د لمر سترګه د غرونو تر سرونو ورسیده؛ لمر هم کلي او بانډې پر خپلو زرینو وړانګو روښانه کړې؛ نن مې فکر بیخي ارامه او جوړ ؤ؛ له کوره د یو څه پیاده چکر وهلو لپاره را وواتم.
ومې غوښتل، د کلي برې خواته ولاړ شم؛ چېرته چې شنه فصلونه، لويې لویې ونې او زیاتي شور لرونکي روانې اوبه شته؛ په خوند، خوند روان وم؛ له کلي تر فصلونو پورې مې د مرغکیو له رنګه رنګ نغمو بېل خوند واخیسته.
د پټو کوزې برخې ته، چې پر شنو فصلونو لکه شین پرش پوښل شوي و، ورسیدم؛ فصلونه شبنم ګیر وو؛ دپاڼو پر اننګو یې غوټۍ ِغوټۍ د اوبو څاڅکي له ورایه ښکاریدل ځکه د شپې شبنم شوی ؤ.
د فصلونو تر منځ یوه نرۍ او ښکلې لار موجوده وه؛ د لارې یوه او بله خوا شنو فصلونو نیولې وه؛ یوازې د دوو پښو د تګ ځای پکې موجود و.
پر نرۍ شنه لاره ورسم شوم ترڅو د فصلنو برې خوا لوی خواړ ته، چې د شنو روانو اوبو ترڅنګ یې یخ لرونکي سیوري هم درلودل، ځان ورسوم.
فصلونه کافي لوی ؤ؛ د لارې د دواړو غاړو واښه هم لوی او لنده وو؛ د تګ پر مهال یې راته د کالیو څه برخه هم لنده کړه خو د فصلونو برې خوا ته ورسیدم؛ له لرې مې د خواړ د اوبو بوګنونکی اواز تر غوږ شو؛ همداسې ور روان شوم تردې چې خواړ ته ورسیدم؛ خواړ هم یو عجیبه طبیعي ښکلا درلوده؛ یوه او بله غاړه یې لویو لویو ونو نیولي تر منځ یې غېږ شنې اوبه په ډاروونکي شور سره له پورته نه ښکته بهېدې؛ د خواړ د غاړو ونې به هر وخت له ډول ډول مرغکیو/ بلبلانو ډکې ښکاريدې. د بلبلانو آوازونو به د اوبو له پرلپسې شور سره بېل خوند کوه.
ستړی شوی وم؛ د خواړ په ښۍ غاړه کې مې سړې سیورې ته د لویې ونې پر سټه تکیه ور وواهله؛ ساړه او غلي باد مې د سر ویښتان پر حرکت راوستل؛ سترګې مې پاس په ونه کې د مرغکیو سیال ته ښې برابرې وې؛ غوږنو مې هم د اوبو د شور ترڅنګ د مرغکیو د ویده کوونکو داستانونو سیال کوه؛ خوب مې نورې سترګې پټولې چې ناڅاپه درز شو؛ زړه مې غوټه شو؛ په ځای راپاڅیدم؛ په منډه منډه بېرته دفصلونو لورې ته وختم؛ ګورم چې د فصلونو ښۍ خوا سړک د پاسه کوچنی ښارګوټی شنو لوګیو په سر اخیستی لا ورتېز شوم تردې چې صحنې ته ور ورسیدم؛ حک پک ودریدم ځکه هاخوا دیخوا لسګونه خلک د چودل شوي بم له کبله، پر وینو کاکړ پر ځمکه پراته و؛ همت مې له وجوده ولوت، زړه مې بې درېغه په لړزا ؤ، نه پوهیدم چې څه وکړم!؟
د چودل شوي بم له ځایه یو څه لرې مې یوه پيغله ولیده؛ پیغله پر ځمکه ړنګه پراته وه؛ د بدن زیاته برخه یې پر وینو وه؛ په منډه ورغلم د خپل د مټ په دست مال مې ورته مخ پټ کړ؛ د پېغلې ښې خوا ته مې یوه کتابچه پر ځمکه پراته ولیده؛ که څه هم ددې وخت نه و خو کتابچې ته ورلنډ شوم؛ د کتابچې له منځه یوه سپینه پاڼه تر نمایي راوتي وه؛ پاڼه مې راکش کړه؛ د پاڼې پر حاشیو ډول، ډول کوچني ګلان په مختلفو رنګو کې رسم شوي وو؛ له ګلانو د مینې او جدي هیلو بوی راته؛ تر منځ یې په ښایسته خط سره لیکل شوي وو:
پلار جانه! خط درته زه ملاملۍ استوم؛ د یوولسم ټولګي امتحانونه مې په بریالیتوب پای ته ورسیدل؛ د انګلیسي کورس مې هم تر نیمایي رسیدلی.
پلار جانه! زه ډیره خوشحاله یم ځکه زه اوس هم، د پخوا په څیر په لیسه او کورس دواړو کې اول نمره یم؛ پلار پلار جانه! په دې خبرې سره ته هم خوشال شوې کنه!
هو!
زه پوهیږم، چې هرومرو به خوشال شوی وې.
ته خو پوهېږې پلارجانه چې زه څه غواړم؟ هو پلاره! زه غواړم، چې په راتلونکي کې یوه تکړه ډاکټره شم.
وروستي