په ټولنیز ژوند کې د ښوونکي دنده او رسالت تر بل هر چا ګران او ارزښت لرونکی دی. ښوونکی په خپلو ټولو درسي هڅو زده کوونکو ته د سبا د ورځې د پرمختګ اړین روشونه او چلندونه ور زده کوي.
د سبا لپاره یې په غوره جوړښتیزو، میتودنولکه : ټولنیزو ، اقتصادي، فرهنګي، روغتیایي، او سیاسي موضوعاتو باندې درک قوه غښتلی ساتي او د روان ژوند د هر پدیدې انځور ورته په خورا زیاتو معناګانو ژباړي.
د مور وطن ارزښت، د علم روڼ او ناپایه څرک، د ورورۍ نازکه تار، د هیلو هیله بښوونکی شخص ښوونکی یادولی شو.
د ښوونکي دنده ښوونه ده، خو د روزنې په اړینو لارو چارو هم آګاه دی، او ددغې آګاهۍ له اساسه زده کوونکو ته د دوی د ژوند د ښه لید لپاره اړین شاخصونه په پام کې نیسي، او د مسایلو د یوه ښه طراح پر څېر ورته د راڼه لیدلوري رنګینې او د باور وړ دریڅي پرانیزي.
د د غښتلو هڅو د جریان برید یې نشي اټکل کیدای، بلکې د هڅو دا لاروی د ستر بحر په څېر لا هم خپل ښوونیز سفر ته دوام ورکوي.
پر ماهرانه او خواږه ژبه یې د انسان فطري وضعیت له ساکن حالت څخه متحرک حالت ته اړولی، او تل یې هڅولی تر د ویاړمنو شخصیتونو پر څېر د مبارزې درس او ښوونځی ولولي.
د فکري بلوغ چینه ، د سمون او رغون ویاړ، د سازګارۍ یو ښه ډیزاینر د ښوونکي د نوم خواږه دي.
په چارو کې درک، غښتلي انګېزه ، غوره ډاډ او هڅونه د دوي د کړنو بینادګره وسیله ده.
په روانو حالاتو کې د ښوونکو د ښه مسؤلیت له آداینې نړۍ د ټیکنالوجیکۍ بهیر یوې نوې پړاو ته دننه شوه، چې د همدغو اختراغاتو او انکشافاتو د نوښت او ابتکار ابتکاري شخص ښوونکی یادولی شو.
په ټوله کې ښوونکی د ټولنې لپاره د داسې رول معنا لري، لکه د یو وجود د ملا تیر.
چې انسان نه شي کولای ددغو فقریاتو نه درلودو په اساس د ژوند اوږد سفر را لنډ کړي او ژوندی پاتې شي.
د ښوونکو د احترام او درنښت لپاره د معلم د ورځې لمانځل ویاړ دی، خو مه هېروئ چې معلم باید هر وخت وستایل شي، او د دوي د ژوند د هر راز خوندیتوب لپاره د ټولنې هر ډول فرد اړ دی چې زیار او هڅو یې قدر او احترام وشي.
د زیربنایي چارو ماهر، د ښوونکي د ژبې ګټه ده، د اقتصادي حالاتو پوه شخص، د ښوونکي د ژبې ثمره ده، د فرهنګي اړیکو مناسبات او اړیکې د دوي له اساسه یادولی شو.
نو ښوونکی د ټولنې سترګې او د ټولنې بنسټ ګر او په عین وخت کې د هر راز نوښتیزو کارونو ملاتړی او قوي ځواک دی.
وروستي