ولسمشر او اجرائیه رئیس ته پرانیستی لیک


عزتمندو ملت مشرانو ؛ ستاسو د اعتماد او باور له مخې زه مو د هلمند لپاره مرستیال والي و ټاکلم که څه هم ما یې یادونه نه وه کړې او نه مې د دې پوسټ غوښتنه کړي وه، خو ستاسو په غوښتنه ما دا دروند بار او مسؤلیت و مانه، که څه هم دا وظیفه راته ډيره ګرانه وه ځکه چي ماته په دې قانون شکنه وطن کي کار کول ډير سخت وو، ځکه چي د پنځلس کالو عادت سوي ډیر ژر و قانون ته برابرول څه مبارزي ته هم ضرورت لري، څه لوړې او ژوري هم لري، تهمتونه، ښکنځل او د تحصن خېمي هم لري، خو ما د دې ټولو با وجود چي ستاسو په ارادې مطمئین وم، د ملي وحدت د حکومت په ارادي مطمئین وم، په دې نیت مې کار شروع کړ او خپل د لومړۍ ورځې د معرفت په غونډه کې

مې هم ولس ته په خپلو خبرو کې وویل چې: " قانون به تطبیق کوو او په ټولو به یې تطبیق کوو، فساد به له منځه وړو اصلاحات به منځ ته راوړو، کار به اهل کار ته سپارو او په مصلحتونو او انډیوالۍ به حکومت نه چلوو او د بادارۍ فرهنګ به ختموو او د خدمت ګارۍ دود ته به وده ورکوو، زموږ قهرمان سربازان چي د دې نظام د بقاء لپاره یې د خپل سر او وینې په قیمت د داسې بې رحمه دښمن سره مقابله کوي چې مقابله یې هم څه ستونزمنه ده خو دوی د نظام د پایښت او سرلوړي افغانستان لپاره قربانۍ ورکوي، نو بیا په داسي یوه حالت کي د دې وطن سره خیانت، معامله ګري او قانون شکني د دې خاوري سره لویه جفا وي.

