پولنډ، د روسيې له خوا درېيم سايبري بريد دفاع کړ

روهي (دوه نۍ/۲۴ د تلې)، د پولنډ په پلازمېنه ورسا کې د ياد هېواد د فاع وزارت ويلي چې د دوی سايبري ماهرينو، د روسې له خوا يې درېيم انټرنېټي بريد يا سايبري حمله څخه دفاع او ځان ساتنه وکړي. له دې وړاندې هم، د روسې له خوا په پولنډ دوه نورې انټرنېټي حملې شوې وې.
د پولنډ د دفاع وزير وويل، " د ياد سايبري بريد موخه په اوکراين کې ځينې کمپنۍ وي، خو د بريد اغیز تر پولنډ او نېږدې نورو هېوادونو پورې رسيدلي وو. زمونږ سايبري ماهرينو ياده حمله په بريالېتوب سره دفاع کړه خو ګواښ يې ورځ تر بلې په ډېريدو دی.
پولنډ د ناټو غړی هېواد دی، او څه موده وړاندې يې د سايبري بريدونو په مقابل کې يو ۱۰۰۰ کسيز پوځ جوړ کړ.
د ټېکنالوجۍ په پرمختګ سره سايبري بريد يا انټرنېټي حملې هم زياتې شوې دي.
انټرنيټي بريد (Cyberattack) د هکرانو په وسيله هغه هڅې ته ويل کيږي چې د يو کمپيوټر سيسټم غلا او يا له منځ يوسي.