
ورته يې وويل، دا دی خبرې ورسره وکړه. د خپل خيرن ټکري پيڅکه يې غاښونو کې ونيوله، حياناکه مسکا يې وکړه، د خپل لېور، خواښې او يووريانو څخه لږ څنګ ته شوه. ټليفون يې غوږ ته ونيو، خبرې يې نه کولې.
خواږه اواز جرأت ورکړ، ورته وويل شو:
لېونۍ ولې خبرې نه کوې؟
ــ هسې، خپه يم.
ــ ولې خپه يې وۍ خو سبا درځم له خيره
له دې خبرې سره د ګلالی تندی وغوړېد، له خوشالۍ يې ژبه بنده بنده شوه، ژر يې ټليفون خپل لېور ته ورکړ.
د حميد رنګ تک ژېړ شو، لاس يې ورپېدل، د درنې چاودنې له غږ سره يې د خپل ورور ځيګروی او د شهادت کلمه يو ځای واورېدل.
وريندارې يې وويل: هغه سبا راځي.
جميل د ملي پوځ سرتېری و چې پرون د پکتيا په بريد کې شهيد شو.
۱۳۹۶/۷/۲۶