ما د خپل تعهد پر بنیاد کار را پیل کړ، په دوو میاشتو کي مې آته مجرمین د دقیقو اسنادو او شواهدو سره څارنوالی ته ور وپیژندل چې فقط د دې دوي بېلګي درته وړاندې کوم:
یوه یې د زندان څخه لیدنه وه، چې د زندانیانو د حال پوښتنه مې وکړه، د دوی د دوسیو پر وخت څیړلو غوښتنه مې وکړه، د آشپزخاني په برخه کې مې د دوی د خوراک تقسیم اوقات وکاته، چې په جدول کې یې د همدغې شپې لپاره ۶۰ کیلو غوښه په پلان کې، او ما هغه وتلله هغه ۲۸ کیلو وختله، سهار مې د دغې برخي مسؤلین څارنوالۍ ته د پوښتنو لپاره ور واستول او بل ځل؛ د ناوې د پولیسو امنیه قومندان یو دوولس کلن ماشوم چي په زوره یې موټر ته خېژولی وو او هغه به بیا د شپې ورسره لواطت کوي، د ولایتي شورا وکیلان او د هغه ماشوم والدین او خپلوان ماته راغلل او ماشوم په خپله شاهدي ادا کړه، چې قومندان زما سره یاد ناوړه عمل کړی دی، ما همدغه موضوع نظامي څارنوالۍ ته واستوله او دې ته ورته نورې پېښې...زړه مې غواړي چې دې ته ورته پېښې ټولې تشریح کړم، ټولې دردوونکې دي، وخت نیسي او تاسو به یې د لوستلو حوصله ونه لري .په دې وروستیو کي یوه بله موضوع چې د کرکټ د ځمکې په سر وه؛ ځینو خلکو یې مخالفت کاوه چي دا ځمکه زموږ شخصي ده، یاده دې وي چې دا مځکه د لښکرګاه د ښار په کاریز نومې سيمه کې چې ټولټال ۵۳۵ جرېبه ځمکه ده او دا موضوع له پخوا څخه محاکمو ته تللې وه، چې د دې شخصي او دولتي اړخ وڅېړي چې محاکمو په خپل نهایې حکم کې دا مځکه دولتي ثابته کړه. هلمند ته د کرېکټ لوبغالي لپاره وزارت مواد مخدر ۳۶ملیونه افغانی ځانګړې کړې وي، د کرېکټ بورډ د ټیم مشر او غړي یې هم د هلمند والي ښاغلي حیات الله حیات په هڅو هلمند ته را وستل شول او دوی ته یې د کرکټ لوبغالي د ځمکې وعده ورکړه، په دې جریان کي د هلمند والي ښاغلي حیات الله حیات د دې ځمکې لپاره د سیمې له خلکو سره تر لس ډیرې جرګې وکړې او ورته ویې ویل؛ تاسو د دې کار مخالفت مه کوئ او دا لوبغالی د دې سیمې په ګټه دی که نه نو دا پیسې د هلمند څخه ځي، خو دوی یوه جرګه هم ونه منله او مخالفت یې کاوه، والي صاحب د ځینو رسمي کارونو لپاره کابل ته ولاړ، او ماته یې په 
ټلیفون کې وویل: د کرېکټ د ځمکې لانجه باید حل شي، نظامي شورا او ولایتي شورا سره مشوره وکړه او له هغه وروسته د هغوی په موافقه ساحې ته ولاړ شئ او د محاکمو حکم هلته تطبیق کړئ او د کرېکټ کار پیل کړئ. موږ همداسې وکړل؛ د ولایت په ټولنیزو چارو کې مرستیال ښاغلی بسم الله روحاني، د ولایتي شورا رئیس، امنیه قومندان، د ملي امنیت لومړی مرستیال، ښاروال، د شهر سازی رئیس، د املاکو رئیس او د عدلې رئیس ګډه ناسته وکړه او فیصله پر دې وشوه؛ چې سبا به د آخري ځل لپاره د دې خلکو له مشرانو سره ګورو چي د عدلې رئیس وویل: آمر صاحب حفیظ الله خان او حاجي حقبین د دې خلکو نماینده ګان دي، د هغو سره خبري وکړئ، موږ دويمه ورځ همداسې وکړل، په دې ناسته کي زه په خپله، روحاني صاحب، د ولایتي شورا رئیس، د استیناف څارونوالی رئیس، حاجي حفیظ الله خان او حاجي حقبین سره د محاکمو د حکم د تطبیق خبره وکړه او د کرکټ د لوبغالي په ارزښت مو هم خبري وکړي، د مجلس په جریان کي آمر صاحب حفیظ الله خان شخصاً ماته وویل: چي ستا والي د سلو ټانګانو سره هلته نه شي تلای او که ولاړشي خلک به مظاهره و کړي او لویه ستونزه به جوړه شي، رئیس صاحب د څارنوالۍ ورته وویل: چې موږ قانون تطبیق کوو او که هر چا یې مخالفت وکړ، قانوني چلند به ورسره کوو؛ آمر صاحب په خپلو خبرو کې وویل: کوم قانون!؟ ستاسو د انګریز قانون!؟ چې نه ته او نه لوی څارنوال دا کار کولای شئ او بدرد یې هم وویل او زیاته یې کړه چي تاسو په دې بي دینه پولیسو چې د لسو ډبرو طاقت نه لري په دوی یې تطبیق کوئ!؟ تاسو دا قانون د سمیټي په خلکو تطبیق کړئ، یادې خبري یې د ناستو کسانو په مخ کي وکړې. سهار موږ ساحي ته ولاړو او د کرېکټ د لوبغالي کار مو پیل کړ او رئیس صاحب استیناف، آمر صاحب حفیظ الله خان په دې جرم د یوې ورځې لپاره توقیف کړ؛ چي تا د نظام او لویې څارنوالۍ توهین يې کړی دی. وروسته ځینو سپین ږیرو او د ولایتي شورا وکیلانو په وساطت باندې هغه را خوشي شو، هغه خپل د راخوشي کېدو څخه وروسته شاوخوا درې سوه کسېز لاریون وکړ او وروسته ولایت ته نېژدي د هلمند د نظامي شورا د پريکړې خلاف د تحصن خېمه یې ووهله، د تحصن خېمه ورځ تر بلې ورځي سیاسي کېدله چي اوس دې خېمي باندي د مرکز ټولي مافیا او د ملي وحدت د حکومت پر کور ناست کسانو خپل کار شروع کړی دی، چي د تحصن په خیمه کې یې، یو بینر ولګوی چي زما او د استیناف د څارنوالی د رئیس عکسونه یې چلیپا او زموږ د لېري کېدو غوښتنه یې وکړه او ټوله ورځ یې په لاوډسپیکر کي موږ ته هغه ښکنځل وکړل چې په خوله یې ورتلل، د دې موضوع په اړه دوی مخکې د هلمند والي، چي په کابل کي وو د تلیفون له لاري یې ژمنه کړې وه چي د لوی څارنوالۍ هیئت به راشي او دا موضوع به و څېړي، او آمر صاحب حفیظ الله خان وایي، چي زما توهین شوی دی او زه څارنوالۍ نا حقه بندي کړی یم، همدا راز د کابل هیئت د خېمي د مسؤلینو او زموږ، دواړو خبري واورېدې او مرکز ته ولاړ تر څو ګزارش د لوی څارنوال صاحب سره شریک کړي، چي وروسته بل هیئت د مشرانو جرګي د امنتیتي او دفاعي کمیسیون مشر هاشم الکوزي په مشری راغی، هغه هم وګرځید را وګرځید او نتیجه یې ور نه کړه، لوبه نوره هم ګرمه شوه؛ یو واري قومي رنګ ورکړي، بیا جهادي رنګ ورکړي، بیا د توهین رنګ ورکړي او بیا حکومت چلینج کړي، خېمي ته اوس د پلان له مخي کبابونه را روان وي، تنور ګرم دی او ټول قانون شکنه پکې ډوډی پخوي.

