اې! ته پوهېږې، چې زه څومره مینه درسره لرم؟ څومره مې زړه ته رانیږدې یې؟ څومره مې یادېږې؟ د زوکړې د ورځې په نماځلو د څومره خوښ او خوشحالېږم؟ ایا ته پوهېږې، چې په نیمو شپو کې هم په خیال درسره خبرې کوم؟
وخت ناوخت مې خپل نه پرته کېدونکي چلند، انسانیت او اخلاقو ته حیرانوې؛ که د اوسنۍ نړۍ ټول غوره اخلاق او ښېګڼې سره راټول کړم خو ستا د یوې شېبې له غوره چلند او اخلاقو سره یې هم نشم پرتله کولی.
له تا سره د خپل ځان نه؛ بلکې زموږ ټولو غم وو او زموږ جنت ته په تګ سره ته له کچې ډېر خوشحالېږې؛ ته د ريښتینې مینې او ستاینې وړ یې! له همدې کبله خورا زیات ویاړم چې ستا امتي یم او بشپړ ډاډ لرم، چې ستا پر مټو به جنت ته ننوځم.
ته خو د کائناتو سرور یې، که ته نه وای پیدا شوی نو نه به ځمکې، نه به اسمانونه او نه به نور ټول پیدا کړ شوي مخلوقات وو؛ ستا د شتون له کبله زموږ شتون حتمي شو، نو ته د خورا زیاتو ستایلو او ځواکمنې پیروۍ وړ یې.
ته د اخلاقو هغه نمونه یې، چې د هر اړخیزه غوره اخلاقو سرچینه درته ویلی شو، ستا د اخلاقو له اغېزې له کچې زیات نامسلمان وګړي مسلمان شوي یا یې اسلام منلی دی.
ستا هره خبره ثابته، ټینګه او له ټولو ارزښتونو برخمنه ده، هره خبره دې د یوې نړۍ ارزښت لري او ستا هرې خبرې ته موږ حدیث وایو، ته او ستا خبرې دومره ارزښت لري؛ که چېرې ستا په کومه خبره یا حدیث باندې باور ونه لرم نو زه مسلمان نشم ګڼل کېدای.
ته خو مې مهربانه، انصاف لرونکی او په ټولو ښائیستونو برابر لارښود او د کائناتو سرور حضرت محمد (ص) یې، پر تا ویاړم. شکر چې ستا امتي یم.
ستا د شکر ادا کولو لپاره در باندې درود وایم:
بسم الله الرحمن الرحیم
اَللّهُمَ صَلِ عَلی مُحَمَّدٍ وَ عَلی آلِ مُحَمَّدٍ
کَمَا صَلَّیتَ عَلی اِبرَاهِیمَ و عَلی آلِ اِبرَاهِیمَ
اِنَکَ حَمِیدٌ مَجِید
اَللّهُمَ بَارِک عَلی مُحَمَدٍ وَ عَلی آلِ مُحَمَدٍ
کَمَا بَارَکتَ عَلی اِبرَاهِیمَ وَ عَلی آلِ اِبرَاهِیمَ
اِنَکَ حَمِیدٌمَجِید.
#محمداکبر-حقمل-معینزی
وروستي