پکتیکا  مطبوعاتي کنفرانس: که حکومت یې غږ وانه وري پریکون به وکړي

د پکتیکا ولایتي شورا، قومي مشرانو او مدني ټولنو په ګډه پکتیکا ته د راغلوو دوو لویو لارو (غزني او پکتیا) د نه خوندیتوب په تړاو نن (شلم د تلې) مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ.
د خبري ناستې په پیل کې د ولایتي شورا غړي عبدالمبین فقیرزاده وویل (( نن موږ ټول دلته ددې لپاره سره رایوځای شوې یو چې نور د دښمن د عامه وژنو په اړه خپل غږ راپوړته کړو، د غزني په اندړو، چهاردیوال سیمه کې په رڼا ورځ مسافر وروڼه له موټرو ښکته کېږي او په بې رحمي سره وژل کېږي نور بس ده، اخیر تر کله به بې ګناه وینه بهیږي.))
هغه وویل موږ څو ځلې د یادې موضوع د حل لپاره په ولایت او مرکز کې ناستې ترسره کړي او یو ځل بیا له مرکزي حکومت په کلکه غوښتنه کوو چې هرڅنګه کیږي یادې دوه لویو لارې دې د پکتیکاوالو ولسونو لپاره امن کړي.
خبري ناستې ته د همغږي دفتر مشر خورشید کټوازي وویل (( حکومت د یادو دوو لویو لارو په ساتنه کې پاتې راغلی هغه زیاته کړه په یادو لارو کې په سلګونو بې ګناه مسافر شهید شوي چې وړمه ورځ د نظر ګل په نوم قومي مشر هم همدلته شهید کړل شو.))
د میلمه بنسټ مشر یعقوب منظور بیا وویل چې د لارې په اوږدو کې پولیس له طالبانو سره سازش کوي، هغه وایې زما د سترګو لیدلی حال ده، څه موده مخکې په همدي لار راتلم تقریباً سل متره لرې د چهاردیوال په سیمه کې وسله وال مخالفین د سړک په سره ولاړ وو، هغه وایې ماته دولتي نفرو وویل چې که دولتي وظیفه لرې ښکته مه ورځه طالبانو لاره تړلي ده.
هغه وایي چې یادې پوستې دې، د پکتیکا ځوانانو ته پریږدي بیا وګوري چې څنګه یې امن کوي.
په پای کې د ولایتي شورا معاون عزیز عزیز وویل چې حکومت ته موږ دوه درې ورځې وخت ورکوو که د لارې په امن کیدو کې حکومت ژر اقدام ونکړ په تمامه معنا به پریکون ورسره اعلان کړو.
هغه له حکومت جدي غوښتنه وکړه چې د ولسونو غوښتنې دې واوریدل شي او د لارو په خلاصون کې دې اړین ګامونه پوړته کړل شي.
د یادولو وړ ده چې څه موده وړاندې هم د پکتیکا ولایتي شورا او مدني فعالانو په کابل کې د لویو لارو د خوندیتوب په پار مطبوعاتي کنفرانس ورکړۍ وه او حکومت ورسره ژمنه کړې وه چې د یادو لارو د خوندیتوب لپاره به اړین ګامونه پوړته کوي، خو تر دې مهاله یې هیڅ اقدام نده کړی او پاتې راغلی دي.
اوس به یو ځل بیا ولیدل شي چې حکومت د ولسونو غوښتنو ته څه ژمنې ورکوي او کله یې عملي کوي.