پښتو او که شرعيت؟؟؟

پښتو او که شرعيت؟؟؟
لومړي برخه:
موبایل یې راکړو وویل: دا درسره واخله. نور به خبرې به همدې موبایل کې سره کوو. خداي مه کړه، اوس مو کوم څوک ونه ګوري نو ځکه زه درڅخه ځم.
ما هم ورسره ومنله او خداي پاماني موسره وکړه، زه هم دکور په لور راوانه شوم. ډېره خوشحاله وم، هغه دچا خبره دخوشحالۍ نه په جامو کې نه ځایدم، ځکه اوس ما کولاي شول، چې اشنا سره هر وخت او هره ورځ خبرې وکړم، خو ناڅاپه شیطان وسواسه راوچوله، چې خداي مه کړه موبایل کوم څوک راسره ونه ګوري، په همدې سوچونو کې ډوبه وم .

چې په جیب کې مې موبایل په لړزه شو د OK تڼۍ مې کیکاږله په خندا مې ورته وویل: زه لا کورته نه یم رسیدلي تا بیا زنګ ووهلو هغه هم په خندا راته وویل: څه وکړم؟ له زړه مجبور یم.
ورته مې وویل: زه،چې کور ته ورسیږم زنګ به درته ووهم
وویل: سمه ده خو، چې پام دې وي، کوم څوک موبایل در سره ونه ګوري!
ومې ویل: سمه ده بیغمه شه.

له ژمنې سره سم وروسته له ډوډۍ خواړلو دحجرې دجارو کولو په بهانه لاړم زنګ مې ورته ووهلو خو، موبایل یې قعطع کړو هغې راته زنګ وکړ، د سلام وروسته یې وویل : ډېردې ځنډ نه کړ؟
ومې ویل : ډوډي مې خواړله.

وویل : سمه ده خو پام دې وئ، کوم څوک درباندې پوهه نه شي ډېرپام به کوئ . ما هم ډاډ ورکړ .
څو دقیقې خبرې مو سره وکړې، چې د مور غږ مې راغلو. ما اشنا ته وویل : سبا سهار ته چې ښوونځۍ ته لاړم بیا زنګ درته کوم، اړیکه مې پرې کړه دحجرې په جارو کولو بوخته شوم.

ټوله ورځ ډېره خوشحاله وم، سهار ته مې انتظار کولو چې کله به سهار کیږي؟ ترڅو ښوونځۍ ته لاړه شم په هر حال ...
سهار ښوونځۍ ته زه او دتره لورګانې مې روانې شوو خپلو، خپلو ټولګیو ته لاړو خو زه بیرته دتشناب په بهانه را ووتلم او اشنا ته مې مېسډ کال وکړ، اشنا هم زنګ ووهلو یو ساعت خبري مو سره وکړي په هرحال...

څو ورځې پرلپسې سره وغږیدو د کلنو، کلنو دمیني خبري مو په څو ورځو کې سره وکړې یوه خبره، چې د ډېري مینې به یې راته هر وخت کوله هغه ده چې، اې لیوانۍ!
په ورځ کې به یې درې، څلور ځله زنګ وهلو او ما به هم ډېر په بیړه دکور کارونه خلاصول ترڅو خبرې ورسره وکړم .
خو یوه ورځ جمعې ورځ وه د زنګ وخت ته انتظاره وم خو زنګ رانغی، ماسپیښین شو بیا هم زنګ رانغی مازدیګر شو ماسښتن شو بیا هم زنګ رانغی ډېره اندېښمنه شوم، چې خداي مه کړه کوم څه پرې شوي نه وي شیطان رنګه،رنګ وسواسې راچوالي.
سبا ورځ هم همداسې ټوله ورځ تېره شوه کور کې مور،نیا،بار، بار راڅخه پوښتنه کوله چې ډوډۍ سمه نه خورې خداي مکړه ناروغه خو به نه وې؟
ما هم ورته وویل: نه هسې...

