که تيرو څلور لسيزو ته په ځير شو نو په ښکاره ډول راته معلوميږي چى زمونږ دهيواد د وګړو مرګوني تلفات لوړې کچې ته ختلې دي، چې يواځنې علت يې زمونږ ناپوهي ده ځکه سر په خبره نه خلاصو او همداسې په ناپوهي کښى پريکړې کوو چى په پاى کې مو په مرګ تماميږي او ګاونډي هيوادونه زمونږ د ناپوهي څخه په استفادې تقريباً څه د پاسه يوه لسيزه پورې د خلقي او دمجاهد تر نامه لاندې يې وجنګولو بيا يې څو کاله د مجاهدينو خپل منځۍ جګړې کښى يې سره ښکيل کړو او ډیر زیات بې ګناه هیوادوال مو د مرګ خولې کې ورکړل خو د بهرانيو زړونه ساړه نشول بيا يې طالبان راپسې راپاڅول او يو څو کلونه مو سره يو بل ووژل، خو د تير نه بيا هم مونږ درس وانخيست همغه شان مو ځانونه په ناپوهي کښى اچولې دي او دشپاړس کالو راهيسې د کفر او د اسلام تر ټاپو لاندې وژنې کوو او دا لړۍ لا دوام لري او پته نشته نور به څومره دوام وکړي، خو که چيرې په همداسې ناپوهي کې ځان ويده وساتو احتمال شته چې دا لړۍ د لسیزو په ځاي تر پيړيو پيړيو ادامه ولري او همداسی به د يو او بل د وينو تږي مرګ وینو. د نورې نړۍ خلکو پرمختګ وکړ، آن تر سپوږمۍ يې ځانونه ورسول، د نوي او دوهم کور په ډول يې د ځانونو انتخاب ګڼي، په فضا کې د پرمختلې وسايلو په واسطه ډول ډول څيړنې کوي، خو مونږ تر دى دمه د يو ستنې جوړنې ته لاچار يو هغه د ملنګ جان شاعر يو شعر مې راياد شي چى وائي درانه درانه توپونه ټانکونه ماشينونه سونه په زرګونه جوړيږي په دنيا زه يوې ستنې ته نا چار يم له درده بې اختيار يم ددې يواځنې علت دادى چى نور خلک د پوهنې په واسطه مخکې ځي، خو زمونږ د علم سره دوښمني ده، په سختيو او د کړاوونو مو سر دی، او د تاريخ شاته څو پيړيو کي ژوند کوو. مونږ اوس هم خپلې ګټې په ټوپک او د بل دوينو په تويولو کښى لټوو، او د ناپوهي دلاسه د وحشي ځناورو په څير وژل کيږو او تر هغى به وژل کيږو ځورول کيږو ترڅو چې ناپوهانو يو او د بدلون غم راسره نه وي. په درنښت بذرګل شاه ساپي تخلص شاه افغان ساپي
وروستي