د خاوند او مېرمنې له پاره د ګډ کورني ژوند ښکلاوې

 
خاوند په لغت کې څښتن، صاحب، د یو شي یا ملکیت لرونکي او نورو ته وايي په اصطلاح کې د مېرمنو له خوا هغه شخص ته ویل کیږي، چې له هغې سره د ژوند تر پایه ګډون او همغږي ولري.
خاوند ته په عامیانه اصطلاح کې مېړه هم وايي، چې مېړه هم په لغت کې دروند شخصیت، غیرتي شخصیت، عزتمن شخصیت، د قدر وړ شخصیت مېرمن پالونکي مهربان شخصیت، په کلي کور کې له نېک نوم څخه برخمن شخصیت او نورو ته ویل کیږي.
زموږ په ولس او ټولنه کې د ښځینه له پاره په بېلابېلو سیمو کې د مېرمنې، ښځې، ارتینې، ماینې، کډې، تورسرې، ناموس نومونه او کلمې کاروي، خو کله کله ځینې مهربان نارینه د خپلې مېرمنې له پاره له مینې ډک مستعار نومونه هم ږدي، چې مېرمنې ته یې په ویلو او نوم اخیستلو ډېر ارام او سکون پيدا کیږي او له نازه تکه سره شي.
د دې پر ځای چې یو څوک خپلې ښخې یا مېرمنې ته د ښځې، مېرمنې، ارتینې، ماینې، کډې او تورسرې نوم اخلي ښه ده، چې په خپل نوم یې یاده او ځان ته را وبولي؛ که دا هم ښه نه ورته ښکاري نو یو ښایسته مستعار نوم دې ورته غوره کړي او تل دې ورته په هغه نوم غږ او ناره کوي.
مېرمن په خپل ذات کې د نړۍ د انسانانو پراخوونکې او تر ټولو ارزښتمنه او قیمتي الهي ډالۍ ده، چې خدای تعالی د ځمکې په سر د نارینه وو تر څنګ هست کړې او نړۍ ته یې جلا رنګ او ښکلا وربخښلې ده.
ټولو ښځینه وو ته، چې واده شوې وي په ټولنه کې د خور، ترور او مور غږ کولی شو او هغو انجونو ته چې لا واده شوې نه وي د خور خطاب کولی شو، خو په اداري او رسمي چوکاټ کې بیا د هرې ښځينه له پاره، چې واده کړې وي د (مېرمن) او هرې نا واده شوې نجلۍ له پاره د (پېغلې) کلمه کارول کیږي.
الله تعالی ځمکه او اسمان په بېلابېلو کایناتو ښایسته او رنګین کړي دي، چې په ځمکه یې د غیر ژوندیو موجوداتو او نورو طبیعي ښکلاوو او کایناتو تر څنګ ژوندي موجودات د یو ذات د ستایلو او د ځمکې په سر د ژوند کولو له پاره پيدا کړل.
په ټوله نړۍ کې د ځمکې په سر انسان ته تر نورو موجوداتو لوړ او اشرف المخلوقات مقام ور کړل شو، چې تفکر یې د نړۍ په ظاهري جوړښت کې ستر بدلون راوستی دی.
د نړۍ انسانان د الهي خلقت پر بنسټ په دوه ډلو ویشل شوي دي، چې یوه ډله نارینه او بله ډله ښځینه دي. نړۍ چې له اسلامي او غیر اسلامي ځمکنیو ټولنو جوړه شوې په دواړو کې ښځینه او نارینه ژوند کوي؛ خو په ټولنیز او کورني ژوند کولو کې یې بېلابېل توپيرونه موجود دي.
په غیر اسلامي ټولنو کې د ښخینه او نارینه وو ټولنیز یا ګډ کورنی ژوند هومره له مینې او محبت ډک نه دی؛ لکه څنګه چې په واقعي توګه په اسلامي ټولنو کې د قدر او عزت وړ دی؛ د بېلګې په ډول: په اسلامي ټولنو کې نارینه او ښځینه تر هغه وخته یو بل ته د نژدې کېدو حق نه لري تر څو چې یې په شرعي توګه یو بل سره نکاح نه وي شوې؛ که چېرې سره یو ځای او له حد سره تېر شي شرم او حیا ته یې زیان اوړي، له الهي احکامو سرغړونه بلل کیږي او په ستره ګناه کې ښکېل کیږي.
بل دا چې که د هلک او نجلۍ نکاح سره تړي؛ نو شرعي عمر او بلوغ ته باید رسېدلي وي. په اسلامي ټولنو کې له مور، خور، ترور، لور، ننګور او ... سره نکاح کول شرعآ او کامل جواز نه لري؛ خو په ځینو غیر اسلامي ټولنو کې دا ډول کار ته دومره پاملرنه نه کیږي او د زنا تر سرحده تېری کوي.
دا چې موږ مسلمانان الحمدالله په اسلامي ټولنه کې ژوند کوو؛ نو خدای تعالی راته د ګډ ژوند سپارښتنه کړې او په هغه کې یې موږ ته د ډېرو حکمتونو ډاډ راکړی دئ.
په هره ټولنه کې انسانان دوه ډوله ژوند کوي:
الف: ګډ ټولنیز ژوند.
ب : ګډ کورنی ژوند.
الف: ګډ ټولنیز ژوند په ټولنه کې په ټولو نارینه او ښځینه وګړو پورې اړه لري، چې په اسلامي چوکاټ کې یو بل ته د ورورۍ، یووالي، همغږۍ او مرستې لاسونه سره ورکړي او د یو او بل په خیر او شر کې ځانونه شریک وګڼي.
ب :  ګډ کورنی ژوند یوازې په ښځه او خاوند پورې تړلی دی، چې د ګډ ټولنیز ژوند پر نسبت یې ساحه محدوده ده، یوازې په خپلو کې په دوی پورې د تړلیو اړیکو، رازونو، اړتیاوو، غوښتنو، معاشرت او دوی پورې د ځانګړو مسایلو چوکاټ په بر کې نیسي.
دا چې خاوند او مېرمن ګډ کورنی ژوند باید په څه ډول پيل کړي او کومې وړتیاوې او مهارتونه د دوی د ژوند د ښکلا، بریا او خوښیو لامل ګرځي؟ په لاندې کرښو کې به څرګند شي.
یو بهرنی پوه (سټیفن ارکوی) د ګډ کورني ژوند په اړه د بریا او خوښۍ بېلابېلې لارې ښوودلې دي، چې په کورني ژوند کې خاوند او مېرمن ته ډېر سکون ور په برخه کوي.
نوموړی پوه په خپل کتاب (The 7 habits of highing families  د بریالیو کورنیو اوه عادتونه) کې لیکلي: (( مینه یو عمل دی؛ خو هالیووډ له دې عمل څخه جذبه جوړه کړه، مینه یوه عاطفي کړنه ده، که خاوند او مېرمن یو له بل سره مینه ولري او دا عاطفي کړنه په ټول عمر په ځان عملي کړي؛ نو کورنۍ ژوند به یې ټول عمر ښکلي ارام او بریالی وي.))
د اسلام له نظره د مینې کولو حد او شرایط ټاکل شوي او هر انسان د همغو حدودو په چوکاټ کې له بل انسان سره د مینې اظهار کولی او ورکولی شي.
تاسو به ډېر داسې ځوانان لیدلي وي، چې له خپلو مېرمنو سره یې اړیکې ښې نه وي او داسې مېرمنې به مو هم لیدلې وي، چې له خپلو خاوندانو سره یې اړیکې خړې پړې وي، په داسې حالت کې دا ډول وګړو ته یو کار هم خوند نه ورکوي او نه کوم کار په خوښۍ او علاقه مندۍ سره ترسره کوي. په یاد ولرئ که چېرې د خاوند او مېرمن په یو بل باندې د مینې او مهربانۍ پاملرنه وي کورنۍ ژوند به يې له خوښیو ډک او د بریاوو خزانه به وي.
خاوند او مېرمن ته د ګډ کورني ژوند څو جنتي ډالۍ!

