سوله انتخاب که مکلفیت؟

د څلورو لسیزو جګړو، ناامنیو، دربدریو او ناخوالو تر بل هر وخت او تر بل هر چا زموږ هېوادوال سولې ته ډېر لېوال کړي دي، ځکه دوی هره ورځ د بدمرغه او تحمیلي جګړې په ټس کې د خپلې کورنۍ غړي له لاسه ورکړي او د هېواد د پرمختګ ګڼ فرصتونه د همدغې جګړې له امله ضایع کېږي.

سوله د ولس اساسي غوښتنه او د حکومت انتخاب نه، بلکې مکلفیت دی او د دغه مکلفیت د پرځای کولو لپاره یې تل په افغان وسله والو او طالبانو د سولې غږ کړی او هغوی یې دېته ور بللي چې له جګړې لاس واخلي او خپلې غوښتنې او ستونزې دې د مذاکراتو مېز ته یوسي.

د بین الافغاني مذاکراتو تجربه هم ګټوره، هم باوري او هم پخه ده، ځکه د تاریخ په اوږدو کې افغانانو خپلې کشالې او جنجالونه د خپلمنځي مذاکراتو له لارې حل کړي او په دې وروستیو کې له حزب اسلامي سره د حکومت د سولې بریالي او ګټور مذاکرات د دې ښه ثبوت دی چې حکومت هم د سولې سیاسي اراده لري او هم دا ظرفیت لري چې دغه مذاکرات څنګه د بریالیتوب پړاوو ته ورسوي.

حکومت سره له دې چې تل یې سولې ته لومړیتوب ورکړی او لا هم لومړیتوب ورکوي، خو بله غاړه له جګړې، طغیان او سرکشۍ مه واره نور هیڅ هم نه پېژني، ځکه دوی د بهرنیو په پلمه تل په افغانستان کې د جګړې تداوم ته لمن وهي او په دې خاطر خپل هېوادوال شهیدانوي. د هغوی له بدمرغۍ څخه مخ نه اړوي او هغوی یوازې او یوازې د مغرضو هېوادونو شومې دسیسې په افغانستان کې عملي کوي.

حکومت د دوی په شومو ارادو او نیتونو خبر دی او د دوی د شومو موخو ، پلانونو او دسیسونو د دفعه کولو په خاطر د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو تمویل، تجهیز او روزنې ته زیات پام کوي.

تر پخوا د امنیتي او دفاعي سکتور په لیکو او قرادادونو کې اصلاحات راغلي. د مکافاتو او مجازاتو د اصل پرځای کولو ته پاملرنه شوې، د تقاعد په اجرا کولو سره د تجربه کاره او په عمر پخو صاحب منصبانو د خدمت او هلو ځلو قدرداني شوې او نویو او ځوانو کدرونو ته د لا ډېر او ښه خدمت زمینه برابره شوې.
د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر منځ همغږي زیاته شوې. د دوی خوړو، درملنې او نورو اسانتیاو ته تر پخوا زیاته پاملرنه شوې. حکومت کوښښ کوي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د سیاسیونو له نفوذ او لاسوهنې خوندي کړي او د دوی مسلکي وړتیاوې وروزي.

د دې ټولو باوجود د قانوني او باعزته سولې د تامین له لارې د جګړې د ختمولو کوښښونه شوي، ځکه سوله د افغانانو اساسي غوښتنه ده او حکومت په هېواد کې د سولې د تامین لپاره ټینګه سیاسي اراده لري او د ا خپل مکلفیت بولي چې هېواد او هېوادوال د تلپاتې سولې او ثبات خاوندان کړي.

ولسمشر غني وایي چې سوله مو لومړیتوب او مکلفیت دی او که چېرې وسله وال مخالفین د مذاکراتو له لارې سولې ته غاړه کېنږدي، نو دوی به سوله د جګړې ډګر ته یوسي او طالبان چې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري، نو یا به د جګړې په ډګر کې له منځه ځي او یا به هم سولې ته غاړه ږدي.