له تروریست وروسته دښمن

رسنۍ په افغانستان کې د ساعتیرۍ د وسیلې پر ځای باید د حکومت او ملت د یو ځای کولو د پل په توګه وکارول شي، کنه نو د بیان پر ازادۍ به دا بریدونه لا پسې ډير او پر لوی لاس به مو خپل راتلونکی خپله برباد کړی وي. د طلوع تلویزون پر کاسټر د برید وروسته ډيری رسنیو د تحلیل او دښمن ټکونې پر ځای بیا هم خپل پخواني سټایلونه تعقیب کړل او داسې یې وګڼله لکه دا برید چې به بیا نه تکراریږي، او که تکرار هم شي نو هدف به یې دوی نه وي. په داسې حال کې چې مونږ ټول له یو عادي فرد نیولې تر نظامي، له هغه نیولې تر ژورنالیست د دښمن په نظامي اهدافو کې شامل او دښمن یوازې د انساني وینې تږی دی.
پوښتنه مې دا دي چې که د دښمن نظامي اهدافو کې شامل یو نو ولې اوس هم دښمن ته کار کوو؟ پر طلوع تر برید وروسته ولې نظامیانو او عامه وګړو ته د رسنیو لخوا د (شهید) کلمه ونه کارول شوه؟ ایا پر طلوع برید د ازادۍ په بیان برید نه وو؟ ایا شمشاد به اوس هم نظامي عسکرو ته په خبرونو کې د (مړو) کلمه کاروي؟ ایا د خپلو کارکوونکو ویر به د مړو په نامه ژاړي که څنګه؟
نن په داسې حال کې چې شمشاد پر لمبو سوځوي ډيری شخصي رسنۍ په خپلو نشراتو کې شانه پرانک سندرۍ خپروي، او بلاخره هماغه متل رایادیږي چې (مینه په تلو راتلو زیاتیږي کله راځه کله به زه درځم مینه)، له بلې خوا نن په داسې حال کې چې شمشاد پر لمبو کې سوځوي د بلې رسنۍ راپورټر یې نوم نه یادوي چې ګویا کمپاین به يې ورته کړي وي.
( تروریستان بر یک تلویزون خصوصي در نزدیک کرکت بورد حمله کرده اند)
که چیرته د رسنیو همدا حال وي او پوره نابغه خودپسنده رهبران چې ځان سخت مسلکي بولي همداسې مخ ته لاړ شي نو دا به پر بیان ازادۍ وروستۍ حمله نه بلکې د حملاتو یو کوچنۍ پیل و اوسي. هر کله چې کومې رسنۍ مسلکې کار د خلکو د پوهاوي لپاره کړی نو د دښمن هدف وو او د دې هدفونو د له منځه وړلو لپاره باید ټولې رسنۍ د دښمن پر ضد مسکلي خپرونې، دریځ، ناستې، کمیټې او اصلاحات رامنځ ته کړي تر څو له دښمن هدف هیر او نور پر هیواد کې د ازاد ژوند جرعت ونلري.