ښي اړخي او کین اړخي

ښي اړخي او کیڼ اړخي اصطلاح ګانې به تاسو حتما په يوډول او بل ډول اوریدلي وي او کیدای شي د خپلو مالوماتو په رڼا کې د هغې څخه یو تعبیر هم وکړای شئ؛ په هر صورت موږ دلته دغه دوه اصطلاحګانې په لنډ ډول در معرفي کوو:
۱ـ ښي اړخي(right wing) :
داپه عمومي ډول هغه محافظه کارو ته ویل کیږي چې د ممتازو طبقو د امتیازاتو د ساتلو غوښتونکي وي او موجوده سیاسي نظام د دیني غوښتنو او د ټولنې د عنعناتو په رڼا کې جوړول غواړي. په افغانستان کې د دیموکراسۍ لسیزې په دوران او په را وروسته وختونو کې دا اصطلاح د اسلام پلوه ډلو لکه اسلامي نهضت یا اخوان المسلمین او یاهم ځوانومسلمانو ډله او نورو ته استعمالیده، خو په نړیاله سطحه بیا دا اصطلاح په بله بڼه یعنې نوي ښي(New right) په امریکا متحده ایالاتو کې هغه ډلو، ادارو اوخلکو ته چې د کمونیزم او دولتي اقتصاد سره مخالف دي ویل کیږي.
۲ـ کین اړخي (Left wing) :
دغه اصطلاح په عمومي ډول هغو محافظه کارو ته کارول کیږي چې دوی نه غواړي د دیني ارشاداتو او دودیزو عنعناتو په تعقیب سیاسي نظام جوړ کړي، ځکه دوی دین یو فردي شی بولي؛ دوی په ټولنه کې د اساسي ګړندیو اقتصادي بدلونو غوښتونکي دي.
په۱۹۵۶م کال کې دغه اصطلاح په بله بڼه د نوي چپ (New left)د هغو روڼفکرو کسانو لپاره وکارول شوه کوم چې د «نوي چپ » په نوم مجلې په شاوخوا راغونډ شوي وو چې وروسته بیا دنړۍ د محصلینو غورځنګ خپله کړه.
په افغانستان کې د دیموکراسۍ په لسیزه او راوروسته وختونو کې د خلق دیموکراتیک ګوند (خلق او پرچم)، مجاهدین خلق ګونداوشغله جاوید(ماویستان) ډلې د کیڼ اړخو په نوم یادیدې. په نړیواله کچه ټولو کمونیست، لیبرال، راډیکال او انارشیست نهضتونو ته دا اصطلاح کارول شوې ده.
په اخر کې دا هم باید زیاته کړو چې، په عمومي ډول د ښي او کیڼ سیاسي اصطلاحګانې د فرانسې د لوی انقلاب پر مهال دود او مروجې شوې او د ښي اړخو اصطلاح د فرانسې د پارلمان دهغو غړو لپاره چې، دوی به د پارلمان په ښي اړخ کي کیناستل او د هغه وخت نظام به یې د د دین سره په ارتباط کې غوښت، کاریده او د کیڼ اړخ اصطلاح بیا د فرانسې هغو پارلماني غړو لپاره کاریده ،چې دوی به د پارلمان په کیڼ طرف کې کیناستل او دا به یې موقف و چې باید دین او نظام سره لرې او جلا وساتل شي.
یوه دریم ګړې ډله بله هم د فرانسې په دغه پارلمان کې وه ، چې د میانه رو په نوم یادیده چې د کیڼ اړخو او ښي اړخو تر منځ به یې کرار لره او په فکري لحاظ د دوی تر منځ وو یعنې نه په ښي اړخو محافظه کارانو او نه هم په کیڼ اړخو محافظه کارانو پورې تړلې وه او اوس هم دغه اصطلاحګانې د سیاست په ډګر کې کله استعمالیږي