طالبان  له کندهاره تر مزاره کتاب ته ځانګړې کتنه! (لومړۍ برخه)



تاريخ د ویښو او نه ماتيدونکو ملتونو د ژوند راز دي، هغوی چې تاریخ یې په غور لوستي ډیر کم د تراژېدیو له تکرار، د ولسونو له کرکې او د خپل پایښت له زوال سره مخ شوي. مونږ د یو داسي ولس په څېر چې دپیښو په سیمه، د شیطانانو د شرخوښیو او تل د خپل وخت له بدمستو ښامارانو سره مخ شویيو ډیر کله د مرګ تر کومي پوری تللي یو او هر یوه زموږ د هضمولو لپاره خپل ستوني واز کړي وو. چې مغل، ګرګين، انګریز، سور تظاری ښامار او همداوس جګړه ماره اویرغلګره امریکا یې ښه بېلګه ده.

د دغو په منځ کښې هغه څه چې مونږ یې تل د مرګونو له کومې څخه راګرزولو یو، ارزښتونه مو د پرديو د فرهنګې ناتار په انډوخر کښې خپل پاتی شوی او د سبا غیرت او د تاریخ ننګ د یو ستر ولس په توګه راته متوجه نه دي. هغه د تاریخ او د تاریخ په رڼا کښې له خپلو ارزښتونو او درنښتونو څخه ځان پیژندنه وله.
د ګرانقدر جنابه ضعیف صاحب ژوند، مبارزه او د یو کهول څخه په استازيتوب چې ستره لاره یې لا د يوه ارمانجن سباوون په مخکښې پرته ده تل یې نوښت کړي او ځان یې مسول بللي.

ځکه نوموړي خپله د دغه چم په خلګو کښې یې خاپوړي کړي، د هرو خوږو او ترخو څکه یې پخپله هم ورسره کړې داکه د هغه له پلار او مور څخه يتيم پاتي کېدل وو، يا مهاجرت وو او يا د ازادي په لار کښې د نړۍ په انساني خاطرو کښې د وحشت او بد خلقي نمونه د ګونتانامو کرغیړن او د تیارو زندان ته لوېدل وو.

که څه هم زه له علمي او د عمر له اړخه دي وجاحت ته نه يم رسېدلي چې د نوموړې پر کتاب د بحث خوله خلاصه کړم ولې د نن د ځوان او مبارز نسل څخه چې د پلار او نیکونو ټاټوبي ګران افغانستان مې د شریرانو او فتنه کښو په لوبو کښې په وروستي وحشت سره د مرګونو او وینو تویولو وحشتتناک ریکارډونه جوړه وي دغه علمي او تاریخي اثر مطالعه کړې چې غواړم د دغه اثر، د هغه د لېکوال ضعیف صیب او په ځانګړې ډول هغه څه چې دلته د یوي مخ لاری غنا په توګه ما اخیستي له تاسو سره یې د واقع شويو حقیقتونو په ډول شریک کړم او پر مباحثو یې د حاضرو حالاتو پر رڼا کښې وضاحتونه ولرم.

البته دا ځغلنده کتنه د نقد بڼه نه لري مګروضاحت ته ورته شننه پري شوي ده.
طالبان له کندهاره تر مزاره کتاب په روانه ژبه، کندهاري خوندوره لهجه، د تاریخي حقایقو سره پرته له ټوټه ټوټه سلیقوی او ځان خوښي چلنده، د دوست او دښمن د ښو او بدو کړنو دبېلګو په وړاندی کولو چې کتاب ته یې علمي او ناپیلۍ بڼه ورکړي، د طالبي پس منظر سره د کورنیو منفی او مثبتو کرکټرونو په وړاندی کولو، د پټو او تحریف شویو نازکو او حساسو پیښو تحلیلی شننه شوی، د افغان امریکا جګړې د دوام عومل پکښې څرګند شوی، د جګړې جنایتکاران او د هغوی کرغیړنۍ استخباراتی او قومي غوښتنی بی باکانه تشریح شوی، د افغان وژني عوامل معلوم شوی، پیښو ته د اسلاميت، افغانیت او انساني نړیوالو نورمونو په رڼا کښې کتنه شوی، حل لاری په ګوته شوی او خنډونه سنجول شوی دي. دا ډول د اسلامي امت ليد ته د یو افغان د ریښتینو هیلو په رڼا کښې کتنه شوی کتاب ۳۵۱ پاڼو ته شامل ده چې د سرلیکونو بڼه لري څپرکي د پیښو د نه تشابه له امله تری ایستل شوی چې زه به د دغو ټولومنځپانګي د ارزښتمنو بیلګو په توګه وړاندی کړم.

