د ولس استازي ولسونه سره وېشي؛ داځل به ټاکنې د خېل او قوم ګیري په اساس کیږي

په پکتیا کې د پارلمان او ولایتي شورا وکیلان د نورو بدبختیو ترځنګ قومي تفرقه اچوي او وضعه دې خواته تلونکې ده چې په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د پکتیا اوسېدونکي رایې د قوم او خېل په اساس کاندیدانو ته ورکړي.

پخوا به مو د وکیلانو د فساد، خودسرۍ، په پروژو کې د شراکت، د شخصي خودسره ملېشو د ساتلو او نورو نخرو په اړه اوریدلي او لیدلي وي، دا ټول په خپل ځای او هر یو یې ناوړه کار دی، خو د دې سره – سره یو بل لوی زیان چې د راتلونکي نسل لپاره یولوی چلنج دی، قومي تفرقه او خېل بازي ده. اوسنیو وکیلانو له پیله بیا تردې وخته دې کار ته په مختلفو بڼو دوام ورکړی او لاهم په دې هڅه کې دي چې د پکتیا وروڼه قومونه په خېل او ډله بازیو ووېشي.

بدبختانه په پکتیا کې یې موږ په تېر کې د دوو لویو قومونو ترمنځ د قومې لانجې شاهدان وو او دا ټولو ته مالومه ده چې خبره څه ده او ولې دا دوه لوی قومونه یو او بل ته په مورچو کې ناست دي چې بد بختانه دا لانجه اوس هم په ځای پاتې او لا پراخېدونکې ده، وخت ناوخت د وداړو قومونو له لوري خلک پکې خپل ژوند له لاسه ورکوي، خو دغه د پکتیا د ولسونو استازي یې ننداره کوي او دې اور ته په بیلابیلو نومونو پوکی ورکوي چې لا تازه شي او دوی پکې خپلو شومو اهدافو ته ځان ورسوي.
څه موده مخکې یو مجلس ته غوښتل شوی وم، هلته په مجلس کې د پکتیا د اکثریت قومونو ځوانان ناست وو، په خبرو خبرو کې د راتلونکو ټاکنو بحث رامنځته شو، ناستو اکثریت ځوانانو په یوه خوله دا ویل، په راتلونکو ټاکنوکې به د خپل قوم له استازي بل چاته رایه ورنه کړم.

ما چې د ځوانانو داخبرې اوریدې ډیر زیات یې مایوسه کړم، په خبرو کې ور ولویدم ومې ویل یاره دا ښه خبره نه ده، موږ تاسو ځوانان دا فکر باید ونه لرو.

که څه هم ډیر ټینګار مې وکړ چې دوی ته دا قناعت ورکړم چې نه، دا ښه کار نه دی او موږ تاسو ځوانان باید دا وروسته پاتې او منحرف فکر ونه کړو خو دوی همغسې په خپله خبره کلک ولاړ وو او دایې ویل چې په راتلونکو ټاکنو کې به هغه چاته رایه ورکوو چې په خېل او قوم کې راسره شریک وي.

بیامې یې د علت وپوښتل چې ولې دې پریکړې ته مجبور شوي یاست؟
دوی یې علت د وکیلانو هغو قومې هڅو او محدودیت ته اشاره کوله چې اوسني وکیلان یې لري، دوی یې د اوسنیو وکیلانو هغه قومي او مشخص بانډ ته اشاره کوله چې د څو راچاپیر خپلو خپلوانو کثیف بانډ یې جوړ کړی دی او د نورې پکتیا او خلکو په حق یې غږ څه چې نه دی اوچت کړی په ستوني یې پشې ورایښې دي، شته حق حقوق یې ترې اخیستي دي، په خپلو یو څو کرایي خیلي مشرانو یې د ټول قوم حق خوړلی دی او په خپلو شریکو او فاسدو څو ځوانانو یې د نورې خولې وربندکړې دي.

د پکتیا ولایت اکثریت ادارې د دوی (پنځوپارلماني وکیلانو) د راتاو بانډ ترمنځ ویشل شوې او بغیر له دې چې د دې وکیلانو د بانډ غړی نه وي، د دوی نامشروع غوښتنې ونه مني او یا د دوی د ګټو وټو خنډ شي همغه یې په وظیفه کې وروستۍ ورځ شي.

ځینې رسنۍ وال هم د دې پارلماني بانډ یا غړي دي او یاهم په یونه یو ډول د دې جوړشوي بانډ د ګټو شریکان دي.
د پکتیا ولایت په سطحه هغه نا انډولي چې اوس روانه ده د نه زغملو ده، په پکتیاکې لاهم داسې ولسوالۍ شته چې په تیرو څوکلونو کې د ذرې هومره کار هم نه دی ورته شوی، په پکتیا کې داسې ولسوالۍ بیا شته چې په کال کې زیاتې لویې پروژې پکې تطبیق کیږي، داسې ولسوالۍ په پکتیا کې شته چې په تیرو شپاړلسو کلونو کې لا لېسه نه لري.

د یوې داسې ولسوالۍ کیسه مې هم په دې مجلس کې واوریده چې په تیرو شپاړلسو کالونو کې لېسه نه لري او هوایي معاش دې ولسوالۍ ته تللی دی، د دې ولسوالۍ معاش هم د پارلماني او ولایتي شورا وکیل صیبانو څخه را تاو شوو پنځو غلو جمعه د پوهنې ریاست چاراکو جیبونو ته تللی دی.

د وروسته پاتې ولسوالیو لوی دلیل دادی چې د دې خلکو غمخوار نشته، څوک یې غږ نه اوري او د پکتیا وکیلا صیبان خو د دوی غږ څه چې نه اوري بلکې د دې محرومو ولسوالیو حق یې د خپل کثیف جوړشوي بانډ ترمنځ حیف او میل کړی دی او په خوله یې د ځینو خبریالانو، ځوانانو او قومي کثیفو ټېکدارو مشرانو په واسطه لاس ور ایښی دی.