
پدى ورستيو کښى دامريکه دولت اعلان وکړو چى دافغانستان په هوايي ځواک باندى به په راتلونکې يو نيم کال کښى اوه(٧) مليارده ډالره لګښت به پرې کوي دغه لګښت به دافغان هوائي ځواکونو په رزول او افغان ځواکونو ته چورلکې چى بليک هاوک يو سل او شپيته (١٦٠)هوايي چورلکې اعلاميه هم ورسره خپره کړى وه چى ده به راتلونکښى يو نيم کال کښى افغان ځواکونو ته وسپارل شي. بله دا چى د امریکا متحده ایالاتو د اګست د مياشتې په ٣٠ نيټه د یوې اعلامیې په خبریدوسره ویلي چي د نوې ستراتيژي په موخه یو بل ګام اخستی چي د افغان پوځيآنو لپاره د ٢.۲ ميليارده ډالرو په ارزښت دوسائلو اتجهیزاتو قرارداد لاسلیک کړی دی. په همدې اړه د امريكا د دفاع وزارت د خپرې شوې اعلامي په مهال ویلي چي د افغانستان د وسله وال پوځ لپاره د ٢.۲ ميلياردو ډالرو په ارزښت د وسايلو او تجهيزاتو د برابرولو قرارداد منظور كړ. دفاع وزارت وايي دا قرارداد چې په امريكا كې د اى اېم جنرال شركت ته وركړل شوى دى له مخې به افغان امنيتي ځواكونو ته تر ۲۰۲۳م كاله پورې ۱۱ زره ۶۵ دانې زغروال موټر او تجهيزات برابر شي. ویل کیږي چې ددې موټرو او تجهيزاتو لومړۍ بسته به په نږدې راتلونكې كې افغان چارواكو ته وسپارل شي ،ترڅو دروانو عاجلو عملیاتو لړۍ پراخه کړي. که چيرې دغه مرستې چى د امريکه دولت يې اعلاميه خپره کړى ده پرې افغان ځواک برخمن شي نه په يقيني ډول به افغان ځواک ډير پياوړې شي. کارپوهان وايي چي افغان ځواک به داسي اکمال شي چي بیاورته څوک د ټینګې نه وي، هغوی وايي چي هر ډول پرمختللي وسايل اوتجهزات به ورکړل شي ترڅو په سیمه کې روان مقاومت اودګاونډیانو مداخلې وځپي. ډير په درناښت بذرګل شاه ساپي تحلص شاه افغان ساپي