درد په پاکستان، چغې د چین له خولې

 په ګرده نړۍ کې چې کومې استخباراتي جګړې روانې دي، ددې سترې لوبې دری اړخونه دي او هر اړخ دا په نظر کې لري تر څو ددوي ګټې خوندي وي، دوي زیات یې غواړي چې خپل ټوپک، د خپل دښمن پر ضد په پردي مټ وکاروي چې ورته یې ډول ډول ستراتیژۍ جوړې کړی دي.
 
ځینې یې ولسونه د عقیدې په سر سره جنګوي ، څوک د دوستي په نامه له نورو استفاده کوي او څوک د نږدې خواخوږي په نامه له نورو ګټه پورته کوي.
 
د پورتنیو سترو اړخونو نومونه خو به تاسې هرو مرو پیژنی، امریکا، روسیه او چین، دغه درې لوبغاړي هر وخت په پردیو میدانو کې په پردیو لوبغاړو په خپله کټه لوبه کوي چې دا ددې لامل کیږي چی دوي تل په امان کې پاتې شي او تل یواځې ګټه لاسته راوړي.
 
راځو د چین ستراتیژي ته:
هغه د پښتو ژبې یو متل دی چې پیشو د خدای لپاره ښکار نه کوي نو داسې چین هم که د پاکستان سره خواخوږي څرګندوي دا هم خپل لاملونه لري او د ګټو په اساس یې ترسره کوی او دا تاریخ ثابته کړی ده.
 
۱) په ۱۹۵۰ زیږدیز کال کې پاکستان د چین د خلکو جمهوریت په رسمیت وپیژانده په همدې سره پاکستان لومړی اسلامي او دریم ناکمونیست هیواد وو چې د چین د خلکو جمهوریت یې په رسمیت وپیژاده.
 
۲) په ۱۹۶۰ مه لسیزه کې ځینې تغیرات ددې سبب شول چی چین او پاکستان تر هر بل وخته د یوه بل سره اړیکې ښې شوې لکه مثلاً:
د لویدیځو قدرتونو سره د پاکستان د اړیکو خرابیدل چی ورسره چین همنظری وو.
 
۳) د هند او چین تر منځ دښمني چې په دې بیا پاکستان ورسره همغږی وو ځکه له هند سره پاکستان له پخوا لانجه درلوده.
 
۴) د امریکا له لوري د هند سره د وسلو مرستې چې په دې کې دواړه هیوادونه سره همنظري وو ځکه دواړه هیوادونه د هند په تړاو یو شان تاریخي او جغرافیوي اندیښنې لري، دوي دواړه د هند سره د پولو په سر لانجه لري نو ددې له امله د دواړو هدفونه سره ورته دي.
 
دا او دې ته ورته ګډ هدفونه دي چې دواړه هیوادونه یې د یوه بل سره نږدې کړي خو که هر وخت د چین او هند تر منځ اړیکې په رښتونې مانا سره ښې شوی امکان ددې شته چې د پاکستان او چین تر منځ اړیکې سره د پخوا په څیر پاتې نشي مانا دا چې دا ملګرتیا د مطلب ده او وي به.
 
دا ښکاره ده چې چین د پاکستان سره د اټومي ځواک په رامنځته کیدو کې زیاته مرسته کړی او د چین برکت وو چې نوموړی هیواد یو اتومي ځواک په حیث پیژدل کیږي خو که دا هیوادونه سره همنظره دي دوي ګډ مخالف هیوادونه لري او په زیاترو مواردو کې یې دوستان او ملګري ګډ دي.
مثلاً که امریکا په پاکستان فشار راوړي نو چین یې مخالفت کوي ځکه د کړنلارو د مخې چین او امریکا سره متضادی کړنلارې لري اوبله دا چې چین په دی ډاریږی که چیرته په پاکستان کې امریکا نفوظ پیدا کړي نو دغه چاره د چین لپاره خطر پیښ کولی شي.
 
بله مهمه خبره دا چې چین په پاکستان کې د ځینو ترهګریځو ډلو څخه ویره لري او لدې ویریږي که چیرته دغه ډلې په پاکستان کې زیاته برلاسي پیدا کړي ممکن چین ته هم ترې زیان ورسیږي نو د همدې کبله چین د پاکستان سره هره ممکنه مرسته کوي تر څو غم دده تر دروازې له رارسیدو مخکې پای ته ورسیږي، او بیا د سینکیانګ پیښه تکرار نشي.
 
د ۲۰۱۱م کال د جولای په ۱۸مه د چین په سینکیانګ کې درنې چاودنې او بریدونه وشول، د چین دولت په هغه وخت کې ویلي وو چې دغو بریدګرو د پاکستان په قبایلي سیمو کې روزنه لیدلې وه، اوس که چیرته چین د پاکستان سره څنګ په څنګ دې دوي په زیاترو مواردو کې ګډ هدفونه لري چې لمنځه وړل یې د دواړه په ګټه او پاتې کیدل یې ددوي د لمنځه وړلو په مانا دي.
همداشان تاسې به شاهد حال یاست هر کله چې د افغانستان د سولې خبرې کیږي د چین حضور په کې حتمي وي او دوي تل وایي چې مونږ به د سولې په پروسه کې رغنده کار وکړو تاسې څه فکر کوئ ولی د چین حضور د افغانستان د سولې په پروسه کې اړین دی؟
 
کله چې د ځینو هغو ډلو د تمویل تور په پاکستان لګیږي چې په افغانستان کې د امریکا په وړاندې جنګیږي نو څه فکر کوئ د پاکستان د تمویل تور باید په چا ولګول شي ؟
 
ښکاره ده چې په چین!
ځکه چین نه غواړي په خپل ګاونډ کې د امریکا فعال خضور وویني او د همدې امله دغه هیوا غواړي چې په غیر مستقیم امریکا او متحدین یې وځپي نو ددې لپاره هر کله چې د سولې خبره پورته پورته کیږي چین له ټولو وړاندې پکې یادیږي ځکه چې د ستونزې د حل کیلي د چین په لاس کې د نه د پاکستان او نورو خلکو په لاس کې.
 
له پورتنیو ټولو دلایلو تاسې ته دا ثابت کیدای شي چې چین په غیر مستقیم ډول د افغانستان په سوله کې رول لري او که وغواړي ډیر ژر ستونزه حل کیدای شي.
 
جالبه خو داده چې هر کله چې د پاکستان په مرۍ کلک زور کیږي نو چیغه د چین له خولې راووځي تاسې که په دې ورستیو کې په کابل کې د چین د سفیر یایوجینګ خبرې اوریدلی وي دی وايي چې تروریزم د پاکستان او افغانستان لپاره ګډ تهدید دې او مونږ په افغانستان کې د سولې د راتګ ملاتړ کوو.
 
همدا شان لدې وړاندې هم یوه چینايي چارواکي پاکستان د ترهګرۍ ځپل شوی هیواد بللی وو، ځکه که اوس تاسې وګورئ پاکستان تر بل هر وخته زیات تر فشار لاندی دی، دا چې تر فشار لاندی پاکستان دی او خبرې د چین له خولی راووځي دا په خپله ددې ښکارندوي کوي چې چین په غیر مستقیم ډول د افغانستان په وراني کی ښکیل دی.