
د مخالفینو د مثبتو ټکو د ستایلو جراءت:
په هغه ټولنو کښې چې منفي کردارنو او نا سالم رقابتونه د هر پیل لپاره نیت وي، نو ممکنه نه دي چې هغوي دي د زماني پړاونه و وهي، د بدلون شاهدان دي اوسي او په ټوله کښې د عصر له غوښتنو او اړتیاوو سره دي ځان برابر کړي. یو ملت کيدل، د واحد نړیوال نظم لپاره کار او د راکړي ورکړي په سیالي کښې دي بریالي اوسي.
ښاغأي ضعیف صیب زموږ د دغه ورک جوهر چې د ګډ حکومت د ملي یوالي د نوم سربیره د کومو خرمستیو سره مخ دي او د دغه ارزښتونو بوی هم نه ترینه راووزی، رنګ راوړل خو یې محال ګورم د د کتاب په بیلابیلو برخو کښې یې د داسي چلبازو، دهکه مارو، قسم خوړلیو او د سر د قاتلینو مخالفینو مثبتو اړخونو څخه یادونه کړي چې دا له یو اړخه د هغه په هر اړخیز او بی کیني شخصیت دلالت کړي، بل لور ته د سولې، واحد افغانستان او طالب د دښمنانو د ستمځوکي او ځانچاري په صمتي، قومي او تنظیمي تورو زغالو ته ورته تیارو فکرونو د تحجر ښه انځور هغه لوی اکثریت ته چې د افغانستان ولس دي وړاندي کوی، هغوي چې د دوي د کرغیړنو تبلغاتو په توسط یې څه کم ۲ لسیزی دغه ورور او نه بیلیدونکې ولس د سولې، خپلواکي او ریښتیني نیکمرغي څخه د ویري او عصبیتپه فضا کښې په بیلتون کښې ساتلي وو.
د بیلګه په توګه د کتابپه ۲۸ مخ کښې هغه په داسی حال کښې چې نوموړي تنظیمی ټوپکماری د ګران افغانستان د ملي شتمني او اقتصادی صنعت په چور، لوټماری او خیانت تورنوی مګر په عین حال کښې د خپل یو سرسخت دښمن تورن اسماعیل خان ستاینه کوی هغه لیکې:
د هرې سیمې نظامي او ملکې شتمني یې لوټ کړې، ټانګونه او طیارې چې د افغانستان تر ټولو لویه شتمني وله هغه به یې په ګاز او اکسیجن سره اره ( پري، ټوټه ټوټه ) کولي او پاکستان ته به یې، هلته به یې د عادي اوسپنو په بیه په ډیر تیټ قیمت پلورلی، یوازنی شخص چې تر ډیره یې په خپله سیمه کښې د بیت المال مالونه سالم ساتلي و، هغه د هرات تورن اسماعیل خان و.
یا تر هغه ور وروسته د کتاب په ( ۱۱۲ مخ ) کښي لیکي : خو د دي نیمګړتیاوو سره سره اسماعیل خان په منطقه کې نسبي امنیت راوستي و.
بل ځاي د کتاب په (۲۴۹ مخ ) کښې يوځل بیا د افغانستان د تجزیه اړوند د رباني ستاینه کړي هغه څوک چې ځان یې د دي هيواد ولسمشر بلل مګر د امریکایي یرغلګرو څخه يې د طالبانو په غټو، غټو بمونو بمباردول غوښتل مننه کړي او وایي: خو بیا هم له رباني صاحب څخه ډېره ډېره مننه کوو، چې د دغه دام په لومه کي ډېر تاو را تاو سو خو تر پایه پورې یي له دغه کار ( تجزیه ) څخه ځان وژغوره، چي دا د ده ښه صفت او د ستایلووړ کار و، که څه هم چي په ده کي د قدرت لیوالتیا ډېرزیاته وه، خو بیا يي هم یو ملي فکر درلود.
د کتاب په (۲۸۶ مخ ) کښې د یوناځوانه، چلباز او مکار دښمن احمدشاه مسعود د مرګ په بحث کښې د هغه یو شمیر جهادی هڅي ستایي او لیکي : احمدشاه مسعود د شوروي اتحاد د یرغل په اولو پړاوونو کې ډېر ښه جهاد وکړ او له سالنګ څخه بیا تر کابله پورې همدارنګه د سالنک په هغه بله خوا تر خنجان پورې به د ده ځواکونو شوروي اتحاد تیرېدونکو عسکر ځپل که څه هم ده یوازي دا کار نه تر سره کاوه.
