افغاني تذکره!


دین او افغانیت د افغانستان په اساسي قانون کې تثبیت امر او واقعیت دی. 
د افغانستان اکثریت مطلق واکدارانو او ملت د ‌‌‌‌‌‌ډیورن‌‌‌‌‌‌ډ په نامه کرښه نه منلې او نه به ومني!
په افغاني تذکره کې د اوسني ناکامله افغانستان نقشه غلط کار دی.
د اساسي قانون تغیرول اود ‌‌‌‌‌‌ډيورن‌‌‌‌‌‌ډ لاین خیانت ته غاړه ایښودل ځانته پروسیجر او مقررات لري. له بلې خوا د اساسي قانون مندرجات تبدیلول او یا نفیه کول ددغې شوراء حق او صلاحیت نه دی.
همدارنګه ددې مسألې تصویب وړاندې کول دغې شورا ء او بیا دغه شوراء ته چې له سره قانوني صبغه او مقام نه لري خطاء کار وه او دې.
بې اسلامه او بې
افغانه تذکره، بې دینه او بې هویته تذکره د منلو نه ده او دې برخه کې دشمن غټ رشوت او مالي مصرف کړای.
او د منلو وړ نه ده.
په افغاني تذکره کې د اوسني ناقص افغانستان او اصلاً د افغانستان نقشه ځای پر ځای کول د پاکستانيانو او د دشمن کار او په تذکرې کې د نقشې اچول غیر ضروري کار دی.
اوس د افغانستان جمهور رئيس ته په کار ده دغه مسأله سترې محکمې ته د پارلمان ( غیرقانونی پارلمان) دقانون اساسي ضد فیصلې او تصمیم تر عنوان لاندې څېړنې ته ولېږي.
دا خیانت منل او دا حالت زغمل ملي خیانت زغمل دي او دې ته نباید اجازه ورکړل شي!
بې اسلامه، بې دینه، بې افغانه او د ‌‌‌‌‌‌ډيورن‌‌‌‌‌‌ډ د منلو افغاني تذکره نه د منلو، نه د اخېستلو او نه د زغملو ده.
بېده افغان ولسه بېدار شه!
افغان ملت دې پرې خبر وي.