د پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي یو استاد، چې هره ورځ به یې په فېسبوک کې بیتونه، لنډۍ او ورته نور شیان پوسټ کول. د ادبیاتو پوهنځي یو بل تن محصل، چې له ده سره پر فېسبوک ملګری و، هره ورځ به یې ښه او ستایونکي نظرونه/ کمینټونه ورکول.
یوه ورځ استاد یو بیت پوسټ کړ؛ د محصل تر نظر شاید ښه نه وي ورغلی نو له دې امله یې، دا ځل نظر/کمېنټ له نورو څخه متفاوت ؤ.
محصل ولیکل: استاده! چې وزن او رادیف یې برابر نه وي، هغه شعر نه دی خو خیر تاسو (ولسي شاعر) ورسره لاندې لیکلی.
استاد یې کمېنټ رفلېډ کړ: ته پر وزن او رادیف پوهېږې!؟؟؟
محصل: هو!
محصل مې چې لیده زر، زر یې کتابو حاخوا دېخوا اړول؛ ترې ومې پوښتل، څه خبره دی ادیب صیب؟
ویې ویل: پوښتنه مه کوه! خبره خرابه ده؛ پر استاد مې نېوکه وکړه او دا ټول جریان یې په داسې حال کې راته بیان کړ، چې کتابونه یې د اطاق له یوه کونجه بل کونج ته ورسول. کوشش یې کوه ترڅو د وزن او رادیف په اړه معلومات پیدا کړي او استاد ته یې کمېنټ کړي.
ورته مې ویل: ښه کار دي کړی؛ کله چې یو څه غلط وي، باید پرې نېوکه وشي.
محصل: نا، کشکې داسې نه وی شوي!!!!!!!!!! ته د وزن او رادیف په اړه معلومات لرې او کنه؟
ټول بدن مې خندا نیولی و خو د دغې مسخرې، تماشه لا خنداونکي وه؛ خندا پر محصل ډیره بده لګیده؛ ورته مې ویل: نا، زه خو یې په اړه معلومات نه لرم.
محصل: اوففففففففف زما خدایه! اوس څه وکړم؟
څو شیبې غلی ؤ؛ یو ناڅاپي راجګ شو او ویې ویل: واحده! واحده!
له څېرې خوشحاله ښکاریده او پر نرۍ مسکه سره یې وویل: ته خبر یې؟
ورته ومې ویل: نا، څه خبره دی؟
محصل: د استاد او زما هغه کمېنټونه مې ډلیټ کړل؛ دوهم وار مې له سره کمېنټ ورکړ، ورته ومې لیکل: ډیر ښایسته
استاد بیا کمینت رفلید کړ: ته زما شاګرد یې، ته ولې داسې نېوکې کوې، چې دلیل هم ورته نه لرې؟؟؟؟ هغه هم پر یوه استاد
محصل: واله استاده! ډیره بښنه غواړم پام مې نه و.
وروستي