محقیق په لوی لاس افغانان په پردۍ جګړه کې ښکیلوي

افغان حکومت وايي چې د طالبانو ترڅنګ شل ډلې نوري هم شته چې امنیتي ځواکونه ورسره په جګړه کې دي.
دا چې دا شل ډلې څوک دي او له کوم ځایه تمویلیږي او په کوم هدف جنګیږي دا لا تر اوسه نه ده څرګنده.
په هرصورت، دداعش ډلې حضور که څه هم افغان حکومت په دې هیواد کې تاییدوي خو ددي ترڅنګ بیا دا ګنګوسي هم شته چې دا ډله دداعش له هغې ډلې سره چې په عراق او سوریه کې جنګیږي هیڅ ډول اړیکي نلري.
کله کله خو په رسنیو کې په دې هم بحثونه کیږي چې په افغانستان کې دداعش په نامه ډله د پاکستاني استخابراتو له خوا جوړه شوې تروریستي ډله ده، چې موخه يي په افغانستان کې مذهبې جګړو ته لمن وهل دي ترڅو له دې لاري افغانستان ناامنه کړي او د پاکستان ګټې په دي هیواد کې خوندي وساتي، چې مثالونه يي هم د شعیه وو په دیني مراکزو او جوماتونو روستي بریدونه دي.
که رښتیا هم د عراق او سوریه داعش د افغانستا د داعش په نامه له ډلې سره کومه همغږي او اړیکي نلري، نو بیا محقق ولي غواړي چې د عراق او سوریي جنګړه افغانستان ته راوغزوي، او په لوی لاس افغانان په دغه جګړه کې ښکیل کړي؟
د محقق له خوا د فاطمیون ډلې ستایل او په عراق او سوریه کې افغانان له داعش سره جګړې ته هڅول، په لوی لاس افغانان په پردی جګړه کې د ښکیلولو په معني ده، چې زیان يي یووازي زمونږ مظلوم ملت ته رسیږي.
هیله ده چې چارواکې د محقق دغه د ملي ګټوضد څرګندونو په اړه ملت ته توضحیات ورکړي او نوموړی ژرترژره د هیواد عدلي او قضايي بنسټونوته وسپاري.