
افغان ملي امنیتي ځواکونو د ازمویـنې سخت کلونه تـر شا پـرېـښودل او په بریالیتوب سره یې د خپل وطن له پاکې خاورې او د خپلو خلکو له شرف او ناموس څخه کلکه دفاع وکـړه .
تر هغه وروسته چې د امنیتي لېـږد پروسه مکمله او امنیتي مسوولیتونه په بشپـړ ډول افغان ځواکونو ته وسپارل شول ، ځینو داخلي او بهـرنیو شبکو او سیاسي شنونکو دا اندېښـنه وښوده چې افغان امنیتي ځواکونه به په خپل ورسپارل شوي مسوولیت کې پاتې راشي خو د افغانستان ملي اردو ، ملي پولیسو او نورو امنیتي ارګانونو مېړانې ، وړتیا او سرښندنې داسې اندېـښـنې تـش خیال ثابتې کړې او په ډېـره زړورتیا یې له ټولو چلـنـجونو سره ډغـره ووهله او بریالي ترې راووتل .
د هېواد امنیتي سکتور ته د افغان ولسمـشـر ښاغلي ډاکټـر محمد اشرف غني ځانګړې پاملـرنې د دوی مرال نور هم اوچت او په ځان باوري کړل .
ښاغلي غني قـدم په قدم خپل هېواد امنیتي ځواکونه وستایل ، د هغوی تر شا ودرېـده او په روغـتـنونو کې يې د خپلو ټپي شویو سرتېـرو او افسرانو تر کټ ځان ورساوو او د هغوی مخونه یې ورته ښکل کړل . افغان ولسمشر دهېواد امنیتي ځواکونه په دې ډاډه کړل چې ولسمشر او ټول ملت د دوی تر څنګ ولاړ دی .
د هېواد ساتنې په دې ملي مبارزه کې د لوړ پوړو چارواکو یو قدم مخ ته اخیستل د معـرکې په ډګـر کې د سرتېـرو د وړاندې تګ ضمانت کوي .
اوس افغان امنیتي ځواکونه د هوایي ځواک په دردلو سره نور هم قوي او مضبوط شول او په هر ډول حالاتو کې له خپل وطن څخه د ساتنې وړتیا لري .
بله د حساب وړ خبره داده چې په دې وختونو کې ملي امنیتي ځواکونو ته د سرښندنې او مبارزې قوي انګېـزه ورکړل شوه ، له خپل وطن څخه دفاع د دوی ایماندارۍ او وجداني دنده وبلل شوه او دوی خپل دې برحقه ملي هدف ته وفادار پاتې شول .
د فاعي ځواک د یوه هېواد د ملا تېـر بلل کېـږي . په ۱۳۷۱ لمریـز کال کې د افغانستان د پخواني امنیتي ځواک ړنګېـدل تـر ټولو لویه فاجعـه وه. موږ د سیمې په کچـه د یوه غښـتـلي
اردو منحل کېدل په خپلو سترګو ولیدل . موږولیدل چې څنګه د قول اردوګانو ، فرقو ، لېواګانو ، کنډکونو او نورو پوځي جزتامونو افسران او سرتېري له خپلو قـرارګاوو څخه مایوسه خپل کورته ستنېـدل . دا هېواد د بدبخـتۍ داسې کندې ته ورولـوېده چې په را ایستلو یې دنیا ستـړې شوه .
موږ د پخواني پوځ وسایط او جنګي وسایل ولیدل چې څنګه په رڼا ورځ د کباړ په نوم د نوازشریف او په پنجاب کې د اوسپنې د ویلي کېـدو کارخانو ته ورسول شول .
موږ ولیدل چې د هېواد د ملا تېـرمات شو او یو ځل بیا د ملک الطوافۍ دوران ته ورستانه شوو .
موږ ولیدل چې د پخواني ملي پوځ افسران او مسلکي کدرونه کراچـۍ چلولو ته اړ شول او ځای یې قومي ملېشو او بې بندوباره وسلوالو ونیو.
دا دی د نړیوالو مرستو په لـړکې یو ځل بیا د ملي اردو او نورو ملي امنیتي ځواکونو خاوندان شوو ، سرتېـرو او افسرانو مو په داخل او خارج کې مسلکي زده کړې وکړې او د هېواد ساتنې سنګرونو ته ستانه شول . اوس نو ټول اولس ته په کار دی چې د خپلو امنیتي ځواکونو ملا وتړي او داسې یې حمایه کړي لکه ولسمشر غني چې یې تر شا ولاړ دی .
د امنیتي ځواکونو ملاتـړ موږ د سبا ورځې په امن او سوکالۍ ډاډه کوي او د پـردیو له تېـري څخه مو ژغوري .
زه له هغو ټولو سیاسي شنونکو او مبصرینو څخه هیله لرم چې په سیاسي بحثونو او ګردي مېـزونو کې د مرکو او تبصرو په وخت د خپلو امنیتي ځواکونو قـدر وکړي او د هغوۍ قرباني ته دې په سپـکـه نه ګوري .