  • خپلې مېرمنې سره مینې ته تر پخوا ډېر ارزښت ورکړئ او د هغې له پاره پر کاغذ یوه مناسبه، مینناکه او زړه را ښکونکې جمله ولیکئ او په داسې ځای کې یې ولګوئ، چې په ورځ کې یې یو ځل حتمآ سترګې پرې لګیږي.
(سټفن ارکوی)
 
  • په مناسب وخت کې یو بل ته مناسبه ټوکه یا جالبه کیسه واوروئ.
  • په مناسب وخت کې د یو بل په وېښتو کې ګوتې ووهئ.
  • په خبرو خبرو کې یو بل ته مینه ورکړئ د ترخو حالاتو له یادولو ډډه وکړئ.
  • د خبرو پر مهال یو بل ته ګورئ او له خبرو خوند واخلئ.
  • کله چې سره مخ کېږئ؛ نو یو بل ته په موسکا سره ګورئ.
  • د غوره کار په ترسره کولو کې له یو بل مننه وکړئ، ښکول یې کړئ او د لا بریا هیله ورته وکړئ.
  • په مناسب وخت کې یو بل ته مخامخ درېږئ، لاسونه سره ورکړئ او د ورځني ژوند د سمبالښت په پار په خبرو اترو پیل وکړئ.
  • د هغه نیک کار په کولو کې تل هڅاند اووسئ، چې خاوند مو پرې ډېر خوښیږي.
  • یو بل ته ډالۍ ورکول عادت وګرځوئ او تر ټولو غوره ډالۍ ګل، قلم او کتاب دئ.
  • کله ناکله خپلو ماشومانو سره په لوبو کې ګډون کول، تاسو او ستاسو بچیانو ته د ذهني سکون چاپیریال برابروي او د خوښیو په رازونو مو پوهوي.
  • د ګډ کورني ژوند خبرې په غور سره اورئ او تل پام ورته کوئ.
  • کور ته د خاوند په راتګ سره هغه ته یو ګیلاس اوبه راوړل د ثواب ترڅنګ ستا عاطفي کړنه او خاوند ته د لا  ګرانښت لامل ګرځي.
له پورتنیو یادو خوږ خبرو پرته ډېرې نورې له مینې ډکې جمله ګۍ شته، چې خاوند او مېرمن یې باید په ګډ کورني ژوند کې په پام کې ونیسي. یو بل ته ښایسته الفاظ او کلمې کارول، د ناز، مینې او محبت خبرې کول، یو بل ته ټوکه، طنز، د کوچنیوالي خاطره بیانول، شعر ویل او نور د کورني ژوند د بریا نخښې دي، همدا ټکي په پام کې نیول په کوچنیانو او ماشومانو کې هم د مینې او عاطفې مشالونه ځلوي، هغوی هم په همدې لار روزل کیږي او ژوند به يې ښایسته او ښایسته وي او تاسو به هم د ژوند له کړاونو په امن کې اوسئ، اصلآ به ترخجنو حالاتو ته وخت نه مومئ، چې پر تاسو غلبه وکړي؛ ځکه چې تاسو به یو بل ته د مینې ښوونځۍ پرانیستی وي او تل به په کې د زړونو د راز او نیاز سبقونه جاري وي.
 
     لیکوال: لطف الله صابر