يو څو متعصب او ناپوهه سره راټول شوي ؤ، دلر او بر هند ټول اهل السنة والجماعة ته يې چيلنج شايع کړی ٶ. ليکلي وو، د ټول هند او پنجاب احنافو ته ددې اشتهار په زريعه وعده ورکوو، چې که په دوې کې هر عالم دلاندې مسايلو د اثبات لپاره کوم قراني ايات يا داسې صحيح حديث پيش کړ چې په صحت کې يې هيڅ خبره نه وه. او داحديث چې دکومې مسلي داثبات لپاره پيش کولي شي پدغې مسله کې صريح نص وي او ورباندې قطعى الدلالة وى.
نو موږ به دهر آيات او هر حديث په مقابل کې لس لس روپۍ انعام ورکړو.
د عوامو د دوکه کولو لپاره داسي انعامي چيلنج د اسلام په تاريخ کې مثال نه لرلو د داسې انعامې چيلنج بازۍ اصل مؤسس میرزا قادياني وو.
د اچيلنج يې هرښار هرکلي او هري کوڅي ته ورسولو په هر کور او هرمسجد کې يې دنفاق اور بل کړو.اهل السنة والجماعة په دې پوهيدل چې دمسلمانانو په منځ کې فتنه او فساد جوړول ګناه کبيره او حرام ده،
الله جل جلاله فرمايئ " وَالْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ الْقَتْلِ "
اهل السنة پدې ښه پوهيدل چې د مسلمانانو په منځ کې هر وخت اتحاد او اتفاق ته ضرورت دى، خصوصاً په دغه زمانه کې چې داسلام د دښمنانو خلاف جهاد روان وو او اسلامي حکومت رانړيدلی وو. د نور هر وخت څخه زيات د اتفاق او اتحاد ضرورت وو. مګر افسوس چې ناپوهه متعصبو خپل افتراق او انتشار ته د قران او حديث نوم ورکاوه او دې منافقت ته يې تحقيق ويل.
د حضرت شيخ الهند رحمه الله ځواب:
ددې فتنى د کرارولو لپاره شيخ الهند رحمه الله ددې اشتهار په ځواب کې يو کتاب وليکل په نامه ده (ادله کامله) پدې کې يې وليکل چې دا زمانه ددې جنګونو نه ده، دمسلمانانو د جنګولو پرځاى د دوې د يوځاى کولو کوښښ وکړئ. او دايې هم وليکل چي مشتهر صاحب ستا انداز دتحقيق انداز ندی.
او نه دمسلمانانو جنګول دحديث اتباع ده بلکه ستاعلمي حدود اربعه دادي:
چې دقران څخه ستا په حصه کې صرف متشابهات راغلي دي او دحديثو څخه صرف متعارضات.
او ستاسو دفرقې ابتداء په اکابرو داسلام باندې بدګماني ده او انتهائي داسلافو پر خلاف بد زباني ده، ګويا چې ددې حديث صحیح مصداق ياستئ چى " لعن آخر هذه الأمة أولها "
د (ادله کامله) په جواب کې غير کې مقلدينو دټول جماعت له طرفه دمحمداحسن امروهى په نوم غير مقلد يوه رساله شايع کړه په نوم د (مصباح الادله) پدې کتاب کې دآيات او حديث پرځاى دکنځلو باران وو.
حضرت شيخ الهند رحمه الله ، بيا يو رساله وليکله په نامه ده (ايضاح الادلة) او پدې کې يې وليکل چې اګر چې غير مقلدينو دا دعوه ده، چى مونږ په قران اوحديث باندې دخيرالقرون د مجتهدينو څخه ښه پوهيږو ، مګر د دوی ټول جماعت زما په دې اردو کتاب هم پوه نه شو او کله چې پوه نه شو نو ځواب به څنګه وليکي، له دې وجه څخه د خپل اردو کتاب زيات وضاحت کوم ترڅو مخالف فريق پوه شي او دپوهي څخه وروسته ورته کوم جواب ووائي.
د ختيځ دستر مجاهد شيخ الهند رحمه الله کرامات:
دامنل شوى کرامت دی چې کله محمداحسن امروهى غيرمقلد سره د دې چى نه پوهيده په جواب کې يې کنځلې ېئ وليکلي، نو اخر کې مرتد او قادياني شو او دقاديانيت په حال کې مړشو دين او دنيا دواړه يې برباد شو.
(مجموعه اشتهارات مرزا،جلد۱صــ۳۷۳)
" مَنْ عَادَى لِي وَلِيًّا فَقَدْ آذَنْتُهُ بِالْحَرْبِ "
د {ايضاح الادلة} جواب ترننه پورې په غيرمقلدو باندې قرض دي.
او ان شاء الله تعالى چې داقرض به تر قيامته پورې اداءنکړي.
ماخذ: ( احقاق الحق في الدفع عن المذهب الحق ) دشيخ غازي رحيم الله حقانى الننګرهارى حفظه الله
وروستي