په هیواد کې مو د جنګ سکروټې لاهم تازه دي او د وسلوالو ډلو له لوري وخت ناوخت انتحاري حملو او بریدونو خلګ خورا زیات اندېښمن او په وېره کې اچولي دي. په تېرو دوو میاشتو کې درې داسې خونړي بریدونه وشول چې د یوسلو پنځوسو څخه یې تر څلور سوه کسانو مرګ ژوبله درلوده چې ډېری یې ملکې وګړي ول. د روانې میاشتې په لسمه نېټه د وزیر محمد اکبرخان د زنبق په څلور لاري کې برید چې د ټانکر موټر واسطه ترسره شو خورا زیات خونړۍ وو چې ډېری کورنۍ یې د ویر په ټغر کېنولې. خو د وزیر محمد اکبرخان د ټانکر بمب برید څخه دوه ورځې وروسته هغه لاریون چې د یاد برید د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنې په موخه په لار اچول شوی وو، د نورو شعارونو تر څنګ یې دا شعار هم زمزمه کولو چې، ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله...دې استعفاء وکړي. دا چې لاریون د چا له لوري په لاره اچول شوی وو او اصلي موخه یې رښتیا هم د دوزیر محمد اکبرخان د برید قربانیانو ته د عدالت غوښتنه وه که یواځې یې په دې شعار سره خپلې سیاسي موخې څارلې، دا بېل بحث دی. خو په اوسني حالاتو کې د لاریونکوونکو دا غوښتنه چې ولسمشر او اجرائیه رئیس دې استعفاوې وکړي چې لا تر اوسه یې هم د کابل په ځینو سیمو کې دتحسن خیمې درولي او په خپل دریځ کلک ولاړ دي چې د کابل ګڼ شمېر ښاریانو ته یې په دې مبارکه میاشت کې ستونزې پېښې کړي، یوه غیر معقوله غوښتنه ده. که چېرې اوسني حالاتو ته ځیر شو نو استعفاء نشي کولای د روانو حالاتو لپاره د حل وفصل یوه مثبته لار واوسي. او که چېرې تیرې تجربې ته مخ ورواړو چې د بلخ په ولایت کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو له برید ورسته د ملي دفاع وزیر نورالله حبیبي او لوی درستیز استعفاوې وکړې چې داسې کوم بدلون ترسترګو نشو او د وزیر محمد اکبرخان برید له دوي(ملي دفاع وزیر او لوی درستیز) له استعفاوو وروسته تر سره شو. بناءً له دې جوتیږی چې د استعفاء غوښتنې پرځای داسې د حل لارې ورته ولټول شي چې په عملي بڼه یې د مثبت بدلون شاهدان واوسو. په داسې حالاتو کې د دې پر ځای چې د حکومت پر ضد شو ښه دا ده چې د حکومت سره په څنګ کې ودریږو، سره یو شو ،لاس ورکړو او په ګډه هیواد مو له اوسنیو حالاتو چې ورسره لاس او ګرېوان دی وژغورو. او هغو بهرنۍ او په کور دننه کړیو ته چې غواړي له داسې حالاتو څخه ګټه پورته کړي او د نفاق تخم بیا د توکمونو تر منځ وشیندي پر وړاندې یې خپل یووالی ثابت کړو. کنه استعفاء په اوسنیو حالاتو کې د زخم دوا نه بلکه پر زخم د مالګې دوړول دي چې زخم مو لا هم ناسور کوي، او هېواد به یو ځل بیا د داسې امنیتي،سیاسي او اقتصادي بحرانونو سره مخ شي چې ژغورل به یې ډېر ستونزمن کار وي. نورالرحمن نومیال
وروستي