طالبان د تنظيمي ټوپکماري اوحشتپه وړاندي د ټولنیز عسکلعمل زیږنده:
د ليکوال د نقل په اساس چې د کتاب اساسي موخه د طالب فسلفی وجود او د طالبي خوځښت د ناویل شويو او کتمان شویو حقایقو وړاندي کول دي د تاریخ عدالت او د ولسونو قضاوت ته، په لسګونو ځاي د مختلفو موضوعاتو اړوند هغه څه چې طالب یې د یو ولسي استازي حرکت په توګه لکه د اروپا رنسانس راوټکول د حاکم تنظيمي وحشت، شرارت او فساد چې د جنایت او خیانت تر سرو کرښو هم اوښتي په ځنځیري ډول د ټوپکماري هیښونکي بیلګي راوړي. هغه څه چې لیکوال غواړي مخاطب مجبورا د زماني د جبر او اکرا سربیره حق قبول کړي او د روانو جریاناتو او د هغوي د لوبغاړو اړوند مفکوره واخلي او یا حد اقل دریځ ولري او دا بیا د طالبانو د وجودی فلسفی پوري هم تړي.
د کتاب په ( ۲۹ مخ ) کښې د کندهار ښار د تنظیمي او ټوپکي واکمني ټولنیز انځور داسي ترسیموی: د کندهار د ښار په ډیری سیمو کې به خلکوپه خپلو کورونو باندې پیرې کولي، ان تر دي چې په هر کلي کښې به خلګو په خپلو کورونو تر سهاره پیرې کولي، د غلو ویره هر دم وه، همدغه د مجاهدینو په نوم ټوپکوالو به د شپی له کورونو څخه غلا کوله، او د ورځې به یې د محصول په نوم د خلکو څخه په لویو او کوچنیو لارو کښې پیسې اخیستي.
بل ځای پر همدی مخ کښې څو کرښې کښته زیاتوی: د خلکو سره د سر او مال هومره غم نه و، هغه خو په خطر کې و، مګر د سر، ناموس اوعیال خطر هم هره ګړۍ و، د ټولې او هرې سیمې خلک حیران وه چې دا څنګه کیفیت سو، شناخته او معلومو خلکو د درندګانو پوښ په ځانونو اغوستي و، د لیونیو سپو غوندي به یې خپلو او پردو ته حملي وهلې.
یا بل ځای د مجاهدینو د موجوده انارشیزم اړوند لیکي : حکومتي انتظام بیخي تر ځینو منطقو پوري محدود سو او یا یبیخي د منځه ولاړی، په کابل، مزار، کندهار، جلال باد کې د خلکو ژوند سخت او تنګ سو، د ملګرو ملتونو د سروي مطابق یوازي د کابل په ښار کې هره ورځ ۲۰۰ ښځې، ماشومان او بي ګنا کسان د ټوپکو د مرمیو خوراک کيدل.
او همدا د تحریک اړتیا چې د تحریک وجودی فسلفه یې رامنځته کوله په ګوته کوي، هغه چې ولسي لید په دي اړوند لیکوال د کتاب په ( ۳۲ مخ ) کښې داسي لیکي:
د کندهار ولایت د پنجوایې ( کشکي نخود ) د ولسوالیو خلکو ډیر زیات د روان ووضعیت او ناوړه حالت څخه شکایت کاوه، هغوی به د سیمي جهادی طالبانو ته همیشه ویل چې ستاسې د جهاد ثمره څه سوه؟ دا
پر موږ باندي څه ډول بده ورځ ده، د دي مشکلاتو حل به څه وي؟ د سیمی خلک پوره نهیلي و، د هر چا څخه د حل لاره ورکه وه، خو د ډیرو وطنوالو بیا طالبانو ته د امید سترګې اوښتې، ځکه چې دا هغه ټولی و چې هغوي په ټول افغانستان کې په ځانګړي توګه د پښتنو په سیمو کې ډير ښه محبوبیت درلودی، دا هغه یوازنی ټولی و چې د بدبختیو او خپلمنځي جګړو څخه لیري پاته و، همدارنګه د جهاد د لویې تجربې څخه وتلي مجاهدین و، چې د الله د کلمې د لوړوالي او د وطن ازادي لپاره یې خپل ولس ته ازموینه ورکړي وه.
