
د یکشنبې په ورځ د سعودي عربستان په مرکز ریاض کې د اسلامي پوځي ائتلاف په غونډه کې د ترورېزم ضد جګړې اعلان وشو، د سعودي حکومت ویلي چې ددې ائتلاف دنده به دا وي چې له ترورېزم سره به مبارزه ترسره کوي او چاته به اجازه نه ورکوي چې د اسلام مبارک نوم څخه ناوړه استفاده وکړي.
په یاده غونډه کې د افغانستان په شمول ۴۱ اسلامي هیوادونو ګډون درلود، دا خبره سمه ده چې په دوي کې ځینې هیوادونه به د تروریزم سره په مبارزه کې صادق وي مګر د اندېښنې ځای خو دادې چې ددې ائتلاف مشري داسې چاته ورسپارل شوی چې د نوموړي هیواد په هیڅ حالت کې په مونږ دا نه لوریږي چې مونږ دی سولييز، ارام، او پرمختللې هیواد ولرو.
د پاکستان د پوځ پخوانی مشر جنرال راحیل شریف د دغه پوځي ائتلاف قوماندان ټاکل شوی دی، کله چې پاکستان په مستقیم ډول په افغان وژنه کې لاس لري نو څنګه به دا ائتلاف د افغانانو په درد وخوري. دا خو ښکاره ده چې که چیرته له یو لوري پر پاکستان نیوکې دي چې دوي د افغان سولې په پروسه کې صادق نه دي په افغان وژنه کې لاس لري، په رڼا ورځ د افغانستان سرحدي سیمې په مزایلونو ولي، او همدا شان دوي د افغانانو سره یوه نا اعلان شوی جګړه پر مخ وړي، او بل لوري ته په یوه داسې ائتلاف کې ورته په درنښت کتل کیږي چې ددوي طرحه دا وي چې ترهګري به ځپي.
هيڅ کله به نه دا ائتلاف کامیاب شي او نه به هم دوي وتوانیږي، تر څو اساسي نقاط په نښه کړي ځکه افغانان چې زیاته ګیله لري او شکایت ورڅخه کوي هغه پاکستان دی، نوموړی هیواد په کراتو ازمویل شوی دی.
تاسې که چیرته د سولې پروسه وګورئ څوڅو ځله نوموړي دوکه باز هیواد د افغانانو سره جفا وکړه او هیڅ وخت یې د زړه له کومې دا هڅه نده کړی چې په رښتوني توګه د افغان دولت او د دولت وسلوالو مخالفینو تر منځ صادقانه چلند وکړي.
همداشان د افغانستان ولسي جرګې ددې پوځي ائتلاف د جوړیدلو هرکلی وکړ، خو زما په آند دوي باید دې ته ښه ځیر ووسي چې د پاکستان د پوځ پخوانی مشر جنرال راحیل شریف د دغه پوځي ائتلاف د پوځ قوماندان په حیث ټاکنه څومره د افغانستان په خیر ده.
ځکه له تېرو شااوخوا شپږو کلونو راهیسې زیاتره وخت د ډیورند کرښې له هغې خوا پر افغان خاوره ګڼ راکټي بریدونه او د توپونو حملې کیږي چې له امله یې لسګونه افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه نور د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
همداشان په نورو زیاتو پېښو کې افغان دولت پر پاکستان تورونه لګولي خو نوموړي هیواد بیا په دې خبرو کوم غبرګون نه دی ښودلی، زما په آند هغه استازي چې دغې ائتلاف ته د افغان دولت په نمایندګي ورمعرفي کیږي دوي باید لومړی ددې څلویښتو اسلامي هیوادونو وغواړي تر څو پاکستان نور د افغان وژنې څخه لاس واخلي.
او که داسې ونه شي اوس چې پاکستان تر کوم سیاسي فشار لاندی دی او د ولسمشر اشرف غني ټولې هاغه هڅې چې د پاکستان د اصلي څیرې په ښکاره کولو کې یې کړي دي ټولې به په اوبو لاهو شي، ځکه دوي به د یوه داسې ائتلاف په سر کې قرار ولري چې زیات اسلامي هیوادونه به په کې ګډون لري او شعار به یې دا وي چې دوي د تروریزم په وړاندې مبارزه کوي، په همدې سره به نورې نړۍ ته هم ځان سپین ښايي چې ګواکې دوي د باثباته سیمې غوښتونکي دي او د پردې تر شا به د افغان ولس د ځپنې هر شوم پلان پر مخ وړي.