امریکا یواځې د شعار تر بریده

د سپټمبر له یوولسمې پیښې وروسته امریکې او متحدینو یې د افغانستان په لوري د تروریزم پر وړاندې د مبارزې او د اسامه بن لادن د نیول کیدو په موخه هغه مهال خپل وزرونه وښوورل، چې ګواکې یاد برید د اسامه له لوري چې افغانستان کې استوګن دی او خپلو تروریستي کړنو ته ادامه ورکوي له منځه یوسي، ځکه چې د القاعدې شبکه د اسامه بن لادن تر مشرۍ لاندې نه یواځې امریکا ته بلکې ټولې نړۍ ته ګواښ ده.

خو امریکا چې دافغانستان حالاتو ته یې یوه نوې څپرکۍ پرانیسته او د افغانستان د امنیت،سیاست، ټولنیزو او اقتصادي مشکلاتو د حل په تړاو یې داسې شعارونه ورکول چې هر افغان وګړي به په خپل ذهن کې د یو پرمختللي او په ځان بسیا هیواد انځور جوړاوه، چې د ډېرو خلکو هیلي هم ورسره تړل شوې وې، ځکه خلګ نور له جنګه ستړي وو او کورنیو جګړو هم بې وسه کړي ول، خو دا تړل شوې هیلې ورځ تر بلې او په تدریجي ډول د پیکه کېدو په لار وې.

اوس د امریکا له راتګ څخه کابو اولس کاله تیریږي، د القاعدې مشر د پاکستان په اېبټ آباد کې ووژل شو او د تروریستي کړنو پټنځایونه هم په پاکستان کې دي چې نړۍ اوس هم په دې ګواه ده.
خو کله چې امریکا د سپټمبر په بهانه او د دې شعار په زمزمه کولو سره، چې غواړي د تروریزم پر وړاندې مبارزه وکړي او د القاعدې شبکې او د نورو تروریستي ډلو کړنو ته د پای ټکی کېږدي، پر ځای یې تروریزم لا پیاوړی شو، نویو ډلو ټپلو هم د نویو نومو سره سر راپورته کړ، چې داعش یې ښه بېلګه کېدایشي او وکړای شول چې په لږه موده کې د افغانستان ځینو ولایتونو ریښي وغځوي.
خو د تروریزم په پیاوړتیا او د داسې ډلو ټپلو په راویښتیا کې امریکا هم په مستقیم او غیر مستقیم ډول د افغانستان له مخالفینو سره مرسته او حمایت يې کوي، چې د بارک اوباما هغه څرګندونې چې ګواکې امریکا په افغانستان کې ماته خوړلې، یو څرګند دلیل دئ، چې په دې څرګندونو سره په حقیقت کې مخالفینو ته مورال ورکول دي، ځکه خو طالبان هم په دې وتوانېدل چې یو ځل بیا د امریکې د لومړنیو کلونو له راتګ وروسته د جنګ ډګر ته راودانګي.

په حقیقت کې امریکا همدا غواړي چې روان وضعیت همداسې دوام ومومي او خپلې پښې خښې کړي، تر څو امریکا په افغانستان کې د جنګ په ډګر کې یو برحاله دښمن ولري چې خپلو موخو ته د رسېدو لار ورته رالنډه او لاس لارسئ ورته آسانه شي، کنه د امن او سولې په فضا کې به امریکې ته د تل پاتې پایښت لپاره کوم دلیل نه وي او له طالبانو سره د سولې نعارې هم هسې نمایشي چغې دي. او اوس د افغانستان هر وګړي ته دا جوته شوې چې په ټوله کې بهرني هیوادونه او په ځانګړې توګه امریکا په افغانستان کې او د دې هیواد له لارې په سیمه کې یواځې خپلې ګټې لټوي نه داچې له افغانانو سره خواخوږي لري.
خو دا چې امریکا په خوله څه وایي او په عمل کې څه کوي لوی واټن شتون لري چې د اولسو کلونو په ترڅ کې د امریکې کړنو په افغانستان کې دا په اثبات رسولې او که کړنو ته یې ځیر شو نو دا روښانه وي چې امریکې همدا لوبه روانه کړې، چې «اوبه خړې کړه او ماهیان ونیسه» .

او له دې هم باید سترګې پټې نشي چې د افغانستان اوسنئ وضعیت هیڅکله نشو کولای چې د طالبانو او د هغه وړاندې له مجاهدینو حکومت د استاد برهان الدین رباني په مشرۍ سره پرتله کړو.