د پاکې انرژۍ د یوې نوې سرچینې پیدایښ

څیړونکو د اوبړي (الجی) څخه د بریښنا د انرژي تولید لاره موندلی ده. شینی اوبړی یا سیانوبکتریا په هر ځای کې په ډیره پیمانه پیداکیږی. به دې ورستیوکې داسې د انرژي حجرې جوړې شوې دي چې کولی شي د اوبړي یا سیانوباکتریا په کارولو بریښنا تولید کړي.
د ځمکی تودوخی موضوع د ارزښت په پاملرنه سره او د نړی مشرانو ورستۍ غونډه په فرانسې کې د اقلیم بدلون او ځمکې تودوخي په اړه داسې ښکاري په راتلونکي کې د ځمکې تودوخی کنټرول د ساینس پوهانو او هیوادونو یو له لویو ننګونو څخه وي.
ماهرین وایي د دی پیړۍ تر پایه مونږ باید د کاروبوني سونګ توکو کارول خورا کمې کچې ته ورسوو. دې هدف ته د رسیدو لپاره د فسیلي سونګ توکو تکیه باید خپل تیټ مقدار ته ورسیږي. خو پوښتنه دا ده چي کوم سونګ به د هغه بدیل شی؟ د کونکوردیا پوهنتون څیړونکو په مونټریال کې د دې پوښتنی لپاره ځواب موندلې دي، او هغه دي شینی اوبړي یا سیانوباکتریا. د ټیکنالوژی مجلی په خپور شوي راپور کې راغلی، د څیړونکو یوه ډله چی پروفیسور موتوکوماران پاکرسامی (Muthukumaran Packirisamy) مشری کوي د خپل نوښت داسی تشریح کوي: د انرژي حجره چې کولی شي د اوبړيو (الجی) له فوتوسنتیز او تنفس څخه بریښنا انرژي تولید کړي. پاکر سامی پدي اړه وایي:
دواړه پروسې فوتوسنتیز او تنفس د الکترونو زنځیرو د بیا میشتیدو پر بنسټ دي. د اوبړي (الجی) د خوشی شوو الکترونو نیولو سره د فوتوسنتیز او تنفس په وخت کې مونږ کولي شو چي د دغي نباتاتو بریښنا انرژي چي په طبیعی توګه یي تولیدوی وکارو.
شاید پوښتنه وکړي چي ولې شینی اوبړي (الجی)؟ ځواب دا دي چي دغه نبات په هر ځای کې پیداکیږي. شینی اوبړي د سیانوباکتریا په نوم هم پیژندل کیږي. دغه اوبړي (الجی) تر ټولو سوکاله مایکروارګانیزمونو څخه د ځمکې په سر دي. دوی په پراخه کچه د دغی جغرافي په اوږدوکی کي استوګن ځای لري او د تل لپاره به شتون هم ولري. د ځمکې په سر ټول نباتات او لومړني حیوانات خپل په جوړښت کې سیانوباکتریا پورې تړاو لري ځکه سیانوباکتریا اکسیجن جوړوي د لا زیاتو شکوفایی لپاره لاره هواروی او د نوی جوړښتنو پیداینه چمتو کوي. پاکر سامی پدي اړه وایي:
مونږ د یو بهیر څخه په ګته اخیستو چی د ځمکی کرهی په ټوله برخه کي پیښږی یوه داسې نوې او پراخکیدونکي ټیکنالوژي جوړه کړی ده چې کولی شي د ارزانه میتودونو پیدایښ سره، پرته له کاربن د انرژي په تولید کې لارښونه وکړي. البته دغه نوښت لا تر اوسه د خپل جوړښت په لومړيو ګامونو کي دی او لا تر اوسه د سوداګرۍ او صنعتي کچې پراختیا لپاره دغه ټیکنالوژی اوږده لاره مخکې لري.
په دې وروستیو کې فوتوسنتیزی انرژي حجرې په واړه کچه چمتو شوی دی او دغه حجرې د انود، کتود او یوه د پروتونو تبادله پردې څخه جوړ شوې دي. سیانوباکتریاوې یا شینی اوبړي هم د یو بل بکس په اندر کې ځای په ځای کیږي. سیانوباکتریاوې د فوتوسنتیز له پیل سره الکترونه د الکترود سطح خواته آزادوي. یو بهرنی جریان هم له ماشین سره تړل کیږي تر څو الکترونونه بهر خواته وباسي او هغه د ځواک تولید لپاره وکارويی. څرنګه چې پاکر سامی او دهغه ګروپ د دې پروژې پراخول په حال کې دي هغه هیله لري چی کوچینی فوتوسنتیزی انرژي حجرۍ به ډیر ژر په مختلف کاریالونو کی لکه ګرځڼده تلیفونونه او کمپیوټرونو کی وکارول شی. شاید یوه ورځ راورسیږي چې د نړی ټوله لازمه بریښنا دغه حجرې چمتو کړي.