د پاکستان دولت د پښتنو ضد ترتیب شوی

 د پاکستان دولت نه یواځې د هیواد څخه د باندې په افغانستان کې د پښتنو سیمو په ناامنه کولو کې لاس لري او کوښښ کوي چې دغه پښتانه وزوروي او ستونزې ورته جوړې کړي بلکې پخپله په خپل هیواد کې یې هم پښتانه په قراره ندي پریښي.
 
په دغه هیواد کې د پښتنو شمیر تر نور هغو قبیلو کم دې نو یواځینی لامل یې دادې چی پښتانه هلته د واک تر ګدۍ ځان نه شي رسولی او ددولت زیاتو چارو واک د غیر پښتنو په لاس کې دی چی هغوي بیا په ډول ډول دسیسو دغه پښتانه ازار کړي دي.
 
تاسې که چیرته د پښتنو په سیمو کې د نوي ټاکل شوي لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي له ټاکل کیدو را پدیخوا او له هغه وړاندې وخت ځینو پیښو ته څیر شئ پوه به شئ چی هلته همغه پښتانه هم د پاکستان د لاسه دومره زوریږي لکه د افغانستان پښتانه خو بیا هم هاغه خلک چوپ پاتې دي او که چیرته د حق غوښتنه کوي د همدې هیواد د استخباراتي ادارې له خوا لمنځه وړل کیږي او دغه لړۍ به تر هغه دوام کوي تر څو د پاکستان دولت ورباندې خپله ستراتیژي عملي کړي.
دا یواځې زما نظر ندې بلکې په پاکستان کې پښتونپاله سیاسیون دا چِغې وهي خو څوک یې په خبره غوږ نه ګروي له دولت څخه نیولې تر عام ولسه، تاسې که چیرته د پښتوخوا د عوامي ګوند مشر محمود اڅکزي خبرې واورئ چی /۳۰ میزان / د یکشنبې په ورځ یې په اسلام اباد کې د قبایلي سېمو مشرانو او د خپل ګوند سلګونو پلویانو ته کولی واورئ لا به مو زما په موضوع سر خلاص شي.
 
نوموړي وویل چې د پاکستان په جوړونه کې د قبایلي سیمواوسېدونکو نه هېریدونکې قربانیانۍ ورکړې، خو د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې د پښتنو سرښندنو ته د احترام پر ځای د دوی په وژلو او عزت لوټلو لاس پورې کړی او همداشان یې وویل چې پاکستان د ترهګرۍ پر خلاف د مبارزې تر نامه لاندې د پښتون قوم د وژنې او له سیاسي صحنې څخه د دوی د محوه کولو هڅې کوي او دپاکستان پر پوځ او استخباراتي ادارو یې تور پورې کړ چې د هدفي وژنو په ترڅ کې یی په قبایلي سېمو کې د پښتنو تر ۱۰۰۰ زرو زیات قومي مشران وژلي.
ګورئ کله چې په خپله پاکستان کې د یوې سیاسي ډلې مشر داسې څرګندونې کوي نو څه فکر کوئ ددې هیواد پښتانه خوندي دي هیڅکله هم نه!
 
زمونږ او ستاسې په ذهن کې شاید دا پوښتنه هم راپورته شي چې کله ددې هیواد استخبارات دومره زیات قومي مشران وژلې شي ایا د اڅکزي خوله نشي وربندولی ؟
دې هیواد به مخکې داسې کړي وو خو دا چې نوموړی زیات شمیر پښتانه کلک ملاتړي لري نو ددې له امله چې په هیواد کې یې لویه کډوډي جوړیدای شي، دده په وړاندې کوم اقدام ندې کړی کني د پاکستان په د دولت باور کول په وږي لیوه باور کول دي.
 
 
همداشان د امنیت او ثبات له نظره د پاکستان دولت پښتون میشتو سیمو ته هیڅ پاملرنه نه کوي او په دې هیواد کی د بې ثباتی زیات راپورنونه د همدې سیمو څخه ورکول کیږي.
که مونږ د پاکستان تیرو دوو میاشتو امنیت ته وګورو د بې ثباتي زیاتې پېښې په پښتون میشتو سیمو کې شوې لکه مثلاً:
کوټه کې د زمري په دوه ویشتمه انتحاري حمله کی شاوخوا شپیته کسانو مرګ ژوبله، دوږي لسمه مومند ایجنسۍ بمي چاودنې پنځه کسانو مرګ ژوبله، د وږي شلمه کوټې ته نيژدې څلور افغان هزاره ګان وژنه، او د دوه تنو ټپي کیدل.
 
وږي اوه ویشتمه په باجوړ اېجنسۍ کې بمي چاودنې اوه کسانو وژنه، د تلې د میاشتې شپږویشتمه کوټه او بنو کې برید کی ۳۰ تنو مرګ ژوبله، او ددې نه بغیر په روان کال کی د دوه پښتون میشتوخبریالانوبخشش الهي او هارون خان وژل کیدل، او داسې نورې پېښې یادولای شو.
دا خو د امنیت برخه ده چې په پاکستان کې پښتانه په کې خواره برخه لري په نورو برخو کې هم دې خوار ولس ته د زړه له خلاصه کار نه کیږي او یواځې د صبر کولو ځواک لري.
د روغتیا په برخه کې په پښتونخوا کې د ډینګي په نوم ناروغي له کبله په لسګونو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ، او لا نوره هم دغه ناروغي په دې خلکو کې خپریږي ځکه ځايي اداره یې په کنترول کولو کې پاتې راغلې که دا اوس هم د پیښور زیاتره روغتونونو حالت وګورئ ددې ناروغۍ ناروغان به په لسګونه په کې بستر وي.
 
همداشان په دې هیواد کې د پښتنو ډیرې داسې سیمې شته چې د تیرو اتو میاشتو را په دې خوا پکې انټرنیټي شبکې قطعه دي او اوسیدونکی یې نشي کولای انټرنټ وکاروي
دا خو هاغه کړنې دي مونږ او تاسې پخپلو سترګو وینو او د رسنیو تر غوږونو رارسیدلی څه فکر کوئ د پردې تر شا به څومره ددې ناخبره، کمزوري، قوم د تباهۍ لپاره پلانونه جوړیږي؟