
محمد اشرف غني چې هغه وخت کې د مخکیني ولسمشر د کابینې وزیر و له جنګسالارانو یې بد راتلل او حامد کرزي ته به یې ویل چې د جنګسالارانو له انحصار ځان خلاص کړي، خو هغه برعکس جنګسالاران وپړسول، داسې یې وپړسول چې اوس ترې باد ویستل اسانه کار نه دی.
زلمي خلیلزاد په خپل کتاب (استازي) کې لیکلي چې د محمد اشرف غني به هر کله له حامدکرزي سره په دې جنجال و چې د جنګسالارانو پر ځای دې په مختصصینو تمرکز وکړي چې د هېواد راتلونکی تضمین شي، خو هغه داسې کار نه کاوه او د واک بقا یې د جنګسالارانو په ملاتړ کې ګڼله.
له هغې ورځې چې محمد اشرف غني واک ترلاسه کړ، له جنګسالارانو سره مبارزه کوم اسانه کار نه و، ځکه جنګسالاران د پراخ نفوذ تر څنګ وسله والې ډلې او زیاتې پیسې لري، خو بیا هم ولسمشر غني خپل کار له لومړۍ ورځې پیل کړ او ځان یې له دې کړۍ خلاص کړ، هغه اپراتیفي پیسې چې جنګسالارانو ته به ورکول کیدې، ولسمشر دا پیسې په نورو اړینو برخو کې مصرف کړې.
نن چې د یو جنګسالار چې له لسو کلونو زیات یې د یو ولایت په بست کار وکړ، د شمال د امپراطور نوم ورکول شوی و خلک خوشحاله دي، لامل یې دا دی چې دا ډول خلک حامد کرزي همداسې اموخته کړي او وخت یې ورکړی چې خپلسري خپل حد ته ورسوي.
په رښتیا هم دا ډول پریکړه او دا ډول سیاست د هر چا لپاره نوی دی، هغه کس چې کلونه یې په شمال کې حکومت وکړ او د شمال عواید یې مرکز ته نه لیږل، لیرې کول یې یوه معجزه کیدای شي او دا ټول د محمد اشرف غني په تګلارې او کارونو پورې اړه لري چې څنګه یې وشول کولای یو داسې کس چې کرزي پړسولی او د میلیاردونو ډالر خاوند کړی استعفا ته مجبور کړي او د مرکزي حکومت پریکړو ته یې قانع کړي.
له دندو لیرې کیدل او په دندو ګمارل په حکومتولۍ کې یو اصل دی، خو دا بل ډول والي و چې په هیچا ایسار نه و او د هیچا خبره یې نه منله.
ولسمشر په ټاکنیز کمپاین کې ژمنه کړې وه چې د واک جزیرې به ختموي او هغه ډلې به له منځه وړي چې ځانونه له قانون پورته ګڼي او د مرکزي حکومت پریکړې نه مني.
ولسمشر چې له هر ډول سیاست کار اخیستی، ښه یې کړي، ځکه د بلخ ولایت د عطامحمد نور لپاره سره کرښه وه او فکر یې کاوه چې هیڅ ځواک یې له دې دندې نه شي لیرې کولای، خو بلاخره اړ شو چې استعفا وړاندې کړي او استعفا یې منظوره شوه.
د دې تر څنګ ولسمشر په نورو هغو کسانو کړۍ تنګه کړې چې فکر کوي هر څه په دوی ودان دي او پرته له دوی هیڅ حکومت وړاندې نه شي تللی، دا ډله خلک په تېرو کلونو کې په لویو قرادادونو، نشه یي توکو قاچاق، فساد او نورو برخو کې روږدي شوي و او له کله نه یې چې له دې شیانو لاس ختلی د حکومت ضد لاره یې نیولې او هر کله حکومت ګواښي چې ګنې سقوط به یې کړي.
خو وروستیو غونډو او د خلکو غبرګونونو وښوده چې دا خلک نور منفور شوي او ټولنه کې ځای نه لري چې ګواښونه یې یا کمرنګه شوي او یا د ولسونو د خندا دي.
که نن ولسمشر غني عقديي سیاستوالو او مافیا ته قراردادونه ورکړل او لاس یې ورته خوشې کړ، دا ټول به چوپ وي او ټول وضعیت به خلکو ته ښه ښيي، خو دا چې د دوی شخصي ګټې یې له خطر سره مخ کړي، نو ټول خلک پاروي چې ولسمشر په سمه تګلاره نه دی او هر کار یې د وطن په زیان ګڼي، خو داسې ښکاري چې هر چې د ولسونو له خوښې سره سم روان دي او ژر ده چې د خلکو ارمانونه پوره شي، مافیا ماتې وخوري او لسوونه ارمان ته ورسیږي.