
نن بیا ژاړم او نن بیا می سترګی سری دی
داسی نده چی وهلی ومه بیا چا
نن ګیله می د ښوونکی ځینی نده
نن می کور کی چای خوړلی په خندا بیا
نه می صنف کی کوم جنګ کړی او نه جنګ کړم
نه می ستونزه ده لیدلی تر بیګاه بیا
خو بیا هم ژاړمه چی ولی ؟
دا ځل درد می ځغته ډیر دی
دا ځل زړه می زخمی شوی
نن می یو ماشوم لیدلی
چی تا نه به وی لیدلی
په ژړا ژړا زمونږ کلی ته راغی
په اوبو کی و لوند شوی لړل شوی
بس د یوی مڼی په لټه کی روان و
سترګو سترګو ته یی کتلی او ژړلی
چا ډوډی ورنه کړه
شو ناهیلی او روان شو
ویل یی دی کلی کی څوګ شته
په ژړا شو په کروکار شو
ما ویل زه به درته واخلم ، بولانی ، خو ته مه ژاړه
ویل یی راکه بس ډوډی ، چی بولانی می په کار نده
زه یی وړم ادکی مور ته ، رسوایی می په کار نده
ورته ورمی کړه ډوډی په لار روان شو
خو په فکر کی ډوب وم چی ولی یی بولانی وانخیسته ؟
بیرته راغی څو شیبی وی تیری شوی
په ژړا ژړا یی داسی وه ویلی
وروره دا ډوډی دی واخله کړم مننه
ستا ډوډی ته نور احتیاج زه نه لرمه
که می مور ته بولانی وه نن ما وړی
نو غوړی یی تل باسی وی بیا شو غلی
زه پری پوه شوم چی یی ستونزه د روغتیا ده
د مور جانی یی غوړو سره ناخوا وه
ما ویل ولی دی ډوډی بیرته راوړی
په ژړا شو ویل ادی می رانه تللی
مور یی مړه وه دا هم غلی ورته ناست و
په یو کور کی چی غوجله وه تری ښکلی
د داسی هلک به په زړه څه تیریږی ؟