د فساد ضد مبارزه لا هم قانع کوونکې نه ده

په افغانستان کې د جګړو، ناامنیو، زورواکیو او بې قانونیو له امله اداري فساد، توند لاري او تاوتریخوالي خپلې بدمرغه ځېلې او رېښې دومره ژورې او پراخه کړي، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې له ملکي وګړو څخه د ژوند خواږه، ارامي، خوښي او هیلې اخیستي، په رواني لحاظ یې ځپلي او په خپل راتلونکي یې بې باوره کړي دي.

اداري فساد او تاوتریخوالي که په کوردننه د هېوادوالو ژوند له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ کړی، نو په نړیواله کچه یې هم د افغانستان نوم او حیثیت زیانمن کړی دی، ځکه فساد او تاوتریخوالي افغانستان د ملکي وګړو په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو لپاره په دوزخ او د جګړه مارو، مفسدو، مافیا او ترهګرو لپاره یې په خوندي ځای بدل کړی وو.

ولسمشر غني د ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال ولس ته ډاډ ورکړی وو، چې په افغانستان کې به د فساد او تاوتریخوالی نوغی وباسي، ځکه فساد له یوې خوا د ټولو بدمرغیو زېږنده ده او له بلې خوا یې د افغانستان د پرمختګ او د هېوادوالو د سوکالۍ او ارامۍ مخ ډب کړې ده. له همدې امله نوموړی د اداري فساد او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په برخه کې قاطع او جدي دی.

ولسمشر غني کوښښ کوي چې د شته بې قانونیو، بې عدالیتو او فساد په له منځه وړلو سره دولتي ادارې په شفافو، موثرو او حساب ورکوونکو ادارو بدلې کړي، تر څو خلکو ته اساسي خدمات وړاندې کړي او په دې ډول د ارګ او جومات، ولس او حکومت تر منځ شته واټن او د بې باورۍ او نهیلۍ بحران له منځه یوسي.

له اداري فساد سره مبارزه او د تاوتریخوالي د نوغي اېستل او په لویه کې د اصلاحاتو راوړل ژر او اسانه ځکه نه دي چې مافیا، ځینې مفسد افراد، ډلې، ټپلې او اشخاص چې فکر کوي ګټې یې په خطر کې لوېږي، مقاومت کوي، مګر د دوی د زور او مقاومت د اوبه کولو لپاره ولسمشر غني کوښښ کوي چې په لومړي ګام کې دولتي ادارې او په ځانګړي ډول عدلي او قضایي بنسټونه د اساسي اصلاحاتو له لارې پیاوړي کړي او د اصلاحاتو بهیر څخه د هېواد د سیاسي قشر او ولس په ملاتړ د فساد او تاوتریخوالي پرضد خپلې موخې او مبارزې ته په اسانۍ ځان ورسوي او په جګړه ځپلي هېواد کې د قانون واکمنۍ ته لاره هواره کړي.

فساد هم یو له هغو ناوړه میراثونو څخه دی چې د مخکېني ولسمشر حامد کرزي له حکومته ولسمشر غني ته په میراث ور پاتې شو. په هېواد کې اکثره موجوده بدمرغۍ د همدغه فساد زېږنده دي، ځکه اداري فساد چې څومره د حکومت بڼه او د قانون واکمني کمرنګه کړې، نو همدومره ډېر یې ولس هم زهیر کړی دی او هره ورځ په هېواد کې له شته اداري فساد څخه شکایت کوي.

مګر د فساد له منځه وړل یوازې د حکومت مسوولیت نه دی او نه هم حکومت په یوازې ځان د فساد ضد مبارزه کې هغومره بریالی راوتلی شي، څومره یې چې ولس هیله لري. د دغې پدیدې پر ضد پراخه مبارزه پکار ده او په پراخه مبارزه کې د ولس فعال حضور او رول نهایت مهم دی. ولس ته ښایي چې د فساد په ضد مبارزه کې د حکومت ټینګه ملګرتیا وکړي او په ګډو هڅو هېواد او خپل ولسونه د فساد له ناوړه زیانونو څخه خوندي کړي.

د فساد پر ضد روانه مبارزه نه هم حکومت او نه هم ولس ته قانع کوونکې ده، نو د دغې مبارزې د لا موثریت لپاره هیله ده چې حکومت او ولس یو بل ته د فساد پر ضد مبارزې لپاره د همکارۍ لاسونه ورکړي او په دې برخه کې خپل امکانات، تجربې او قوت سره شریک او د فساد غوړېدلی جال له دولتي ادارو او هېواد څخه ټول کړي.