یوه سریزه او یوه خبره:
ضعیف صیب ته چې الله د لیکني عجب استعداد ورکړې نو د کتاب په پیل کښې مخکښې له دي چې طالباني حرکت تر مزاره ورسوی د خپل حقانیت اثبات او د عدالت مظلومیت یې په یوه ځانګړې بحث سر پیل کړي.
نوموړي لیکي :
هغه وخت چې د ۲۰۰۱ کال په وروستۍ میاشت کښې د افغانستان اسلامي امارت نظام نړیوالو کفري طاقتونو لخوا چې په سر کښې یې شریره امریکا وه په بی رحمانه اشر یا بیګار سره سقوط وکړ،
ماته دا د نورو تيرو تاریخونو څخه معلومه سوې وه چې کله د یوه نظام بیخ او بنیاد په جنګ سره ړتلی دی نو د هغه هیواد تاریخ ته داسي تور پوښ وراغوستل سوی دی چې ټول مثبت اړخونه یې په کامله توګه منحرف سوي او منفي اړخونه یې تر حد ډیر غټ سوي دي تر څو د نوي نسل لپاره چې د استعمار یا د استعمار د ګوډاګي غواړي حکومت ورباندي وکړي د هغوی لپاره نړول سوي نظام د نفرت او کرکې یو سمبول جوړ کړي.
 
شرمخښي ګاونډیان ( ښه او بد ):
په ملي سیاست بحث او د تاریخي مخینې له مخي د خیر او شر په تله کښې د هغوي انډول د هرچا کار ځکه نه دي چې ملي احساسات او سیاسي محدودیتونه ډېر کله له سړې څخه د حقایقو او یوه بی پري قضاوت سره د مخاطبینو مخ کول پداسي حال کښې چې مخالفین دي هيځکله د تور او سپین ترمنځ د حق پرواه نه کوي خورا سخته ده.

مګر ضعیف صیب دغه دود شکولي، نه یې دموافقینو غوښتنو ته ارزښت ورکړې او نه یې د مخالفینو پروپاګندو او تهمتونو پروا ساتلي. هغه په افغان جهاد کښې د شر مخو ګاونډیانو پاکستان او ایران دواړو د سړیتبونو قدر کړې او د هغوي ناروغه او دښمنانه خیانتونو یې سخت توږلي دي.

د بیلګه په توګه د پاکستان دښمنانه کړني لکه د څو تنظیمونو جوړول، د ازادو قبایلو د سیمو نیول او حتا د نوری خاوری لاندی کول وروسته لیکي :پاکستان په ډیر ماهرانه توګه د جهاد په نامه سره د افغانستان منظمه اردو او ورسره ټول صنعتی موسسات له منځه یوړل، د اقتصادی پلوه یې افغانستان د هر څه څخه خلاص کړ او یوازی تر ډیره د پاکستان او ایران په صنعت باندی متکی سو د اوبو رسولو د سیستم څخه نیولي بیا تر فابریکو او زراعت پوري هر څه وران او ویجاړ سوله (۸ او ۹ مخونه ).

دا ډولد هغو افغانانو څخه یادونه چې پاکستان او د هغوي اجیرو جهادی تنظیمونو د ای اس ای په شاراو سره په بی رحمانه ډول شهیدان کړل نوموړي د ( مغز لرونکو افغانانو ) په نامو یادونه کوي.

د طالبانو نقد:
د شرقي اسلامي نړۍ تاریخي او زموږ افغانانو ارثی عادت پر دي ده چې هېځکله د ځان او خپلوهمفکرانو اړوند خپله خو د واقعیتونو د ویلو جراءت او ميړانه نه لرو، ولي کله چې بي پري اړخونه هم پدي اړوند د څه ویلو لپاره خوله خلاصه کړي، نو د تربګني او غچ اخیستني تر سر منزله یې ورسره کچو.