د درېیمي ورځي سهار وخت وو ، چې په جیب کې مې موبایل په لړزه شو ډېره په بیړه دتشناب په بهانه لاړم چې موبایل مې را واخېستو نو د کمپنې لخوا پیغام راغلي وو بیرته به لا د کوټي په لور نه وم راغلي چې موبایل بیا په لړزه شو بیرته تشناب ته راغلم،چې مې موبایل ته وکتل نو اشنا زنګ وو. د ډېري خوشحالۍ نه مي له خولي دا اواز ووتلو چې شکور خدایی. هزار، هزار شکور
په بیړه مې ځواب ورکړو :
هلو، بلي...
اورم لیوانۍ څنګه یې ؟
ښه یم، دا څو ورځې دي زنګ نه وهلو ولې او موبایل دې هم بند وو ولې؟
کلي ته تللی وم ډېر کوشش مې وکړو خو هلته موبایل کار نه کولو.
د اشنا له خبرو راته معلومه شو چې ډېر خوشحاله دي دخوشحالۍ دعلت پوښتنه مې ورڅخه وکړه؟
وویل: که تاته ووایم ته با هم ډېره خوشحاله شي .
ومې ویل: خوراته واویه داسي کومه خبره ده چې زه نوره هم پری حوشحالیږم ؟
وویل: تیره شپه زما موراو پلار زما په هکله خبري کولي ویل یې چې اشنا ته باید واده وکړو ځکه چې لوي شوي خو مور مې ورته ویل : چې اشنا ته به زه خپله د خور لور وکړم ځکه چې یو یې همځولی ده او بله دا چې ښکلي هم ده.
خوپلار مې ورته ویل : چې نه باید داشنا په خوښه واده وکړو که ستا خورځه یعنی خپله دترور لور یې خوښه وي نو زه کوم اعتراض نه لرم.
زما خور یې راپسی ولمسوله چې زما له خولې خبرې واوري چې ما څوک خوښه ده؟
خور مې هم راغله او زما غږول یې پیل کړل. ما هم ځان نغرضه ورته واچولو، چې ګواکې ما د مور اوپلار خبري نه دی اوریدلی، خورمې رانه دترور لور په هکله پښتنه وکړه خو ما کومه لېوالتیا ونه ښوده وروسته مې ستا په هکله ورته وویل :چې لیله نومي جینۍ چې زمونږ له کور څخه یې څو کوره لاندې کور ده هغه جینۍ څنګه جینۍ ده؟
لیله یادوي؟ هغه د لوړ قد واله جینۍ؟ چې په یوولسم ټولګې کې زده کړي کوي؟
هو!
نور یې نو ستا صفتونه پیل کړل ډېره لایقه، ښکلي، لوړه ،په اخلاقو سنبال جینۍ ده.
لاړه مور اوپلار ته یې ټولي خبرې وکړې او هغوی هم ومنله که خیري وی سبا ورځ کور ته درځي که خیروي نو ته به زما ناوي شې.
ومې خندل :الله دې وکړي، چې همداسې شي.

ټوله ورځ دومره خوشحاله وم لکه یو مرغي چې له قفس څخه ازاده کړې نو دا به څومره خوشحاله وی که مبالغه ونکړم نو له دې به هم زیاته خوشحاله وم . او ویل مې چې دا ورځ زر تیره شي او سبا شي یوه، یوه دقیقه راته یو ساعت شو. په هر حال ...

سهار شو وختي پاڅیدم جامې مې بدلې کړې د سهار چای مې تیار کړ. وروسته دچایو مې خور او دتره لورګانې مې ځانونه ښوونځی ته تیار کړی وو خو ما دغاښ دارد بهانه وکړه او پاتې شوم .
۱۰ لس بجی به وي چې داشنا مور او خور راغلل .
د ډېري خوشحالي نه مې شکر ادا کولو او سوالونه مې کول چې اوس یی زما مور او پلار ورسره ومني.

چای مې ورته تیار کړو مور یې یو ثانیه هم زما له سترګو سترګې نه لري کولي نور یې هم ډېره خوښه شوم .
وروسته له چایو یې زما نیا، او مورته زما یادونه وکړه ، نیا مې په ځواب کې ورته وویل: مونږ بدل کوو او هغه هم په خپل کلې کې نه په بل قوم کې مونږ خور او لور ورکوو او نه یې دبل قوم څخه کوو. داشنا مور او خور ناهیلې لاړل.......
نور بيا..............