سیاسي مبصرین

په داسې حال کې چی هیواد مو په یوه  نړیواله دسیسه کې راګیر دی او هره شېبه د دې پاکې خاورې دښمنان د دې په لټه کې دي چې څنګه زمونږ پاکه خاوره په خپله ګټه وکاروي، د دې سیمې هر اوسیدونکې د دې شاهد حال دې چې هره شېبه څومر آفتونه دلته د نړیوالو له لوري راوستل کیږي.
 
خو بیا هم یوه ډله سیاسي مبصرین شته چې ځان ته د دې خاورې رښتوني خواخوږي وايي تل په رسنیو کې داسې څه ته انعکاس ورکوي چې هم د دې ولس روحیه ور وژني او هم د هغو خلکو چې په حکومتي سیستم کې فعالیت کوي. دوي تل داسې څه وايي چې نه د دې هیواد په خیر وي او نه هم د دې خوار ولس په خیر
دوي څو ډوله دي، لومړۍ هغه چې نوي یې سیاست ته رادانګلي وي او غواړي په دولت کلکو نیوکو سره خلکو ته ځان مطرح کړي دغسې خلک یواځې نیوکې کوي او که ورنه وپوښتل شي چې کومه ستونزه چې ته یادوې څنګه باید حل شي شاید د دې پوښتنې ځواب به هم ورسره نه وي او یا به یې په داسې شان درته ځواب کړي چې په اوریدو به هم نه ارزي.
 
دویم نالایقه او بې سواده یا هم ځینې هاغه سیاسیون چې په تیر دولت کې ورته په درنه سترګه کتل کیدل او اوس یې خپل موقف له لاسه ورکړی وي، داسې خلک بیا چې چیرته په یوه سیاسي بحث کې څرګندونې کوي که یې خبرو ته غوږ ونیول شي ته به وایی چې بس سهار وختي مې په کور ټکه راغورځي او ورانیږي او فکر به کوی چې بس په څو ورځو کې افغانستان ورانیږي او نور هر څه ګډوډ دي.
 
په دریمه کټګورۍ کې هاغه خلک شامل دي چې ولسمشر یې په انتخاب تیروتنه کړي وي او ګومان یې ورباندې کړی وي چې که دی سړي ته وخت ورکړل شي شاید کومه توره به وکړي، مګر د لږ وخت په تیریدو خپل ځان د ولسمشر سربیره نورو ته هم ور وښايي او دا خلکو ته روښانه کړي چې زه دننه دومره وزن لرم دغسې خلک بیا داسې کړنې کوي چې هیڅ وخت دده سره مناسبې نه وي، دوي غله ته وايي چې دغه ځای سورې کړه او د کور مالک ته وايي چې دې ځای ته دې پام وي، د خبرې هدف مې دادې چې دوي که څه هم ددولت یوه برخه وي خو بیا هم د همدې دولت د تخریب هلې ځلې کوي.
 
داسې خلک تاسې شاهد حال یاست چې د ولسمشر له لوري ډیر ژر وپیژندل شول او له دندې ګوښه شول، دوي چې بیا چیرته په کوم سیاسي بحث کې سره یو ځای شي ډیر په خوند په دولت او ولسمشر پسې بد رد وايي دوي هم په دې نظر وي چې دولت دې ړنګ شي ځکه د دې سیمې او حالاتو لپاره مناسب نه دې.
 
یعنې که دی په دولت کې وو او په واک کې وو نو دولت ښه وو او که نشته بیا نو بس هر څه باید پای ته ورسول شي،دغسې خلک غواړي چی هر څه باید بیرته دده لپاره له سره پیل شي تر څو بیرته خپل تللې موقف په کې لاسته راوړي.
په نوره نړۍ کې په ډیرو کمو مواردو، په ډیره کمه فیصدي دغسې کړنې ترسره کیږي، دا د افغانستان د سیاسیونو او سیاسي مبصرینو حالت دی.