په دې موضوع کي د پارلمان د هغو وکیلانو هم لاس دی چې موږ یې غیر قانوني غوښتنې نه دي منلي، حتا د کندهار امنیه قومندان عبدالرازق هم ورته وایي چي خیمه مه ټولوئ، کنې زه به درته د کندهار او زابل لاره بنده کړم.

د رازق سره زه څه لرم!؟ فقط یې څو ورځي مخکې یو خبر خپور کړ چي د طالبانو مشر ملا هبت الله موسی کلا ته راغلی دی، حلانکه زموږ ملي امنیت دا موضوع په کلکه ردوي، همدا خبر ناکې او عبث شو او هم په داسې وخت کې خپور شو چې د پاکستان سره د ترهګرو د اوسېدو په اړه ټینګ بحث شروع دی، موږ په دې اړه مطبوعاتي کنفرانس ورکړ او دده خبري مو رد کړي، اوس خپله بدله په دې ځای کي اخلي.

همدا راز څوک چې لویه جرګه غواړي هغه خو وعدې ورکوي، چي لوبه ګرمه وساتئ دا یې ځای دی؛ له یو طرفه د هلمند امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ښه کېږي له بله پلوه غله او غاصبین په بېره کې دي چې د حساب وخت راغلی دی، دا خو د ټولو سره حساب کېږي، تاسو پر دې دریځ ټنیګ ودریږئ او شعار مو دا جوړ کړئ؛ چي په اداري او مالي چارو کي مرستیال والي او د استیناف څارنوالی رئیس نه غواړو.

