د کرزي حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره هیڅ تګلاره نه لرله.
له ۲۰۰۱م کال وروسته طالبان قصدآ له صحنې بهر او لرې وساتل شول. که څه هم کرزي په خپلو خبري کنفرانسونو کې ویل چې ځینې طالب مشران ورغلي او خبرې یې ورسره کړې دي، خو حقیقت دا وه، چې کرزي نه غوښتل دغه ډله یا دغه غورځنګ دې د افغانستان په سیاسي بهیر کې ګډ کړل شي. هغه برعکس د واک ساتلو لپاره په شلمه پیړۍ کې د ټوپکسالارۍ د اوصولو له مخې د نولسمې پیړۍ د درانیانو تګلاره او مفکوره عملي کوله؛ داسې چې یابه ټول واک له ده سره وي او یابه هیڅ هم نه وي.
د مثالونو یې یو زه رواړم: د جلالدین حقاني ورور ابراهیم چې کله په لومړیو کې بهرنیو ځواکونو ونیوه د څه مودې وروسته خوشی شو په دې شرط چې په کور به نظر بند وي او کوم سیاسي فعالیت به نه کوي، خو ابراهیم تر خلاصیدو وروسته غوښتل د نورو افغانانو په شان د هیواد په داخل کې ارام ژوند وکړي مګر د بهرنیو ځواکونو د پرلپسې شپنیو چپو له امله مجبور شو چې خپل قوم او د طالبانو د وخت نور پاتې چارواکي راټول کړي او د ده د ژوند د خوندیتوب لپاره د کرزي او بهرنیو ځواکونو سره په تماس کې شي ترڅو دلته ژوند وکړي خو کرزي بیخي غوږ ونه نیوه، د واک په عشق او د چوکیو په ویش مصروف و، ابراهیم د خپل قوم ځینو مشرانو او خپلو پلویانو ته په یوه غونډه کې د نعیم کوچي په کور کې داهم ویلي وو چې زه په هیڅ صورت د دې طرفدار نه یم چې پاکستان یا کوم بل هیواد ته لاړشم او د دولت سره هرډول معاملې ته تیار یم مګر داچې دلته څوک د خوندي ژوند کولو تظمین راکړي، بهرني ځواکونه او د کرزي دولت ما ونه نیسي، ده په هغه غونډه کې په ډاګه ویلي وو، چې کرزی او نړیوال متحدین یې نه پریږدي چې دی دلته ژوند وکړي او د اوسني دولت یا برخه شي او یاهم د نوروعادي افغانانو څیر په خپله خاوره کې ژوند وکړي.
خو لکه پاس چې وویل شول د کرزي حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره هیڅ تګلاره نه لرله. کرزی د واک په عشق، دچوکیو په ویش، داخلي او خارجي فرمایشاتو او د جنګي ډلو ټپلو په ګیروګان کې لویدلی و. د ده اولنی غلت بنیاد او پرلپسې تیروتنې د دې سبب شوې چې نن یې موږ او تاسو د تیاره برخلیک شاهدان یو.
وروستي