د ملکي وګړو غوښتنو او هیلو ته، دا ډول د هرې ورځې په تيریدو سره د امنیتي حالت خرابیدو طالبان دي ته اړ کړل چې د خلکو د نجات او د سیمې د امنیت لپاره یوځلي بیا خپل ناتمام سوي ديني کتابونه په تاخچوکې کیږدی او خلکو ته د ناوړه بد حالت څخه نجات ورکړي.
په یو ځای کښې په ارزګان کښې د پاټکي حکومت د اهلیت او واکمني اړوند داسی وایی :
یوازی په نوم د ولایت مرکز ترینکوټ کې بی واکه او نا اهله اداره وه، چې صلاحیت او واک یې یواځي د ناستې تر دفتر پورې محدود و، له دفتر څخه د باندي صلاحیت یې ډیر کم و، کوم اوامر چې به د والی او ولسوالانو لخوا صادریدل، پرته له عملي کیدو به بیرته دوي ته مسترد او نه منل کيدل.
ملا عمر مجاهد ولې او څنګه د طالبانو مشر شو؟
ملا عمر مجاهد او د طالبانو رهبري بحث هغه مسله وه او ده چې طالب ضد ټلوالي او غرضي ډلګې یې هر وخت ریښي د موضوعي او خیالي روایاتو تر داستانونو رسوي، ضعیف صیب دغه غرضي او له ريښتینولي لري سیاسي نیوکو ته د کتاب په ۳۳ مخ کښې چې نوموړي ولې او څنګه د طالباني خوځښت مشر شو ډیر خوندور او مستند ځواب وړاندي کړې. چې لیکي:
که څه هم په سیمه کې د طالبانو او نورو پاکو مجاهدینو ډیر ښه قومندانان موجود و، خو بیا هم د ځینو نیمګړتیاو له کبله دوی د رهبریت او زعامت لپاره مناسب و نه ګڼل سوه، دا ځکه چې زاړه قومندانان تر سوالونو لاندی و، چې دا په خپل ذات کې یوه ستونزه وه، دا طبعي خبره ده چي کله یو څوک ډیر شهرت ته ورسیږي نو نیمګړتیاوي یې تر نورو خلکو ښه په ګوته کیږي، له همدې کبله هغه معروف او مشهور شخصت د ډیرو خلکو تر سوالونو او نیوکو لاندي راځي.
د همدی بحث پسي تړلي د ملا عمر مجاهد ځانګړتیاوی او د څنګه والي مسله داسي بیانوی : که څه هم تر ملا محمد عمر اخوند به په علمي سطحه لوړ علماء او د لوړو تجربو خاوندان موجود وه، خو طالبانو د ده رهبریت د نورو مثبتواړخونو په نظر کې نیولو سره لکه دیانت، تقوی، شهامت، ريښتینولۍ او دا رنګه هغه د دغه سیمې اوسیدونک نه و، له همدی امله تر نورو ملا محمد عمر مجاهد مناسب وبلل سو او اتفاق ورباندي وسو.
یوشمیر مهم وضاحتونه:
بل لور ته هغه څه چې ډیردغه کتاب ښکلي کوی او حساسیت یې ارزښتمندوی هغه د طالباني خوځښت د موخو پوره وضاحت، د مالي لګښت اړوند پوره سپیناوي، د تبلغاتو کچه ډول او په ټوله کښې د دغه حکومت د اداري جوړښت په اړه بي ساري تشریح او معلومات وړاندی شوي دي.
زما په نظر، په ځانګړې ډولدغه مباحثوته د پراخې کتني هدف دا وچې د طالبانو سیاسي مخالفین په خاص ډول هغوی چې ولس ورته د پاټکیانو لقب ورکړي هغه پوښتنو ته ځواب ویل دی چې په رسنیو او سیاسي ناستړ کښې په مبالغه امیزډول طالبان د اداری جوړښت اړوند تر پوښتنی لاندی راولی، د هغوی مالی لګښتونه په هغه چا پورې تړي کومو چې د ضعیف صیب په خبره هغوی د ځان فکر مونږ ته هم کړی یا هغوی ته چې د امریکا د بی ۵۲ په مټو واک ته رسېدل اوس د امریکا او ۴۸ هیوادونو یرغل او تاړاک ته غواړي د طالباني حکومت په کم ارزښت اوتحریف سره خپلي لاسته راوړني د هیواد پالنی او ریښتینولی دلیل وګڼي.
لیکنه دوام لری...
درناوي