ددې خلکو په وړاندې بله ورځ په کرزي لوبغالي کې شاوخوا څلور زره خلک د بېلا بیلو قومونو را ټول وو، دوی د قانون تطبیق، د ملي وحدت د حکومت ننګه او د تحصن خېمه واله وو ته یې غاصبین او قانون شکنه وویل، هلمند یې د ټولو قومونو ګډ کور وباله او تفرق اچونکي یې د دې وطن دښمنان وبلل او پر تاسو یې غږ وکړ چې؛ د قانون په حاکمیت کې د هلمندیانو سره مرسته وکړئ، همداراز د تحصن کوونکو نن لسمه ورځ ده؛ نه جرګه مني او نه د امنیتي شورا پرېکړه مني او ټوله ورځ ګواښونه کوي اداره او حکومت چیلینجوي چې په اصل کې ولس ورسره نسته او په ټوله خېمه کي تر ۵۰ نفرو اضافه نسته او د شپې پکې ۸ نفره وي، خو د مرکزه ډیر پېک وهل کېږي چې دا اور تازه کړئ، اوس د خېمې مسؤلین وایي چې دا خېمه اوس زموږ په لاس کي نه ده او موږ یې نه شو ړنګولای.

قدرمنو مشرانو او ولسه تاسو ته وایم:
په دې موضوع کې ولاکه یا د چا سپکاوی شوی وي او یا سلیقوي برخورد شوی وي، فقط قانون عملي شوی دی او په قاطعت سره شوی دی، نور څه نسشه.

ما دا خوب پخوا هم لېدلی وو، چې د قانون په حاکمیت کي به له داسو پېښو سره ډیر مواجه شو، ځکه چې د قانون حاکمیت د ولس غوښتنه ده او دا زموږ خدایي مسؤلیت دی، په دې ښه پوهیږم چې د ګوزاري په ماموریت کي به هیڅکله څوک زموږ شکایت ونه کړي خو د 
ګوزاري ماموریت په دا پنځلس کاله نتیجه ور نکړه اوس د کار وخت را رسېدلی دی او یو بل چانس مو هم د نړیوالې ټولنې او هم خپل د مشرانو لخوا راته په لاس راغلی دی.

اراده را منځته شوېده اوس باید غفلت ونکړو او د تیر په شان د فساد او بي عدالتیو بېلګي باید تکرار نشي تر څو یوه مؤثره حکومتداري را منځته کړو چې بنیادونه یې پاخه او ټینګ وي او که دا کار ونه کړو غرقیږو. د نړۍ تروریستانو او همسایه ګانو قسم خوړلی چې دا وطن به جوړي ته نه پریږدو؛ اوس په حیث د با ضمیره افغانونو زموږ دا مسؤلیت دی، چې دې وطن ته تعهد وسپارو او خپل وس و نه سپموو؛ د هلمند په ولايتي اداره کې چې ښاغلی حیات الله حیات یې په رأس کې دی او په خپل مدبرانه ماموریت سره د کار او اصلاحاتو ټینګ هوډ لري او زموږ سره هم په ښه کار ټینګار کوي، په نظامي او ملکي برخه کې کافي تغیرات راغلي دي، عدلي او قضایې ارګانونه چې د فساد بوی یې تلئ اصلاح شوي دي، ۷۰ فیصده ملکي اداره ځوانه او مسلکي شویده، په امنیتي اداراتو کي د اصلاحاتو لړۍ پیل ده، د فساد په اړه مو دریځ ډیر قاطع دی، چي نه به خپله فساد کوو او نه به چاته د فساد اجازه ور کوو، د دولتي ځمکو د غصب لړۍ په ټپه ولاړه ده، حتا په زرګونه جرېبه ځمکه د غاصبینو څخه خلاصه شوېده امنیتي ساحه مو ورځ په ورځ پراخه کیږي، عملیات په بریالیتوب سره روان دي دښمن د شکست سره مخامخ دی.

زه فقط یوه خبره کوم؛ زه د وظیفي پروا والله که لرم که زما په لېري کېدو هلمند ته خیر رسېږي زه نه خپه کیږم ځکه چې تاسو به پوهیږئ، خو یوه خبره کوم؛ که په هلمند کي مافیا ته وخت ورکړئ؛ بیا نو د هلمند د جوړېدو او د قانون د حاکمیت خبره به ډيره ستونزمنه وي.
په درنښت