
د یو جګړه ځپلې هېواد مشر ګرځي په هېوادونو چې له پردۍ جګړې یې خلاص کړي، اقتصادي لوی پروژې افغانستان ته راوړي، افغانستان د اسیا په څلور لارې بدل کړي چې ټولو د سیمې هېوادونو او نړۍ ته ارزښت پيدا کړي، یو سپین ګیری ولسمشر شپه او ورځ نه لري، له ازربایجان راځي کابل، دلته د نورو کارونو تر څنګ په څو لویو غونډو کې ګډون وکړي، یوه شپه کوي، بیا ځي ازبکستان ته، هلته هغه هېواد ته په هره برخه کې قناعت ورکوي چې افغانستان او افغانان د سیمې او نړۍ لپاره څه کولای شي، هلته د شپې له خوا د ازبکستان پرمختګونه ګوري، هلته د ریل پټلۍ د تړلو سکورینچ را اخلي او د ازبکستان له ولسمشر سره یو ځای د افغانستان د زړه شریانونه تړي، هلته ازبکستان ته قناعت ورکوي چې نن لاس راکړه، سبا دې په کار راځم، له هغوی سره د ریل پټلۍ په ارزښت خبرې کوي، قناعت ورکوي چې ریل پټلۍ یواځې د افغانستان نه د ازبکستان لپاره هم حیاتي ارزښت لري، که افغانستان له دې ریل پټلۍ د چین سره نښلي، ازبکستان کولای شي، له پاکستان هند او ایران سره ونښلي، سپین ګیری ولسمشر د زراعت په برخه کې د ازبکستان پانګوالو اوحکومت ته قناعت ورکوي چې موږ زراعت لرو، خو امکانات نه لرو چې د زراعتي محصولاتو باندې نړۍ بسیا کړو.
ولسمشر د ازبکستان حکومت ته د ډاډ لپاره په پولې د امنیت د ګډو همغږیو او پلانونو په اړه هوکړه کوي چې له افغانستان څخه ازبکستان ته کوم ګواښ پيښ نه شي.
ولسمشر د افغانستان د روښانه کولو لپاره ازبکستان ته د برښنا د اړتیا وایي، هوکړه ورسره کوي چې په دې برخه کې به نوره برښنا هم افغانستان ته په کمه بیه ورکړي، د سرخان څخه تر پلخمري پورې د ۵۰۰ کیلو واټه برښنا هوکړه لاسلیک شوه.
سپين ګیری ولسمشر له ازبکستان سره هوکړه کوي چې څنګه کیدای شي د افغانستان روغتیايي برخه پیاوړې شي او خدمات یې داسې شي چې افغانان له بهرنیو هېوادونو راوګرځي چې هره ورځ د درملنې لپاره روان وي.
ولسمشر په دې کار وکړ او هوکړه یې لاسلیک کړه چې د دواړو خواوو سوداګرۍ خونو اړیکې سره نږدې او سوداګري یې پراخه شي، د افغانستان هغه میوې، ترکارۍ او نورې لاسي صنایع چې په بازارونو کې خرابیږي او یا بې ارزښته پرتې وې، څنګه په وخت د ازبکستان بازارونو ته رسیدلی شي او څنګه ارزښت پیدا کولای شي، ولسمشر قناعت ورکړی که افغانستان ازبکستان ته اړتیا لري، نو ازبکستان هم په ځینو برخو کې افغانستان ته اړتیا لري او افغانستان یې په اسانه سره اړتیا پوره کولای شي.
د سوداګرۍ په برخه کې هوکړه کولای شي د دواړو هېوادونو سوداګري پراخه کړي او په هغو هېوادونو تکیه کمه شي چې د افغانستان له مجبوریت ګټه اخلي او په سوداګرۍ کې پرې ډیرې نخرې کوي.
دا هوکړه هم شوې چې دواړه هېوادونه به د سوداګریزې راکړې ورکړې پرمهال ګمرکې تعرفو کې همکار وي او متقابل کار به کوي، نه داسې لکه پاکستان سره چې د افغانستان په مالونو یې تعرفې لوړې کړي او سوداګر یې هره برخه کې تاواني وي.
له چین څخه افغانستان ته د ازبکستان له لارې د مالونو د ټرانزیټ هوکړه هم لاسلیک شوه، اوس به افغان سوداګر په اسانۍ سره کولای شي چې له چین څخه د ریل ګاډي په واسطه د ازبکستان په لار راتېر او مزار ته راورسیږي.
ولسمشر په خپل سفر کې دا هوکړه هم لاسلیک کړه چې له مزار څخه به هرات ته د ریل پټلۍ پروژه غځوي، طرحه به یې جوړوي او مالي سرچینې به ورته پیدا کوي.
دغه راز د لوړو زده کړو او نورو برخو کې هم ۲۰ سنده او ۴۰ قراردادونه له ازبکستان هېواد سره لاسلیک شول او یو کال وخت یې ورکړ چې دا ټولې هوکړې به عملي جامه اغوندي او د دواړو هېوادونو همکاري او اړیکې به پراخیږي.
ولسمشر غني چې د جګړې سر اعلی قومنداني هم ور ترغاړې ده او هره شپه د جګړې راپور غواړي، په داسې وضعیت کې نورو پرمختګونو منځ ته راوړل کومه اسانه کار نه دی، خو ولسمشر دا ټولې سختۍ په ځان منلي او هڅه کوي چې افغانستان په سیالانو کې سیال کړي او هېوادونو ته یې جغرافیايي او اقتصادي ارزښت ور په ډاګه کړي.
خو د همدې ولسمشر د رعیت یوه برخه لګیا ده، پرضد یې غونډې جوړوي چې دا کس وړتیا نه لري او پر ځای دې موقت حکومت جوړ شي، لویه جرګه دې راوبلل شي او….
د ولسمشر له اخلاص او هڅو سره د دې ډلو پرتله کول داسې پایلې ته سړی رسوي چې دا ډلې په لوی لاس د پردیو په اشاره د افغانستان د پرمختګونو پروړاندې خنډ جوړیږي او نه غواړي چې افغانان او افغانستان د نورو ملتونو او نورو هېوادونو سیال شي.