د افغان کلتوري ټولنو د جرګې خبرتيا

  څرنګه چې له بده مرغه پښتو ژبه د بېلا بېلو عواملو له مخې ډېره وروسته پاتې شوې او د څلور پېړۍ پخوا په څېر لاهم « بکره »  پرته ده ؛ څرنګه چې ساينس ، ټکنالوجي او نورې پوهني په چټکۍ وده کوي او هره ورځ پښتو د کلونو په واټن نوره هم شاته پاتې کيږي ؛ څرنګه چې د ګلوبلايزېشن يا نړيوالتوب زورورې څپې نه يوازې د پښتو ، بلکې د يوشمېر پر مختللو ژبو پايښت هم له ګواښ سره مخ کړی ؛  څرنګه چې د افغانستان حکومت  لاهم د پښتو ژبې په وړاندې له خپل ملي اوقانوني مسووليت څخه اوږې سپکوي ؛ او څرنګه چې د نړيوالې تجربې له مخې دنړۍ ډېرو پياوړو ژبو او مدنيتونو د ژباړې په مټ د پرمختګ لوی ګامونه اخېستي ؛  همدغو ټکو ته په پام سره د افغان کلتوري ټولنو جرګه د پښتو ژبې ، افغاني کلتور او مدنيت د ودې په موخه  غواړي ، د ټولو هغو وطنوالو په مرسته چې له بهرنيو ژبو څخه د استفادې وړتيا لري ، پښتو ژبې ته د ژباړې يو پياوړی غورځنګ پيل کړي .  د افغان کلتوري ټولنو جرګه  په پام کې لري  راتلونکې مياشت په کابل ښار کې د ( پښتو او دژباړې اړتيا ) تر سرليک لاندې يو علمي سيمينار جوړکړي . په دغه سيمينار کې به د ژباړې په اړه تر علمي مقالو وروسته د يوه کاري ورکشاپ په ترڅ کې پښتو ژبې ته د ژباړې پر ستراتېژۍ ،اصولو او لومړيتوبونو هر اړخيز کار وشي . د افغان کلتوري ټولنو جرګه د هېواد د ننه او بهر له ټولو هېوادوالو څخه غوښتنه کوي ، چې دسيمينار تر جوړېدو پورې  ، په همدې برخه کې خپل علمي نظريات ، وړانديزونه او مشورې د جرګې په پته راواستوي او په دې توګه  د ژباړې غورځنګ په غوره پيل کې له موږ سره برخه واخلي . د افغان کلتوري ټولنو د جرګې برېښنا ليک : culturalassociation@yahoo.com