
افغان ملي امنیتي ځواکونو د ازمویـنې سخت کلونه تـر شاه پـرېـښودل او په بریالیتوب سره یې د خپل وطن له پاکې خاورې او د خپلو خلکو له شرف او ناموس څخه کلکه دفاع وکـړه.
تر هغه وروسته چې د امنیتي لېـږد پروسه مکمله او امنیتي مسوولیتونه په بشپـړ ډول افغان ځواکونو ته وسپارل شول، ځینو داخلي او بهـرنیو شبکو او سیاسي شنونکو دا اندېښـنه وښوده چې افغان امنیتي ځواکونه به په خپل ورسپارل شوي مسوولیت کې پاتې راشي خو د افغانستان ملي اردو، ملي پولیسو او نورو امنیتي ارګانونو مېړانې، وړتیا او سرښندنې داسې اندېـښـنې تـش خیال ثابتې کړې او په ډېـره زړورتیا یې له ټولو چلـنـجونو سره ډغـره ووهله او بریالي ترې راووتل.
د هېواد امنیتي سکتور ته د افغان ولسمـشـر ښاغلي ډاکټـر محمد اشرف غني ځانګړې پاملـرنې د دوی مرال نور هم اوچت او په ځان باوري کړل.
ښاغلي غني قـدم په قدم خپل هېواد امنیتي ځواکونه وستایل ، د هغوی تر شاه ودرېـده او په روغـتـنونو کې يې د خپلو ټپي شویو سرتېـرو او افسرانو تر کټ ځان ورساوو او د هغوی مخونه یې ورته ښکل کړل . افغان ولسمشر دهېواد امنیتي ځواکونه په دې ډاډه کړل چې ولسمشر او ټول ملت د دوی تر څنګ ولاړ دی.
د هېواد ساتنې په دې ملي مبارزه کې د لوړ پوړو چارواکو یو قدم مخ ته اخیستل د معـرکې په ډګـر کې د سرتېـرو د وړاندې تګ ضمانت کوي.
اوس افغان امنیتي ځواکونه د هوایي ځواک په دردلو سره نور هم قوي او مضبوط شول او په هر ډول حالاتو کې له خپل وطن څخه د ساتنې وړتیا لري.
بله د حساب وړ خبره داده چې په دې وختونو کې ملي امنیتي ځواکونو ته د سرښندنې او مبارزې قوي انګېـزه ورکړل شوه ، له خپل وطن څخه دفاع د دوی ایماندارۍ او وجداني دنده وبلل شوه او دوی خپل دې برحقه ملي هدف ته وفادار پاتې شول.
د فاعي ځواک د یوه هېواد د ملا تېـر بلل کېـږي . په ۱۳۷۱ لمریـز کال کې د افغانستان د پخواني امنیتي ځواک ړنګېـدل تـر ټولو لویه فاجعـه وه. موږ د سیمې په کچـه د یوې غښـتـلې
اردو منحل کېدل په خپلو سترګو ولیدل . موږولیدل چې څنګه د قول اردوګانو ، فرقو ، لېواګانو ، کنډکونو او نورو پوځي جزتامونو افسران او سرتېري له خپلو قـرارګاوو څخه مایوسه خپل کورته ستنېـدل . دا هېواد د بدبخـتۍ داسې کندې ته ورولـوېده چې په را ایستلو یې دنیا ستـړې شوه.
موږ د پخواني پوځ وسایط او جنګي وسایل ولیدل چې څنګه په رڼا ورځ د کباړ په نوم د نوازشریف او په پنجاب کې د اوسپنې د ویلي کېـدو کارخانو ته ورسول شول.
موږ ولیدل چې د هېواد د ملا تېـرمات شو او یو ځل بیا د ملک الطوافۍ دوران ته ورستانه شوو.
موږ ولیدل چې د پخواني ملي پوځ افسران او مسلکي کدرونه کراچـۍ چلولو ته اړ شول او ځای یې قومي ملېشو او بې بندوباره وسلوالو ونیو.
دا دی د نړیوالو مرستو په لـړکې یو ځل بیا د ملي اردو او نورو ملي امنیتي ځواکونو خاوندان شوو ، سرتېـرو او افسرانو مو په داخل او خارج کې مسلکي زده کړې وکړې او د هېواد ساتنې سنګرونو ته ستانه شول. اوس نو ټول اولس ته په کار دی چې د خپلو امنیتي ځواکونو ملا وتړي او داسې یې حمایه کړي لکه ولسمشر غني چې یې تر شا ولاړ دی.
د امنیتي ځواکونو ملاتـړ موږ د سبا ورځې په امن او سوکالۍ ډاډه کوي او د پـردیو له تېـري څخه مو ژغوري.
زه له هغو ټولو سیاسي شنونکو او مبصرینو څخه هیله لرم چې په سیاسي بحثونو او ګردي مېـزونو کې د مرکو او تبصرو په وخت د خپلو امنیتي ځواکونو قـدر وکړي او د هغوۍ قرباني ته دې په سپـکـه نه ګوري.