فېس‌بوک، ټویټر او ګوګل له سختو پوښتنو سره مخ شوي

(روهي ـ ۱۳۹۶هـ ش، لړم ۱۰مه) ویل شوي، چې د امریکا کانګرس د نړۍ د سترو ټولنیزو رسنیو او انټرنېټ د کمپنیو د فعالیتونو په اړه څېړنه کوي.
دا څېړنه به د هغو اندېښنو له کبله وي، چې ویل شوي و؛ دې شبکو په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د روسیې د لاس وهنې په هڅو کې مهم رول لوبولی دی.
د فېس‌بوک، ګوګل او ټویټر کمپنیو، مخکې له دې چې مشران یې د امریکا د کانګرس په بېلابېلو کمېټو کې د استازو له پوښتنو سره مخ شي، د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو پر مهال د روسي کارونکو د ناسمې استفادې په اړه یې یو څه معلومات خپاره کړي دي.
دغو شبکو په خپل خپاره کړي یوه راپور کې مسکو تورن کړی دی، چې د امریکا د تېرکال د ولسمشرۍ د ټاکنو کې د لاسوهنې په هدف یې د هک ‎کولو او تبلیغاتو یو منظم کمپاین چلولی دی.
فېس بوک ویلي، چې روسیه کې ۸۰ زره پوسټونه د امریکايي رایه ورکوونکو د نظر بدلولو لپاه شوي دي.
د ټویټر بیان بیا زیاتوي چې دوی جالي ټول اکاونټونه تړلي او نومونه یې د امریکا د کانګرس څېړونکو ته ورکړل شوي دي.
بل خوا په انټرنټ کې د لټون لویې شبکې ګوګل وايي، د روسي څېړنیز شرکت له ‎خوا د ناوړه استفادې په اړه یې کم شواهد موندلي دي او یو شمېر د یوټیوب چینلونه یې پیژندلي چې له روسیې مامورینو سره ارتباط لري.