ټکی کېږدي.