مګر ضعیف صیب دغه د اوسپنو نیني چیچلي او لکه د شګو د ورخ په شان حیثیت هم ورته نه ده قایل شوي او څه چې ورته معلوم وو د یو جریان د مصلح ملاتړي په شان ګوته یې ورته نیولي او حق یې بللي دي مګر دا نوښت یې هم خپل کړې او بل چا ته یې وخت نه دی ورکړې د معمول سنت خلاف وړاندیزونه یې هم لرلي.
د بیلګه په توګه هغه ( د هغه څه چې باید طالبانو کړي وای ) تر سر لیک لاندي په ۱۱، ۱۲ او ۱۳ مخونو کښې لیکي : طالبانو کابل ته په راتلو سره باید یوه ملی او نماینده اداره جوړه کړې ولي او دوي باید د یو نافذ قدرت په توګه د هغې تر شاه پاتی شوی واي، يا شمال ته په زور داخلېدل پر ځای د یوي متناسبي کړنلاري پلوي کوي که څه د طالبانو اندیښني د موازی او مساوی قدرت چې جهادی پاټکمارو جوړ کړې ولو هم پر ځای ګڼي، یا د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداری کښې د یو شمیر دښمنو او نا فهمو خلګو په کړنو نقد او وړاندیزونه، د ښځو د کار او تعلیم اړوند د یو لړ مقرراتو او اصولو غوښتونکي وو. بل ځای د طالبانو د حکومتی اشتباحاتو څخه د خلاصون او راکمولو په موخه د کابل د نیولو سره د بیلابیلو علومو د متخصصینو د یوی شورا جوړولو وړاندیز یې لرلي.

پدغه برخه کښې د طالباني خوځښت دزوال بحث دغه د ځاني ( خودي ) نقد په برخه کښې، چې اصلا یو تاریخي مخېنه هم له ځان سره لري د نوموړې د استدلال اختیار څرګندوي. داسي چې هغه داسي لیکي :
خوشباوری چې ښه بیلګه یې په کابل کښې د مسعود په تشریفاتی الفاظو اومکاریو دهکه کېدل، په مزرا کښې د جنرال مالک په خوږو الفاظو او دروغجنو ژمنو چې نژدی ولو د طالبانو ټول خوځښت چې رهبری ته یې دسیسه جوړه کړې وله هم له مرګونی توطیه سره مخ شی، په سیاسی لوبه کښې د تجربه نه لرل او په مهارت چلند نه کول ښه بیلګه یې د دوست په دوستی کښې دومره غرقیدل چې هغه یې وخوری او د دښمن، د سیاسی حکمت او مهارت ستونزه. ( ۱۴ او ۱۵ مخونه ).
هغه موضوعات دي چې لیکوال واقعیت مصلحت ګڼي نه شخصي مزاجونه.

طالب ویوکې او مخېنه یې:
په سیاسي ډګرونو کښې تير ۴ لسیزو او د دي پر ځای چې د مثبتورقابتونو او سالمو مبارزو پر لوري لاړ شو، یو شمیر ډلګیو هغوی چې تل د نورو په غیږو کښې اوسېدلي او ځانونه د ادب او فرهنګ د الفبا بالغ بولي تل شیطانت، پروپاګند او دسیسي ته یې مخه کړې.

ضعیف صیب چې د دغه ناځوانانو ترمنځ د یوستر ملت د آزادي او تاریخي حرمت لپاره مبارزه کړي پر دغو نازکو یې سر خلاص وو نو د طالب د ویوکې او مخینې پوره تشریح یې ورکړې.

هغه دملا او طالب علمي پیژندنه کړې، هغه سلیقوی او توپیری چلندونه چې له دغه ملي او اسلامي فکره کرکټر سره کرایې اجنټانو او د مغرضو اجیرانو کړې په ګوته کړې دي، او بیا د طالب اوسنی سیاسی تعریف چې د فاشیزم تر کچې اوږد شوی داچې هر پښتون طالب ده او هر طالب پښتون دي ښه واضح کړې ده (۱۷ او ۱۸ مخونه ).

د طالبي حرکت مخينه یې په یوه مشهوره او مستند بیلکه کښې ثابته کړې ده داسی چې هغه لیکي: طالبان په سیمه کې یو نوی ګروپ یا بی تجربی او نا معلوم کسان نه و...دوی د شوروی د اشغال په وړاندی د هېوادپه ګوټ ګوټ کښې منظمی او اغیزناکی جبهی لرلی... د ارغنداب جګړه یې مونږ د نمونی په ډول یادولای شو ( ۴۰ ورځی جګړه وه، ۱۹۸۷ز. کال د مئ پر ۲۲ روسانو او افغان کمونیسټانو حمله وکړه او د جون وروستی پوری دوام لرل ( ۲۱ مخ ).
لیکنه دوام لری...
درناوي