د کوچني نيکمرغه اختر په وياړ د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د مبارکي پيغام

  نيټه : ١١-١٠-٢٠٠٧   ګرانو هيوادوالو خويندو او وروڼو!                                                اسلام عليکم و رحمته الله و برکاته   د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه  د روژي د مبارکي مياشتي چي د نړي د مسلمانانو لخوا د خدای (ج) په عبادت او اطاعت کي پاي ته ورسيده، د نړي او هيواد و وياړلي، اتل او مسلمان ولس ته د کوچني اختر د رارسيدو په وياړ مبارکي او نيکي هيلي وړاندي کوي. د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د خپل سپيڅلي ديني او ملي ارزښتونو په پامکي لرلو سره د ملي واکمني په ټنګښت کي هڅي کړي ترڅو په هيواد کي مطمئنه او رښتني سوله او امنيت تأمين سي، او د خپل ولس تر منځ د ورورګلوی او دوستي لپاره هلي ځلي کوي چي د اختر د مبارکي ورځو په فضيلتونو کي د مسلمانانو تر منځ د دښمنی او حسادت پر ځاي روغي جوړي او د دوستی لاسونه يو بل ته ورکول دي ترڅو چي ټول افغانان په ګډه خپل ويجاړ او وران هيواد يو ځل بيا اباد او ودان کړي. د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د وخت څخه په ګټه اخستو سره  يو ځل بيا د نړي و ټول مسلمانانو او په خاصه توګه افغان رنځيدلي ولس ته د کوچني اختر مبارکي وړاندي کوي او دوي ټولو ته خوشحاله او نيکمرغه اختر د لوي څښتن تعالي له درباره غواړي.   کوچني اختر مو مبارک   په درنښت د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر الحاج غرزي خواخوږی