زما پلار یې وواژه!


درز شو. خلکو یو خوا بل خوا په منډو شروع وکړه. تور تم، تیز باد او د خلکو له ویرو ډکو نارو په ښار کې عجیبه غوغا پیدا کړه.

هر خوا خلکو منډې وهلې. په کم وخت کې ښار کې د هېچا څرک نه لګیده.

د خلکو نارو او په کړس د سپکو او درنو وسلو غږونو، زما په غوږونو کې یو ډول بیف غږ پیدا کړ.

عارف غږ کړو. هلئ! جنګ شو ښرنې ته یاغیان راغلي. راځئ چې د خپلو اتلانو ملتیا وکړو!

ښکته تېر شوم. د چوک یوې څنډې ته نه وم رسیدلی. یو ماشوم په لوړ غږ سوې نارې وهلې. هلئ زما پلار یې وویشت، هلئ زما پلار یې وویشت.
منډه مې ور واخیسته ماشوم ته لا نږدې شوی نه وم، چې ټک درز زما ترڅنګ مرمۍ ولګیده ، ماشوم په ځای پاتې شو.
د ماشوم ژړا نوره هم زیاته شوه.
د ماشوم ژړا نوره هم زیاته شوه.

لږ ځنډ به لا نه وه تېر چې د راکیټ مرمۍ راغله، د دکان په یوه څنډه ولګید. له لګېدو سره جوخت له دوکان نه په لوړ اواز چغې شوې. خداي ته وګورئ، دلته ماشومان دي ډزې مه کوئ. زه دروزم ما ووژنئ ماشومانو ته څه مه وایي!

قران ته وګورئ! ډزې مه کوئ. زوی مې د زړه تکلیف لري. زه درغلم ما ووژنئ ډزې مه کوئ.

له دوکانه تر اخیره همدا یوه ناره راتله خدای ته وګورئ ډزې مه کوئ.

زه د دوکان یوې څنډې ته شوم. هڅه مې وکړه چوک ته نږدې ماشوم راواخلم، خو بیا هم بریالی نه شوم زما له پورته کیدو سره جوخت د موټرو شور شو.

په زړه خوشحال شوم، چې ښه شو اوس به جګړه کنټرول شي. ماشوم ته ورنژدې شوم، له لاس مې ونیوه چې له ښکته خوا د موټرو ډزا شوه دا ډزې عدي ټک ټوک نه وو بلکې د یوې نوې پیکا غږ وو.

زما نه لږ وړاندې یو بل ځوان سرګردان د مارکیټ په څنډه کې د جګړې کنټرول غوښت چې ناڅاپه مرمۍ په هغه وربرابره شوه او ښکته له مارکیټ ولویده.

خلکو بیا چغې کړې هلئ محصل یې وویشت هیچا لاس نه وروړ محصل ویل ښه یم ښه یم تاسې وګورئ ښارته څوک راغلي ولې جګړه نه ختمیږي.؟

د ختمیدو له جملې سره جوخت عارف غږ وکړ اوس کار کیږي کاروان راغی اوس کار کیږي کاروان راغی.

رښتیا هم چې کاروان کاروان وو سیمې ته له رسیدو سره جګړه ارامه شوه.

ورنږدې شوم ویل یې هی لودګانو دا کار ستاسې د کولو دی چې د ښار په منځ کې د دولت مرمۍ د دولت او یو او بل په ضد او په بیچاره عام ولس استعمالوی؟

ورسته پوه شوم چې د ماشوم پلار د دوه قومندانانو په خپلمنځي نښته کې وژل شوی وو.

ماشوم لا هغسې ژړل زما پلار چا وواژه؟
ولې یې وواژه؟
زما پلار خو ویل چې زه تاته موټر اخلم ماته یې موټر ولې نه واخیسته؟
آې عسکره ماما! زما پلار هلته ولې پروت دی؟
پلاره راشه زه دلته یم!
آې پلاره ته ولې نه راځي؟
هی پلاره ته ولې نه راځي؟

ژر شه ماته موټر واخله!
آی پلاره ماته موټر واخله!

پلاره راشه کور ته لاړ شو ادې به موږ ته انتظار وي.

پای

د شپې یوه بجه پکتیکا مرکز شرنه
چهار شنبه د قوس/ ۸ / ۱۳۹۶